صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د را ستنېدونكو ستونزې دې اساسي توګه حل شي

د را ستنېدونكو ستونزې دې اساسي توګه حل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پلان لري ،چې د افغان مهاجرو د راستنېدا لپاره لارې پرانيزي او د دوى ستونزې د تل لپاره حل كړي، چې بېرته خپل وطن ته را ستانه شي او ژوند يې په ښه توګه دوام ومومي. په پاكستان كې په ميليونو افغان كډوال پراته دي، چې د حكومت له خوا له سختو ظلمونو سره مخ دي، د دغه هېواد چارواكي وايي ،چې ګنې افغان كډوال ترهګر دي او يا هم د ترهګرو ځالې د افغان كډوالو په كمپونو كې دي،

 خو دا خبره د خندا وړ ده او پاكستاني چارواكي ترهګري په خپل كور او پوځي اكاډميو كې ساتي، چې په دې تړاو سيمه او نړۍ هم ښه پوهېږي. په هر حال د ولسمشر غني دا پلان ،چې په دوو كلونو كې به له پاكستانه ټول افغان كډوال را ستانه كړي، د ستاينې وړ دى، خو پاكستان اوس د افغان كډوالو د را شړلو لړۍ له سره پيل كړې او د روانې مارچ مياشتې له سره يې د افغان كډوالو را ستنولو ته مخه كړې، كډوال هم په ډېره خوشحالۍ راستنېږي، له يوې خوا ژمۍ مخ په ختمېدو دى،له بلې خوا د پاكستانيو له ظلمونو خلاصون مومي او خپل كور او كلي ته را ستنېږي. مهمه دا ده ،چې افغان حكومت د دې لپاره تابيا لري، حكومت وايي ،چې څه ناڅه به په ټول هېواد كې د راستنېدونكو لپاره د ژوند امكانات برابر كړي او په دې برخه كې نړيواله ټولنه هم دافغان حكومت پوره ملتيا كوي. دلته يوه بله مسئله هم د پام وړ ده ،هغه دا چې جرمني هم افغان كډوال او هلته تللي بې قانونه افغانان را باسي، دغه افغانان په دې پلمه له هېواده تللي او خپل كور ،كلى ،ښار او آن دندې يې پرېښې ،چې ګنې په اروپا كې ښه ژوند وكړي او د تل لپاره هلته د ژوندانه لپاره اسناد وركړل شي، يا په بله وينا هلته تابعيت واخلي او قبول شي. جرمني ته ډېر افغانان په همدې هيله تللي، دا هغه هېواد دى ،چې تر نورو اروپايي هېوادونو ډېر په كې افغانان او نور بهرنيان منل كېږي، خو د جرمني حكومت اوس د بې قانونه افغانانو د راسنتولو لړۍ دوامداره ساتلې او لس ځله يې ډلې ډلې افغانان را ايستلي دي، د يوه رپوټ له مخې په جرمني کې د هغو پناه غوښتونکو شمېر مخ پر لوړېدو دى چې له دغه هيواده پر وتلو مکلف دي. د جنورۍ مياشتې په پاى کې د دغو کسانو شمېر تر څوارلس نيمو زرو تنو زيات و. (( نويې اوسنا بروکر څايتونګ)) ورځپاڼې ليکلې چې د جرمني د کورنيو چارو وزارت، د دغه هېواد په پارلمان کې د کيڼ اړخو د رڼې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې د جنورۍ مياشتې تر پايه د هغو افغان پناه غوښتونکو شمېر چې بايد له جرمني څخه ووځي ۱۴۶۰۰ تنه و. دغه شمېر کابو يو کال مخکې له ۱۷۷۰ تنو څخه زيات دى. هغه کسان چې له جرمني څخه په وتلو مکلف دي ۷۱ سلنه يې د دولدونګ اسناد لري يا په اصطلاح بايد وزغمل شي. دولدونګ هغو رد شويو پناه غوښتونکو ته ورکول کېږي چې د وتلو پر مکلفيت سربېره په نږدې راتلونکي وخت کې د دغه کس وتل ممکن نه وي. دغه څه کېداى شي د ناڅرګند هويت، ناروغۍ او يا هم د کورنۍ د دلايلو له کبله وي. د جرمني خبري آژانس رپوټ وركړى ،چې له دغو کسانو زياتره يې چې شا او خوا ۲۵۰۰ کسان کېږي په نورد راين ويستفالن ايالت کې اوسېږي. ۲۴۶۰ تنه په بايرن او شا او خوا ۱۶۰۰ تنه په بادن ورتمبېرګ ايالتونو کې اوسېږي. په پارلمان کې د جرمني د کيڼ اړخي ګوند استازي اولا يلپکه، په انتقادي شکل ويلي چې له جرمني څخه پر وتلو مکلف ډېر کم کسان واقعاً لېږل کېداى شي، نو بايد هغوى ته دولدونګ ورکړل شي. پر دې سربېره يلپکه پر حکومت تور پورې کړى چې افغانانو ته د ادغام له کورسونو ورکولو ډډه کوي. نوموړي خبري آژانس ليکلي چې په افغانستان کې پر خراب امنيتي وضعيت سربېره جرمن چارواکي د افغان پناه غوښتونکو او مهاجرو د پناه غوښتنه کابو نيمايي غوښتنليکونه ردوي. د جرمني د کورنيو چارو وزارت په وينا په ۲۰۱۴م کال کې د افغان پناه غوښتونکو د قبلېدو سلنه ۴۴ وه،  خو يوازې لږ شمېر رد شوي پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول شوي دي. اوسمهال د جرمني حکومت هغه افغانان خپل هېواد ته استوي چې جرم ولري، خطر پېښوونکي وي او يا هم د خپل اصلي هويت له ښودلو څخه ډډه کوي. دغه راز حالت بايد افغان حكومت پاى ته ورسوي، ځكه د حكومت او جرمني د چاروا د تړون له مخې بايد افغانان بېرته را ستانه كړل شي، د هغوى لپاره د كار ،د ژوندانه د ښو شرايطو او د امنيت اوثبات لپاره بايد كار وشي، موږ وينو ،چې آن په پلازمېنه كابل كې هم هدفي وژنې روانې دي، هغه كسان ،چې له بهرنيو عسكرو سره د ژباړن دندې پر مخ وړي، د هغوى ژوند له ستر خطر سره مخ دي، دغه راز له پاكستانه هم را ستنېدونكي هېوادوال يا كار نه لري، يا كور او يا هم د پانګونې لپاره ښه فرصت، د دوى لپاره بايد زمينې برابرې شي او افغانان بېرته په خپل هېواد زړونه وتړي او د راستنېدونكو د پانګې او د هغوى له وړتيا بايد ژر ګټه پورته  او د دې لپاره سم دستي زمينې برابرې كړل شي. موږ نه وايوو ،چې حكومت دا پلان نه لري، خو اوس د راستنېدونكو لړۍ زور اخيستى او بايد د هغوى د ژوندانه د ښه والي، خوندي هڅو او كار لپاره هم ژر تر ژره زمينې په ټول هېواد كې برابرې شي.

هدايت الله نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha