صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | له پاكستان سره د سياسي او ديپلوماتيكو غونډو د بندېدا غوښتنه

له پاكستان سره د سياسي او ديپلوماتيكو غونډو د بندېدا غوښتنه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

كله چې افغان پلاوى له پاكستاني پلاوي سره په خبرو كې مثتبې پايلې ته بيا هم ونه رسېد او افغانستان يو ځل بيا د پاكستان د ناوړه سياست له امله تېر ايستل شو، نو په افغانستان كې ملي غوښتنه دا ده ،چې له پاكستان سره دې هر ډول راشه درشه او بې ځايه خبرې او مذاكرې بندې او د دې پر ځاى دې له ډيورنډ كرښې له هغو بېلو شويو پښتنو او بلوڅو وروڼو سره راشه درشه پراخه او د دوى د حقونو ملاتړ دې وشي،

   چې د پنجاب د ناوړې پاليسۍ ښكار او د هغوى د ترهګرۍ قرباني دي. سره له دې ،چې په اسلام آباد كې د لسګونو زرو پښتنو د حقونو د غوښتنې او پرې د پنجاب له خوا د ظلمونو د بندېدا لپاره په اسلام آباد كې له لاريونونو ملاتړ وشو او افغان ولسمشر د هغوى د دغه دريځ رسمي ملاتړ اعلام كړ، خو افغان ولس له خپل نظام او حكومته له دې هم ډېره لويه غوښتنه لري چې د خپلو محكومو وروڼو د پراخ او عملي ملاتړ لپاره دې عملي اقدام وكړي. د ولس او سياسيونو له انده دا به پر پنجاب او اسلام آباد نور فشار هم راوړي،چې د ترهګرۍ او اورپكۍ له ملاتړه لاس په سر شي. وايي : (( مځكه هغه سوځي ،چې اور پرې بل وي. )) له ډيورنډ كرښې پورې سر محكوم افغان وروڼه هم له لسګونو كلونو را په دې خوا څه د پرنګي د زبېښاك او څه د اوسني پاكستان د واكمن پنجاب له لاسه او څه هم د پنجابي ترهګرۍ له امله سخت ځپل شوي ،مشران ،ځوانان او مدني فعالين يې وژل شوي ،تري تم شوي او پنجابيانو له خپلو مېنو او كورونو وتلو ته اړ كړي او څوك يې چې په مخ كې درېدلي ،نو پرې يې د ترهګر ټاپه وهلې او له منځه يې وړي دي. دغه راز پنجابي ظالم د هغوى په كورونو او كليو كې د ترهګرۍ مركزونه جوړ كړي او له دې اوږه خالي كوي ،چې ګنې ترهګري په پاكستان كې نه ده، خو په حقيقت اوس ټوله نړۍ پوه ده ،چې ترهګر پاكستان دى او ترهګري يې د خپلو ناوړو موخو لپاره ساتلې ده. دې ټولو ته په كتو سره افغان حكومت بايد له خپلو دغو محكومو وروڼو سره خواخوږي وښيي ،ملاتړ يې وكړي او له حقونو يې دفاع وكړي، دا د ترهګرۍ پرضد د مبارزې مهمه لار او د ډيورنډ كرښې د له منځه وړلو د داعيې غوره پلان دى، افغان حكومت كولى شي، چې د دې لپاره نړيواله ټولنه هم له ځانه سره ملګرې كړي او په نړيواله كچه دې مبارزې ته رنګ وركړي. دا وړانديز په داسې حال كې كېږي، چې د افغانستان او اسلام آباد ترمنځ خبرې بيا هم د پنجاب د ناوړې پاليسۍ له امله ناكامې شوې دي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ د افغان او پاکستاني پلاوو په خبرو کې پر مهمو مسئلو پرمختګ نه دى کړى او دا خبرې ناکامې شوې دي. د پاکستان په بهرنيو چارو وزارت کې د افغان پاکستان د سولې او پيوستون لپاره د عمل پر پلان دوه ورځنۍ خبرې د /شنبه/ په ورځ له بند حالت سره مخ شوې، د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلاف وليدل شول او حتى دوى ونه کړى شول چې د خبرو په پاى کې ګډه اعلاميه خپره کړي. افغان لوري له اسلام آباده د ترورېستي ځالو پر ضد د عملي اقداماتو غوښتنه کوله ،خو پاکستان حاضر نه و چې کلکه ژمنه وکړي.ځينو پاکستاني رسنيو د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ويلي چې هغوى ټينګار درلود چې ټول افغان کډوال دې افغانستان ته ستانه شي ،چې په پاکستان کې د طالبانو پناهځايونه ختم شي، حال دا چې پاكستان خپله د ترهګرۍ ځالې پالي او تر خپل سيوري لاندې يې ساتلي دي! له همدې امله د افغانانو غوښتنه دا ده ،چې پاكستان ته دې نور وخت نه وركوي ،چې په دغو تېر ايستونكو غونډو او راشه درشه، نور هم مهلت تر لاسه او د امريكا او نړيوالې ټولنې له فشاره ځان وژغوري او يا هم دا بې پايلې غونډې او راشه درشه سبب شي ،چې هغوى هم افغان حكومت او هم امريكا او نړيواله ټولنه دوكه كړي. دا چې له ډيورنډ كرښې پورې سر پراته محكوم ولسونه هم د ترهګرۍ او اورپكۍ ښكار شوي او پرې د پنجابي ظلمونه همداسې روان دي، نو اړتيا ده ،چې د هغوى ملاتړ وشي، دا پنجاب تر نور فشار لاندې هم راولي او د افغانانو د پيوستون هڅو ته د بريا لارې پرانيزي. دا چې هم هلته او هم دلته ولسونه د پنجابي ترهګرۍ له امله قرباني وركوي، نو بايد د لر او بر ملت د پيوستون او يووالي لپاره هڅې وشي. دا له هغو بې ځايه غونډو او راشه درشه ډېر غوره كار او اقدام دى ،چې پاكستان پرې مهلت تر لاسه كوي او پرې له فشارونو ځان ژغوري. نو بايد پنجاب ته په لوى لاس نور هم وخت ورنه كړل شي او دا ملت له ترهګرۍ او لوى درد او په تېره بيا د تپل شوي پنجابي جګړې له اوره وساتي.

تميم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha