صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په هېواد کې د شته ستونزو حل يوازې د افغانانو ترمنځ په ملي يووالي کې نغښتي دی

په هېواد کې د شته ستونزو حل يوازې د افغانانو ترمنځ په ملي يووالي کې نغښتي دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

له شک پرته چې د افغانستان آبادي، سمسورتيا ، ترقي او پر مختگ يوازې او يوازې د افغانانو په ملي يووالي، يو موټيتوب او د ټولو مېشتو وروڼو قومونو په پياوړو او ځواکمنو مټو كې نغښتى دى، ځکه د هېواد ودانول د افغانانو له زيار گاللو پرته د بل چا په لاس امکان نه لري او يوازې د افغانانو پر ټينگ عزم او پوره يووالي او دغه راز د دوی پر ځواکمنو مټو آبادېدلى شي، پردې اساس موږ هغه وخت کولی شو خپل جگړه ځپلى هېواد ودان کړو چې بشپړ يووالى ولرو او زيات زحمتونه او زيارونه وگالو، البته دايو څرګند واقعيت دى چې د افغانستان ځواک او قوت په ملت کې دی،

څرنگه چې دغه ملت په اتفاق، يووالي او يوې لارې سره روان دى،  نوله دې امله حکومتي چارواکو او دغه راز سياست پوهانو او د سياسي  گوندونو او ډلو چارواکو ته هم لازمه ده چې خپل هېواد ته په بشپړ يووالي او اتفاق سره پرمختگ ورکړي، داسې  چې خلک يې هيله لري، همداشان د افغانستان جګړه  ځپلى مظلوم ولس له ټولو سياسي ډلو او مشرانو څخه د دې هيله اوغوښتنه لري، چې د بېلابېلو فکرونو او پروگرامونو په لرلو سره د ملت د آبادۍ په لاره کې يو لاس او يو موټى شي او د نظام په ټينگښت کې هلې ځلې وکړي افغانان  له حکومتي او سياسي چارواکو څخه د يووالي او له مصيبت څخه د خپلو خلکو د خلاصون غوښتونكي دي او هيله لري چې  مشران يې په اتفاق سره دغه خاوره له مصيبتونو څخه وژغوري، البته د افغانستان د پرمختگ دښمنان هره ورځ هلې ځلې کوي ، چې دبې اتفاقۍ په اچولو سره د هېواد د پرمختگ مخه ونيسي، خو موږ بايد هوښيار او بيدار واوسو او په بشپړې هوښيارۍ او بيدارۍ سره دغه هېواد هغه ځای ته ورسوو، چې خلک يې غواړي.  دا چې د هېواد د آبادۍ لپاره  زموږ شهيدانو د دښمنانو پر وړاندې  خپلې وينې تويې کړې دي، بناءً دوخت غوښتنه داده او روان حالت هم داايجابوي چې دولتي چارواکي، سياست وال او د اړوندو گوندونو مشران بايد په پوره همغږۍ، يووالي او د هېواد پالنې په لوړه او عالي روحيه له هر ډول توپيرونو پرته يوازې او يوازې د يو سپيڅلي افغان په توگه خپلې هلې ځلې و کړي او په دې توگه هېواد او هېوادوالو ته ترقي، پرمختگ، نېکمرغي او هوساينه ور په برخه کړي، نو ای د گران افغانستان د کوز او بر ولسونو، وروڼو قومونو چي د تاسو د تورې، مېړانې، اتلولۍ او کار نامو په شتون سره سرلوړي  افغانستان په ۱۹۱۹ ميلادي کال کې خپله ملي خپلواکي او مځکنۍ  بشپړتيا تر لاسه کړې او د تاريخ په اوږدو کې يې د نړۍ هېڅ يو زبر ځواک ته سر نه دى ټېټ کړي، نو دا ټول يې د ملي يووالي او بشپړ اتفاق په بركت تر سره كړي، نو راځئ چې  نن هم په بشپړ يووالي

سره پرته له هر ډول تربگنۍ او تاوتريخوالي د ملي پيوستون په لوړه او عالي روحيه لاسونه سره ورکړو او خپل دغه جگړه ځپلى هېواد له هر پلوه پر پښو ودروو او د پوره يووالي په مرسته خپل مظلوم او کړيدلي هېواد وال نور د بدمرغې جگړې د ناوړو ناخوالو له امله ونه کړوو، بلکې په خپل منځ کې په رښتيني توگه سره يوموتى شو او په دې توگه په هېواد کې د افغان دښمنو عناصرو د نفاق اچولو جرړې، بېخي وچې او د پای ټکی ورته کېږدو او پر ځای يې د ټولو پتمنو افغانانو تر منځ چې د افغانستان د ښکلي گلبڼ راز راز ښايسته گلان دي د ملي يووالي او ملي پيوستون په لوړه او عالي روحيه  پياوړي کړو چې له امله يې دا ويجاړ افغانستان ودان شي او ځورېدلو افغانانو ته بشپړه هوساينه او نېکمرغي ور په برخه  او د يوې تلپاتې سولې ښيگڼې تر لاسه کړي ،البته دا يو څرگند او انکار نه منوونکى واقعيت دى  چې زموږ هېواد د تېرو کابو درې نيمو لسيزو بدمرغې، تباه کوونکې او خونړۍ جگړې په ترڅ کې له هره پلوه وران، ويجاړ شوى او افغانان هم د مادي او معنوي پلوه له سترو زيانونو سره مخ شوي او په ټوليزه توگه هم دا  ټولو ته په اثبات رسېدلې چې ددغه ناوړې  جگړې په ترڅ کې يوازې افغانستان د نابودۍ لوري ته وکښل شو او مظلوم افغانان له بدمرغيو سره لاس او گرېوان دي ، نو نن چې موږ ته يو ځل بيا ددې زمينه برابره شوې نو راځئ ټول افغانان سره يو موټى شو او د خپل  هېواد د آبادۍ، ترقۍ او پرمختگ لپاره مټې راونغاړو او له دې لاس ته راغلي چانس او فرصت څخه ښه گټه واخلو ، ځکه چې دا هېواد د پرديو په لاس نه ، بلکې يوازې د افغانانو په لاس آباد، سمسور او ښيرازه كېږي او د زړه له کومي په پوره همغږۍ ددغه جګړه ځپلي هېواد ترقۍ اوپرمختګ ته په  بشپړصداقت لاسونه سره ورکړو اوخپلې ملاوې هم ښې کلکې  وتړو ترڅو زموږ د هېواد اوسنۍ  ناخوالې د تل لپاره وچې شي او قسم خوړلي دښمنان يې خپل شوم اهداف ګورته ورسره يوسي.

شاه محمود دروېش

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha