صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | طالبان بايد د سولې طرحه ومني او له دغه مهم فرصته ګټه پورته كړي

طالبان بايد د سولې طرحه ومني او له دغه مهم فرصته ګټه پورته كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په افغانستان كې دپردۍ جګړې د دوام په بهير كې د ملي يووالي حكومت وكولاى شول چې د خپلو خلكو له غوښتنې سره سم د روان كال د كب په ۹مه د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د كابل د سولې د بهير په دوهمه غونډه كې

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په هېواد كې د سولې د راوستو لپاره د سولې يوه جامع او هر اړخيزه طرحه په ۷مادو كې د غونډې ګډوانوالوته وړاندې كړي. د نوموړې طرحې ټولې مادې د ۲۵هېوادونو استازو په پوره غور واورېدې او ټولو استازو په يو غږ وويل،چې نوموړې طرحه د سولې د راوستلو لپاره يوه مناسبه طرحه ده، داځكه چې په نوموړې طرحه كې د جګړې د ټولو اړخونو د ګټو د تامين لپاره پوره پاملرنه په پام كې نيول شوې وه او هېڅ اړخ په كې زيان نه ويني. نوموړې طرحه د پاكستان ،هند ، چين، امريكا او اروپايي ټولنې ،ايران ، روسيې ، سعودي عربستان ، عربي اماراتو او يو شمېر نورو هېوادونو له خوا يوه مناسبه طرحه ياده شوې ده.

موږ بايد داخبره ومنو چې يو شمېر مغرضې كړۍ چې د جګړې په دوام كې خپلې ګټې ويني په يو ډول نه يو ډول به د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې له طرحې سره خپل مخالفت ښكاره كوي ، خو په عمومي توګه د افغانستان د ننه او بهر د نوموړې طرحې په وړاندې مثبت غبرګونونه د هرې ورځې په تېرېدلو سره رامنځته كېږي. دافغانستان ملي شورا دديني عالمانو سراسري شورا او فرهنګي ټولنې ، ملي سوداګر، استادان ، محصلين او په مجموع كې د دولت مامورين د نوموړې طرحې له عملي كولو څخه خپل ملاتړ څرګندوي او وايي چې كه چېرته په رښتيني او صادقانه ډول د نوموړې طرحې عملي بهير پيل شي او په رښتيا هم طالبان د يو سياسي ګوند په توګه وپېژندل شي، د افغانستان اساسي قانون ومني او په ټول هېواد كې د سولې د خبرو لپاره له شپږ مياشتنې اوربند سره موافقه وكړي او بې له ځنډه له افغان دولت او د سولې له عالي شورا سره په كابل او يا كوم بل هېواد كې د سولې د خبرو لپاره كښېني نو كېداى شي ،چې د پرديو له لاسوهنې پرته به ګام په ګام د سولې د خبرو ددوام لپاره لاره خلاصه شي. نن ورځ په جګړه كې ټول اړخونه او نړيواله ټولنه دامني چې د طالبانو په وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د طرحې وړاندې كول د سولې لپاره دلارې لنډول دي.د هېواد يو شمېر سياستوال او د نظر خاوندان دامني چې په تېرو ۱۷كلونو كې داسې جامع او د منلو وړ طرحه نه وه وړاندې شوې. په خپله د امريكا سناتوران او سياستوال له طالبانو څخه غواړي چې نوموړې طرحه ومني او له افغان دولت سره د سولې لپاره د خبرو مېزته كښېني.پخواني ولسمشر حامد كرزي هم پر طالبانو غږ وكړ، چې د نوموړې طرحې په  رڼا كې بايد طالبان د سولې خبروته كښېني ، خو د نوموړي طرحې په عملي توګه كې خلك بيا هم انديښنه لري، چې هغه د پاكستان دوه مخى سياست دى چې د نړيوالو په وړاندې په نړيوالو غونډو او كنفرانسونو كې د افغانستان سوله ، دپاكستان سوله ګڼي خو په عمل كې په افغانستان كې سوله د ځان لپاره يو لوى مصيبت ګڼي. همدا اوس پاكستان له يوې خوا د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د طرحې لپاره خپله موافقه ښيي، خو په عمل كې ليدل كېږي ، چې بيا هم په افغانستان كې طالبان ځانمرګو او ډله ييزو بريدونوته هڅوي. د كابل د سولې د بهير له دويمې غونډې دوه ورځې وروسته د كب په ۱۱مه د جمعې په ورځ د كابل ښار د قابل باى په سيمه كې د بهرنيو ځواكونو پر يو كاروان موټر بم چاودنه وشوه. په دغې پېښه كې درې تنه شهيدان او ۲۲تنه ټپيان شول د بريد پړه حقاني شبكې پر غاړه واخيسته افغانستان كې د سولې غونډې روانې دي او هم په نړيواله كچه د سولې د خبرو د غونډو بندو بست كېږي. په افغانستان كې د  امريكا او د ناټو  ځواكونو  عمومي قوماندان جنرال نيكلسن هم د كب په ۱۱مه د جمعې په ورځ داسې وويل چې د سولې دخبرو په څنګ كې په كار ده چې طالبان لا نور هم دجګړې تر فشار لاندې ونيول شي ترڅو دې ته اړ شي چې له افغان دولت سره د سولې خبروته كښېني په خپله ولسمشر غني هم په خپلو وروستيو خبرو كې ويلي دي چې طالبان د جګړې په ډګر كې له ماتې سره مخامخ دي او جګړه افغان ځواكونو ګټلې ده ، ولسمشر   

غني د امريكاله CNN تلويزيون سره په يوه مركه كې داخبره هم كړې ده، چې طالبان بايد له بهرنيو نړيوالو تروريستي شبكو سره خپلې هر ډول اړيكې وشلوي ... په دغه رنګه حالت كې د كابل پروسې د دوهمې غونډې ګډونوالو او هېوادونو ته په كار ده چې په افغانستان كې د سولې د خبرو د عملي پيل لپاره پر پاكستان خپل سياسي فشارونه زيات كړي او د پاكستان د دوه مخي سياست او پاليسۍ مخه ونيسي. په تېرو ۱۷كلونو كې داخبره ثابته شوې ، چې طالبان د پاكستان دآى اس آى په دام كې داسې ښكېل دي چې په خپلواكه توګه له افغان دولت سره د سولې په اړه هېڅ څه نه شي كولاى ،څه چې طالبان دپاكستان له دام څخه خلاصولى شي، هغه پر پاكستان د امريكا سياسي او اقتصادي فشار دى. له دغه دركه امريكا كولاى شي چې طالبان دپاكستان له پوځي دام څخه خلاص كړي او طالبان ددې صلاحيت پيدا كړي ،چې په خپلواكه توګه له افغان دولت سره د سولې راوستلو لپاره ګډ كار وكړي . له بلې خوا دافغانستان دديني عالمانو سراسري شورا او د جوماتونو ټولو اماماتو ته په كار ده چې په مركز او ولايتونو كې په دوامداره توګه د سولې د تامين لپاره د اسلام لارښوونه ولسونوته وعظ او تبليغ كړي او د ترهګرو په وړاندې مبارزې كې دوى ته خپل مسئوليتونه ور په ډاګه كړي. عام ولس ته په كار ده چې نور د حق او باطل ترمنځ فرق وكړي او دهغه چا په مقابل كې خپله مبارزه پيل كړي چې د ټولنې او خلكو د بربادۍ سبب كېږي او ستونزې جوړوي.

 

سمېع الله سمېع

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha