صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاكستان راكټي او توپچي بريدونه څه پيغام لري؟

د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاكستان راكټي او توپچي بريدونه څه پيغام لري؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

پرپاكستان دامريكا دزياتو فشارونو دراوړلو په پايله كې دپاكستان ددوه مخي، درواغجن اوتېري كوونكي هېواد جګپوړو پلاويو له يوې خوا دسولې او دعمل ديووالي په اړه په كابل او اسلام آباد كې دافغانستان له لوړ پوړو چارواكو سره په وروستيو خبرو كې دا ژمنه وكړه چې دافغانستان اوپاكستان په ګډون دسيمې دامنيتي،اقتصادي اوسياسي ثبات لوړ هدف ته درسېدلو له پاره به دترهګرو پرضد خپلومبارزو ته دوام وركړي اوله بلې خوا يې دخپلو دغه ډول ژمنو پرخلاف په افغانستان كې دامريكا، ناټو او داروپايې ټولنې په ګډون دنړيوالې ټولنې پوځي اوملكي حضور ته له كتو پرته او دغه راز له افغانستان سره دامريكا له اوږدمهالو لاسليك شويو ستراتيژيكي همكاريو اوامنيتي تړونونو سره سره بيا هم دكونړ په ګډون دهېواد پرځينو سرحدي سيمو دړندو توپونو او توغنديو ګوزارونه وكړل

   اوهم يې په پاكستان كې په افغان كډوالو پسې كوتكونه رااخيستي دي، ډبوي يې اوآن جېلونو ته يې پورى وهى چې دپاكستان دمكار او درواغجن هېواد دغه ډول ړندو بريدونو اونورو ظلمونودكابل_ اسلام آباد  وروستۍ خبرې هم له خاورو سره خاورې كړى، پرسولې د مينو خلكو زياتې كركې، غوسې ،اندېښنې ،نيوكې او پوښتنې يې را پارولي اوهغه يې سخت وغندل او محكوم يې كړل او دهغوى پرعاملينو يې زيات لعنتونه وويل:

د افغانستان د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د لوى رييس په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي په لومړي پړاو كې پاكستان ته د سفر پر مهال د كابل ښار د جمهوريت روغتون ترڅنګ د امبولانس بم د چاودنې، د جلال آباد په ښار كې د ماشومانو د ساتنې د نړيوالې خيريه موسسې پر يو مركز او د كابل په انتركانتيننتل هوټل، كندهار ، هلمند او همدارنګه نورو سيمو كې د بې ګناه، بې دفاع او مظلومو خلكو له ګڼې ګوڼې څخه په ډكو سيمو كې په خونړيو پېښو كې د پاكستان د تورمخو او مكارو استخباراتي او پوځي كړيو د لاس لرلو په تړاو باوري شواهد، اسناد او مدارك په اسلام آباد كې د دغه هېواد له لوړ پوړو پوځي، استخباراتي او ملكي چارواكو سره شريك كړل او بيا د پاكستان يو لوړ پوړي پوځي او ملكي پلاوي د افغاني پلاوي د يادو اسنادو او شواهدو له ارزونې وروسته كابل ته د سفر پر مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له چارواكو سره د يادو شواهدو او اسنادو په اړه خبرې وكړې  اوبيا د دويم ځل له پاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حكمت خليل كرزي په مشرۍ دويم جګپوړى پلاوى هم د تېرې جمعې په ورځ پاكستان ته سفر وكړ او د يادو شواهدو او همدارنګه د سولې او يووالي د عمل په اړه يې د دواړو اړخونو په تېره بيا د پاكستان د ژمنو پر پلي كولو بحث او خبرې وكړې او پاكستاني لورې د دې له پاره چې په خپلې ډېرې مكارۍ او غدارۍ سره په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو د وژلو له پاره د طالبانو،  حقاني شبكې، القاعده، داعش او لشكر طيبه په څېر د خپلو روزل شويو تروريستي ډلو له وحشيانه او خونړيو بريدونو څخه د امريكا پاملرنه بلې خوا ته واړوي او له بلې خوا خپل هېواد او خپل روزل شوي ترهګر د امريكا د پوځي ستراتېژۍ د پلي كولو او د امريكا د نورو زياتو اقتصادي او پوځي فشارونو او خبرداريو له خطرونو وژغوري، دا ځل يې هم د تېر په څېر د سولې او يووالي د عمل په اړه له افغاني چارواكو سره دسولې له پاره دمرستې ژمنه وكړه  چې له دې لارې امريكا بيا د خپلو شومو موخو ښكار كړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سولې او يووالي د عمل په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستيو خبرو د پلي كولو په برخه كې د پاكستان د پنجابي واكمنانو د ژمنو په غبرګون كې په زغرده دا ويلي دي چې نور په خالي ژمنو د پاکستان له لوري د وخت د ضاىع کولو مرحله پاى ته رسېدلې ده.د دغه وزارت وىاند شکىب مستغني د تېرې پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډىو ته ووىل: له پاکستان سره د خبرو تازه پىل شوې لړۍ له پخوانىو سره ډېر توپىر لري. د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د ژمنې پر ځاى عمل او د ملامتۍ منل هغه پرمختګونه دي چې د خبرو په دغې دوره کې رامنځته شوي دي.دى وايي: (( افغانستان نور د دې  وخت نهلري چې د اسنادو په تدوىن، تصوىب او ىا هم دې ته ورته مواردو کې ىې ضاىع کړي، ىوازې هغه څه چې موږ ىې تمه لرو هغه  دپاكستان رښتيني عملي اقدامات دي. د افغانستان غوښتنې په واضح توګه له پاکستان سره مطرح شوي اواوس د دې موقع رارسېدلې چې پاکستانى لورى پرې عمل وکړي.)) له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنىت لوى ريىس او د کورنىو چارو وزىر هم د پاکستان له پوځي او استخباراتي چارواکو سره په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې د موجودىت په اړه د اسنادو د شرىکولو په هدف اسلاماباد ته تللي وو.د ملي امنىت لوى ريىس معصوم ستانکزي له پاکستانه له راسنتېدو وروسته رسنىو ته ووىل: پاکستان دا ومنله چې خاوره‌ىې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.د کابل او اسلامآباد ترمنځ د پلاويو د تګ راتګ لړۍ له هغې وروسته ګړندۍ شوې چې په کابل او ىو شمېر نورو ولاىتونو کې خونړۍ حملې وشوې.افغان حکومت وايي: ىادې حملې حقاني شبکې کړي، هغه شبکه چې پاکستان‌ىې په ملاتړ تورنېږي.د سىاسي چارو ىو شمېر کارپوهان بىا وايي: پاکستان په کابل کې له خونړىو حملو وروسته تر سخت فشار لاندې دى. که پر پاکستان د نړىوالې ټولنې او په خاصه توګه د امرىکا فشارونه دوام ومومي، نو هرو مرو به دغه هېواد ىادو فشارونو ته غاړه کېږدي. پر پاکستان د امرىکا فشار که هغه د افغانستان له آدرسه وي او ىا هم د نړىوال سىاست له آدرسه، په ټوله کې به له هرې زاوىې دغه ډول فشارونه د دې لامل شي چې دغه هېواد ىادو فشارونو ته تسلىم شي.)) د ترهګرۍ پر وړاندې د رښتىنې مبارزې په برخه کې د پاکستان پر ژمنو باور کول له خوش باورۍ پرته بل څه نهشي کېداى، خو اوس داسې برېښي چې نړىوال پر پاکستان د فشار راوړلو په برخه کې جدي دي او له دې ور هاخوا خبرې به د وخت له ضايع كولو پرته كومه مثبته پايله راونه نغاړي. اړينه ده چې نړيواله ټولنه بايد له دې وروسته دسولې په اړه دپاكستان دشويو ژمنو دپلي كولو له پاره له دغه خپلسري، محرك، مخرب او درواغجن هېواد څخه تضمينونه واخلي.

شاولي قرار  شينوارى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha