صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | اووه فزيکي نښې چې ستاسو د رواني ناروغيو سبب ګرځي

اووه فزيکي نښې چې ستاسو د رواني ناروغيو سبب ګرځي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

ليدلي به مو وي چې ځينې خلک له فزيکي ناروغېو لکه د سينې درد، ستوماني، د معدې درد، د سر درد او داسې نورو ناروغېو سره مخ کېږي او بيا د درملنې لپاره يو مسلکي ډاکټر ته ورځي او هلته بيا له بېلابېلو معايناتو وروسته جوتېږي، چې دغه ستونزه او رنځ اصلاً پېدا شوى له کوم ځای نه دی؟ او آيا دا فزيکي ستونزه ده که دماغي؟

  دا ښايي د تعجب وړ وي، خو د انسان دماغ او بدن سره نږدې اړيکې لري، ځکه خو هر ډول  فشار په فزيکي روغتيا منفي اغيزه کولای شي  او انسان دغه وخت ناڅا په دغه درد جدي ناروغي بولي. فشار او ذهني اندېښنې په بدن کې ډېرې ناروغۍ رامينځته کوي چې موږ يې دلته ځينې نښې نښانې روښانه کوو.

لومړى، زړه نازړه کېدل: که تاسې پرلپسې زړه وهئ او د يو کار په پېل کېدو نه پوهيږئ، نو د امريکايي متخصيصنونو د بورډ يو غړي (جني سي ييپ) دا ‌ډول چاره يوه اندېښنه بولي او زياتوي چې خپله اندېښنه ستاسو زړه شکمنولای شي او کار ته مو نه پريږدي. کله چې تاسو اندېښنه لرئ، ستاسو دماغ هورمونونه پټوي ، چې دا کار ستاسو د زړه د ځورونې لامل ګرځي.

دوهم،په بدن خوله راتلل:که تاسې په معتدل يا ګرم موسم کې د کار پرمهال خوله شئ، نو لامل يې معلوم دی، چې موسم ګرم دی او د کار پر مهال د لمر د تودوخې له کبله ستاسو بدن خولې شوي دی، خو که کار هم نه کوئ او په ښه موسم کې مو په لاسونو او يا مخ خوله راتلله، لامل يې دا دي چې تاسې خورا اندېښمن ياست  او دا د ذهني فشار يوه عمومي نښه ده.

دريم،پر معده بوج راتلل: که ستاسو معده خفه کېږي او په دوامدار ډول پرې بوج راځي، دا چاره ستاسو د هضم بهير له ځنډ سره مخ کوي او دې خطر سره ستاسو د بدن ټوله انرژي شېبه په شېبه را کمېدلی شي. که تاسې د معدې تکليف لرئ، معده مو سوځي او جوش کوي ، نو ضرورله هغو خوړو ډډه وکړئ چې د معدې تکليف مو زياتوي.

 څلورم، هر وخت سردردي لرل : که تاسې په غم او خواخوږې کې هر وخت  له فشار سره مخ ياست، لامل يې دا دی چې تاسو به ډېر اندېښمن شوي ياست، ځکه خو مو سر درد پېدا کوي او دا سردردونه معمولاً د ورځې په نيمايي کې پېل کېږي او ښايي د څو مياشتو لپاره دوام وکړي. د امريکا د اندېښنې او ډيپلوماسۍ ټولنې په وينا: ( بېلابېلو څېړنو ښودلې چې اندېښنې او خپګان له سر درد سره تړاو لري او په دې وخت کې په خپل ځان فشار را کم کړئ.)

پنځم، هر وخت ستوماني: د امريکايي متخصيصنونو د بورډ غړي (جني سي ييپ) وايي: کله چې ستاسو ذهن ډېر بوخت وي، نو خپلې چارې تر هغه وخته ښې مخته وړلي شئ؛ څو مو چې ذهن نه وي ستومانه شوي، که حافظه پرله پسې بوخته وساتئ او په ذهن مو د ډېر تمرکز کولو ترڅنګ ورځنۍ ناخوالې او فشارونه ګډ کړئ، نو چارې به مو د هېڅ ګټور پلان پای ونه مومي. که تاسو تل ستومانه ياست او د ستړيا احساس کوئ، دا د ذهني ناروغېو يوه نښه بلل کېږي.

شپږم، په يو کار تمرکز نه کول: (يپ) وايي: ستاسو حيرانتيا کولای شي چې د حياتيژيکي يا بيولوژيکي توب غبرګون په حقيقت کې په تحليل توان راکم کړي، همداراز نوموړي ټينګار کوي، که تاسې اندېښمن او خفه ياست، نو په پيچلې يا حتی په ساده پروژو هم په بشپړ ډول ښه تمرکز نه شئ کولای.

اووم: ټوله شپه شبګير (بې خوبي) : خپل منفي فکرونه کولای شي ستاسې ذهن ستړي، بد او يا هم خراب کړي، که تاسې په سمه توګه خپل خوب منظم نه کړئ، نو د (( هايپټيکټيک))  پايله لرلی شي. کله چې هر څه پرسکون وي، په داسې حال کې چې تاسو پوهيږئ چې ستاسو فکر له اندېښنې او ځورونکو فکرونو سره ښکيل دی، دا په دې معنا ده چې ستاسو ذهني روغتيا داوطلبانه ده او تاسو بايد ددې حل لاره سمدلاسه پېدا کړئ.

که تاسو له پورته ستونزو سره مخ ياست، نو پورته لارښوونې
عملي کړئ؛ چې ذهني او رواني ستونزمو پا
ی ومومي.

    ژباړڼ: حضرت عثمان نوري  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha