صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | افغانان بايد په ټول زور د ټاپي پروژه عملي كړي

افغانان بايد په ټول زور د ټاپي پروژه عملي كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د ملي يووالي حکومت په خپل ټول توان هڅه کوي،چې په افغانستان کې بنسټېزې پروژې رامنځته کړي ترڅو له يوې خوا، هېواد په اقتصادي برخه کې پر پښو ودروي اوله بلې خوا د هېواد ځوانانوته دکار شرايط برابر کړي،چې په دې توګه د هېواد ځوانان وکولای شي پر خپلو ځوانو مټو خپل هېواد جوړ کړي.

په همدې موخه د ملي يووالي حکومت اوپه ځانګړې توګه په خپله افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې دنړۍ په نورو هېوادونو کې يې په خپلو نظريو او طرحو سره دبنسټېزو پروژو په جوړولو کې ستره برخه اخيستې او دخپلې تجربې له مخې هڅه کوي،چې خپل ګران هېواد چې د آسيا زړه ګڼل کېږي له داسې يو اقتصادي خوځښت سره مخامخ کړي،چې ګټه يې نه يوازې افغانستان ته بلکې دسيمې او نړۍ نورو هېوادونو ته هم ورسېږي. له نوموړو بنسټيزو پروژو څخه يوه هم د ټاپي پروژه ده ،چې دافغانستان ،ترکمنستان،پاکستان او هند په ګډون جوړېږي. دنوموړې پروژې د جوړولو تړون۲۰ کاله مخکې د‌طالبانو په واکمنۍ کې له ترکمنستان سره وشو، خو دسياسي کړکېچونو له امله همداسې د کاغذ پرمخ پاتې شو.څرنګه چې نوموړې يوه اقتصادي پروژو وه ، نوپه ۲۰۰۸ م کال کې هند هم خپل ځان په دغې پروژه کې شريک کړ.د هند په ګډون د سيمې يو شمېر هېوادونو هڅه کوله چې د نوموړې پروژې کار له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي. له دغو ناوړو هلو ځلو سره سره د ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او هند مشرانود ټاپي پروژې دپيلولو لپاره خپلې هلې ځلې په دوامدار ډول جاري وساتلې او د ۲۰۱۵ م کال داګست په ۲۷ تمه چې د ۱۳۹۴ ل کال د وږي له پنځمې نېټې سره سمون خوري، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف،د ولسمشر محمداشرف غني په رسمي بلنه ديولوړ رتبه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی. دواړو مشرانو،له دوه اړخېزو او څو اړخيزو خبرو وروسته په يو ګډخبري کنفرانس کې برخه واخيسته او خبريالانو ته يې د ټاپي پروژې په ګډون دخپلو خبرو اترو دپايلو په اړه معلومات ورکړل.ولسمشر محمداشرف غني په خپلو خبرو کې وويل: ترکمنستان دافغانستان ښه دوست ، نېک ګاونډی او عمده اقتصادي او ټولنيز شريک دی. همداراز دغه هېواد په سيمه کې دامنيت ثبات او د سولې د ټينګښت په لاره کې زموږ همکار دي.ولسمشرغني زياته کړه. افغانستان ته دښاغلي قربانقلي بردي محمدوف او ورسره پلاوي سفر دافغانستان د غاليو، توليدوونکو او صادروونکو ته يوښه پيغام له ځان سره لري... غني زياته کړه:  يو اعشاريه شپږ ميليونه افغانان چې ۸۰ سلنه يې ښځې دي د غاليو په توليد کې مهم رول لري. په مقابل کې دترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په خپلو خبرو کې وويل ترکمنستان له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو په کلکه وفاداردي اوله افغانستان سره دخپلو اړيکو دژورتيا لپاره کار کوي... په دغه سفر کې دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ پنځه هوکړه ليکونه هم لاسليک شول او د دواړو لورو ګډه اعلاميه هم صادره شوه . دلته داخبره بايد ومنو چې دټاپې پروژې د ګډون کوونکو هېوادونو په منځ کې سياسې ستونزې هم وې، دخپلو اقتصادي ګټو لپاره يې سياسي ستونزې يوې خواته کړې اود ټاپي پروژې دپرانيستلو لپاره يې چې ټولو هېوادونوته يې ستره ګټه درلودله خپلې هلې ځلې چټکې کړې ترڅو په ترکمنستان کې دټاپې پروژې دپرانيستو وخت راورسېد. دټاپې پروژې د ګډون کوونکو هېوادونو د مشرانو له خوا پرېکړه وشوه چې د ۲۰۱۵ م کال دسپټمبر په ۱۳ مه چې د ۱۳۹۴ ل کال دليندۍ له ۲۲ مې نېټې ديکشنبې له ورځې سره سمون خوري د ټاپې پروژې د پرانيستې غونډه په ترکمنستان کې جوړه شي،چې دهمدغې پرېکړې له مخې افغان ولسمشر محمداشرف غني دليندۍ په ۲۱ تمه دشنبې په ورځ ديولوړ رتبه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ورسېد. دهند ولسمشر اودپاکستان صدراعظم نوازشريف هم ترکمنستان ته ورسېدل. دليندۍ په ۲۲ تمه چې د سپټمبر له ۱۳مې سره سمون خوري په ترکمنستان کې دټاپې پروژې دپرانيستې په غونډه کې څلور واړو مشرانو ګډون وکړ. دپروژې دپرانيستو په غونډه کې دترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دغې پروژې په اړه هراړخيزه وينا وکړه. دهند ولسمشر هم دټاپې پروژې په اقتصادي اهميت خبرې وکړې اوويې ويل: که چېرته له يو بل سره اقتصادي همکاري ونه لرو، نوپه افغانستان کې سوله نه شي راتلاى. دټاپي : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha