صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د افغانستان د خلكو پرمخ بايد د سولې دروازې ونه تړل شي

د افغانستان د خلكو پرمخ بايد د سولې دروازې ونه تړل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

سمېع الله سمېع لومړۍ برخه

 كله چې دامريكا ولسمشر ډونالډټرمپ د ۱۳۹۶ ل كال دزمري په ۳۱ مه دسه شنبې په و رځ داګست په ۲۲ تمه له ۷ مياشتو وروسته دافغانستان اوجنوبي آسيا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان كړه، نوپاكستان دامريكا ترډېرو فشار ونو لاندې راغى ، داځكه چې په نوموړي ستراتېژۍ كې ترمپ داخبره په ډاګه وكړه چې دترهګرو پټنځايونه په پاكستان كې دي او له پاكستان څخه يې په كلكه وغوښتل چې دترهګرو پر ضد غوڅه مبارزه وكړي. دډونالډ ټرمپ په نوې ستراتېژۍ كې له هند څخه مننه وشوه، چې دافغانستان په بيارغاونه كې يې ډېره مرسته كړيده. له هند څخه په مننې پاكستان دامريكا په وړاندې له قهر اوغوسې څخه ډك غبرګون وښوده اوپاكستان له خپلو ملګرو يعنې چين او روسيى سره يوځاى له امريكا څخه غوښتل چې له افغانستان څخه خپل عسكر وباسي دناټو عمومي منشي هم دامريكا له نوې ستراتېژۍ څخه خپل ملاتړ څرګند كړ.اوله دې سره يو ځاى بريتانيا هم دامريكا له نوې ستراتېژۍ څخه خپل ملاتړ ښكاره كړ، خو طالبانو دافغانستان اوجنوبي آسيا لپاره دامريكا نوې ستراتېژي وغندله  او وې ويل: كه امريكا له افغانستان څخه خپل عسكرونه باسي، نو افغانستان به دامريكايانو په هديره بدل كړي.  دملي يووالي حكومت مشرانو ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه رييس ډاكترعبدالله عبدالله دافغانستان اوجنوبي آسيا لپاره دامريكا دولسمشر ټرمپ له ستراتېژۍ څخه خپل ملاتړ ښكاره كړ اووې ويل چې دايوه مناسبه او بشپړه ستراتېژۍ ده.دنوموړې ستراتېژۍ له اعلان سره جوخت دامريكا د بهرنيو چارو وزير ريكس ټيلرسن په تيلفون كې دپاكستان دبهرنيو چارو له وزير خواجه آصف څخه وغوښتل چې نور دترورېستانو له ملاتړ او روزنې څخه لاس واخلي.  دامريكا د نوې ستراتېژۍ له اعلانېدو را وروسته دامريكا ددفاع وزير جنرال جيمز مټيس دملي امنيت سلاكار جنرال مك مستر، دامريكا دبهرنيو چارو وزير ريكس ټيلرسن اونور لوړ پوړي چارواكي په پرله پسې ډول كابل ته راغلل او دملي يووالي دحكومت له مشرانو سره يې دنوموړى ستراتېژۍ دعملي كولو په برخه كې خبرې وكړې اوهم يې ورته خبرې په اسلام آباد كې دپاكستان له حكومت سره وكړې اوپاكستانيان يې دې ته تشويق كړل چې دترورېستانو له ملاتړ او روزنې څخه لاس واخلي اوپه افغانستان كې دسولې راوستلو لپاره دې خپل مثبت رول ولوبوي.دامريكا له دغه رنگه هلو ځلو اوفشارونو سره سره پاكستان دترورېستانو دروزنې او ملاتړ په برخه كې كوم بدلون رانه وست، بلكې جګړه يې دافغانستان ټولو ولايتونو ته وغځوله او دځانمرګو بريدونو شمېر يې لا زيات كړ، چې له نوموړو بريدونو څخه دوږى په درېمه دكابل د دقلعه نجارانو په سيمه كې په امام زمان جومات كې ځانمرګى بريد ، دكابل په دوهم مكروريان كې د كابلبانك پرنمايندگۍ  ځانمرگى بريد، دحامدكرزي پر نړيوال هوايي ډگر بريد ، د كابل دقلعه فتح الله  پرجماعت خانې بريد ، دپكتيا دګردېز په ښار كې پر امنيه قوماندانى بريد، دكندهار پرميوند ولسوالۍ ديوموټر بم بريد، په وزيراكبرخان مينه كې ځانمرگى بريد، پرشمشاد خصوصي تلويزيون دترورېستانو ډله ييز بريد، دكندهار په ميوند ولسوالۍ كې پر يوشمېر پوستو دطالبانو ډله ييز بريد، دخيرخانې مېنې په يوهوټل كې دعطامحمدنور پر پلويانو ځانمرگي بريد ، په قمبر څلورلارې كې د ملي امنيت پر تعليمي مركز ډله ييز بريد،دكندهار  په ميوند و  لسوالۍ كې پر امنيه قوماندان دموټر بم بريد، په هلمند كې دپوليسو پر يو كاروان ځانمرګى بريد دكابل ښارپه شپږمه ناحيه كې پرتبيان  فرهنگي مركز ځانمرګى بريد او دننگرهار په بهسودوكې پر جنازې ځانمرګى  بريد، چې نوموړي بريدونه دامريكا دنوې ستراتېژۍ له اعلانېدو راوروسته دنوي ۲۰۱۸ ميلادي كال له پيل كېدلو مخكې سرته رسېدلي وو شمېريې ۱۵ بريدونوته رسيده،  چې په نوموړو بريدونوكې په سلګونو تنه د بېگناه افغانانو ، ماشومانو اوښځو په ګډون شهيدان او ټپيان شوي وو.دلته داخبره بايد هېره نه كړو چې په افغانستان كې د ۲۰۱۷ م كال په بهير كې استخباراتي شبكو دخپلو ناروا پلانونو دترسره كولو لپاره استخباراتي جګړه پرمخ بيوله ، چې ددغې جګړې په بهير كې پاكستان دامريكا له فشارونو دخلاصون لپاره له چين ،ايران او روسيى سره دطالبانو په سرسياسي تجارت پيل كړاود طالبانو مشران يې دې ته وهڅول چې دايران ، روسيې اوچين له پوځي اومالي مرستو څخه ګټه واخلي. په دغه بهير كې په مسكو كې درې اړخيزې اوشپږ اړخيزې غونډې جوړې شوې او له نوي ۲۰۱۸ م كال نه مخكې دمرغومې په پنځمه په بيجينگ كې دافغانستان، پاكستان اوچين دبهرنيو چارو دوزيرانو ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړه شوه . روسيې له طالبانو سره په ناسته او ولاړه كې داخبره كوله چې دوى طالبان په افغانستان كې دسولې دراوستلو لپاره هڅوي ،خوپه خپله امريكا داخبره كوله چې ايران، روسيه اوچين له طالبانو سره پوځي مرستې كوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha