صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | ذهني فشار مو څنګه چاغوي؟

ذهني فشار مو څنګه چاغوي؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

موږ ټول پوهېږو، چې د ډېرو کالوريو خوړل او د خوځښت په بڼه يې لږ سون زموږ د چاغوالي سبب کېږي او دا رښتيا ده، خو يوه پوښتنه بيا هم پر خپل ځای پاتې کېږي او هغه دا چې ولې له اړتيا ډېر خواړه خورو؟موږ په دې ښه پوهېږو، چې د کيک يا چاکليټ ديوې ټوټې خوړلو ته مو زړه کېږي، خو وروسته پرې پښېمانه يو، نو ولې يې بيا خورو؟ايا دا يوازې هوسېدل دي، لوږه ده او که نور مسايل هم په کې شته؟که څه هم پر ځان کنټرول خورا مهم دى، خو داسې غرونه غرونه دليلونه شته، چې اضطراب يا ذهني فشار د انسان د وزن ډېرېدو کې مهم رول لري.

د پرلپسې ذهني فشار حالت زموږ خوب ګډوډوي او په وينه کې د خوږې کچه له عادي حالته باسي او دغه حالت د دې سبب کېږي چې لوږه مو ډېره شي او خوړو ته مو اشتها زياته شي.دغسې خواړه بيا د خوب په ارامتيا او وينه کې د شکرې يا خوږو دکچې لا نور ګډوډ حالت رامنځته کوي. کله چې خبره تر دغه ځايه رسېږي د انسان په بدن کې د غير صحي غوړو يا وازدې کچه هم ډېرېږي او د دويمې درجې دايبيټيس يا شکرې ناروغۍ پر لور لاره پرانيستل کېږي.د دې لپاره چې وليدل شي بيا څه کېږي، (باور وکړئ زه يو ډاکټر يم) نومې د ډلې غړي ډاکټر ګايلس ياو د ليډز پوهنتون ساينسپوهانو په مرسته يوه له اضطرابه ډکه ورځ تېره کړه.د ليډز پوهنتون ساينسپوهانو له ډاکټر ياو نه د اعدادو او شمېرو ځينې پرلپسې پوښتنې پيل کړې، چې د (ماسټريشت اضطراب) يا ذهني نا ارامي ازموينه بلل کېږي.ډاکټر ياو پرله پسې تېروتنې کولې، چې د ده په څېر کسانو لپاره مضطربوونکې وي. وروسته يې د ده يو لاس په کنګل اوبو کې تر ډېره مهاله ونيو او له دې ازموينو مخکې او وروسته يې د ده په وينه کې د شکرې کچه معلومه کړه.کله چې موږ خواړه خورو، د خوږې کچه مو لوړيږي او د ګايلس په څېر روغو کسانو بدن کې د خوږې کچه ژر عادي حالت ته ګرځي،خو د ليډز پوهنتون ساينسپوهانو چې په لوی لاس ډاکټر ياو له ذهني فشار سره مخامخ کړ، په بدن کې يې عادي کچې ته د شکرې ګرځېدو درې ساعته وخت واخيست، چې د يوې مخکينۍ عادي ورځې په پرتله دغه وخت شپږ برابره ډېر دى.د دغه حالت په اړه ويل کېږي، چې د انسان بدن داسې حالت غوره کوي، چې ( فايټ ار فلايټ )  بلل کېږي. په دغه حالت کې بدن ګومان کوي حمله پرې شوې، وينې ته زيات ګلوکوز ورکوي، چې د بدن غړو ته د ( مقاومت ) لپاره ډېره انرژي ورسېږي.کله چې د انسان بدن انرژۍ ته اړتيا نه لري، بيا پانکراس يا لوز المعده انسولين شيندي چې د شکرې لوړه شوې کچه بېرته ټيټه شي.د انسولين لوړېدونکې او د خوږې ټيټېدونکې کچه مو بيا وږي کوي او دغه حالت مو د ذهني فشار په حالت کې د خوږې خوړلو ته اشتها ډېروي. کله چې مو د شپې مهال خوب ښه نه وي، بيا هم ورته حالت رامنځته کېږي.د اضطراب يا ذهني فشار حالت کمولو لپاره ماهرين د يوګا، مراقبه، بڼوالۍ، ورزش او يو شمېر نورو بوختوونکو کړنو تر څنګ په لومړی سر کې د شپې مهال د ارام خوب کولو مشوره ورکوي.ماهرين دا هم وايي: بايد دا وکتل شي، چې څه ډول ذهني بوختيا د چا لپاره مناسبه ده او بايد له هماغې لارې د ذهني فشار کمولو تمرين وشي.       

                          ډاکټر ميخايل موسلې

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha