صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | امريكايي ځواكونه بايد پر ترهګرو ډلو خپل هوايي او مځكني بريدونه لا سخت كړي

امريكايي ځواكونه بايد پر ترهګرو ډلو خپل هوايي او مځكني بريدونه لا سخت كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

داچې وسله وال طالبان د خپلو بادارانو پر مټ تل هڅه کوي چې د افغان امنيتي ځواکونو او امريکايي سرتېرو په مقابل کې په جګړه کې بريالي شي، خو دوی لا د جګړې په ډګر کې له زوال او د افغان زړورو امنيتي ځواکونو له ځواله مرګ ژوبلې سره مخ شوي دي.په داسې حال کې چې افغان امنيتي ځواکونه د امريکا، ناټو او نړيوالې ټولنې په هلو ځلو ورځ تر بلې پياوړي کېږي

او د دوی جنګي تګلاره له دفاعي نه تعرضي حالت ته لوړه شوې ده او ورځ تر بلې د پياوړتيا په حال کې دي او دوی په هوايي برخه کې هم په پوره مهارت زده کړې ترلاسه کوي. په هر صورت په اوسني وخت کې ټولو ته مالومه ده چې وسله وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، نو دوی کوښښ کوي چې د خپلو ماتو غچ له بېګناه او مظلومو افغانانو واخلي ، دوی ځانمرګو او غلچکي بريدونو ته مخه کوي او غواړي چې دافغانانو په شهيدانولو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وي نړۍ ته ځان لوړ او خپل مورال قوي وښيي، په داسې حال کې چې همدا بريدونه يې د ناکامۍ نښه ده او خدای (( ج )) ته اميد شته چې ۲۰۱۸ميلادي کال د افغان امنيتي ځواکونو د برياليتوب او د دوی د شرمېدلې ناکامۍ کال وي. که څه هم د دوی په تمويل او تجهيز کې ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان، ايران او روسيه مستقيمه برخه لري چې له مخې يې پاکستان اوس په نړيواله کچه ملامت شوی هم دی او د امريکا تر سختو فشارونو لاندې دی خو له فشارونو سره سره بيا هم له وسله والو طالبانو ، حقاني شبکې، القاعده او نورو ترهګرو لاس نه اخلي. که څه هم ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټوېټر پاڼه کې پاکستان ته وروستۍ او جدي کوتڅنډنه کړې وه او ترې غوښتي يې ، چې د ترهګرو د ځپلو لپاره رښتينې مبارزه پيل کړي که نه نو خپله به د طالبانو او نورو ترهګرو په ځپلو کې لاس په کارشي او د دوی پر ضد به جګړه و ګټي او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به د دوی ځالې له منځه يوسي، چې هماغسې وشول او په دې وروستيو مياشتو کې امريکايي ځواکونو د افغانستان په شمال کې د چىن او تاجکستان پولو ته څېرمه د وسله والو طالبانو د روزنې مرکزونه او د ختىځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د ترورېستي سازمان ملاتړ کوونکې شبکې تر هوايي برىدونو لاندې نىولي دي. دغه برىدونه له افغانستان سره مرسته کوي، ترڅو خپل ګاونډىان په دې قانع کړي چې خاوره ىې د هغو ترورېستانو لپاره خوندي ځاى نه دى چې غواړي د دغه هېواد  له پولو  په ګاونډىو هېوادونو کې عملىات وکړي. په دې اړه  په يوه خپاره شوي بىان کې د امرىکاىي ځواکونو قوماندان  جنرال جان نىکلسن ويلي: (( دلته د هېڅ ىوې ترورېستي ډلې لپاره خوندي ځاى نه شته، موږ چې دوى په هر ځاى کې ووىنو، په نښه به ىې کړو. موږ به په ټول هېواد کې د دوى تعقىب ته دوام ورکړو.))  د ختىځ ترکستان اسلامي غورځنګ ىو داسې ترورېستي سازمان دى چې د چىن په لوېدىځ کې د ايغور توکم په بىلتون پالو ډلو کې رىښې لري.د ختىځ ترکستان د اسلامي غورځنګ جنګىالي په افغانستان کې د القاعده او وسله والو طالبانو په لىکو کې جنګېدلي دي او په چىن کې د ننه او بهر په څو بېلابېلو ترورېستي فعالىتونو کې د ښکېلتىا له کبله ګرم بلل شوي دي.د ۲۰۰۲ مىلادي کال په مې مىاشت کې د ختىځ ترکستان د اسلامي غورځنګ دوو غړو چې په قرغستان کې ىې د امرىکا پر سفارت د برىد پلان درلود له قرغزستان نه چىن ته ډىپورټ کړاى شول.دوى په بدخشان او په ټوله سرحدي سىمه کې د وسله والو طالبانو ملاتړ له ځانه سره درلود او چىن ته ىې ىو امنىتي ګواښ پېښ کړى و.په بىان کې وىل شوي چې په وروستىو مىاشتو کې په شمال کې د طالبانو، داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد چې هڅه کوي په شمال کې ځان ته ىو خوندي ځاى ومومي د افغان دفاعي او امنىتي ځواکونو عملىات زىات شوي دي. افغان  کوماندوىي ځواکونوله ۲۰۹ شاهىن قول اردو سره په نږدې همغږۍ کې د کندز ښار په شمال کې وسله والو طالبانو ته د دوى په مرکزونو کې ماتې ورکړه او د کندز ښار ىې د وسلهوالو له ګواښه خوندي کړ.د امرىکاىي ځواکونو د هواىي عملىاتو د قوماندان مرستىال جنرال جېمز هکر د فبرورۍ مىاشتې په اوومه نېټه په ىوه خبري غونډه کې ووىل ، چې جنګ دافکارو ازماىښت دى او د جګړې په ډګر کې افغان ځواكونه د هرې ورځې په تېرېدو سره لا غښتلى کېږي. دغه ګډ پوځي عمليات په داسې حال کې پيل شول چې په اړه يې تېره اوونۍ په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي و: د هېواد په شمال کې يې د اورپکو د عوايدو د سرچينو، روزنيزو ځايونو او ملاتړو شبکو د له منځه وړلو لپاره د دقيقو بريدونو لړۍ پيل کړې او امريکايي ځواکونو په بدخشان کې د طالبانو پر روزنځايو هوايي بريدونه پيل کړل چې هدف يې د چين او تاجکستان پولو ته څېرمه د ترورېستي فعاليتونو له منځه وړل دي.دغه ځواکونه وايي: په بريدونو کې يې هغه امنيتي تجهيزات له منځه وړي، چې طالبانو له افغان امنيتي ځواکونو نيولي وو.د اعلاميې له مخې په دغو بريدونو کې بي ۵۲ هدف ويشتونکې الوتکې هم کارول شوې او د طالب جنګياليو پر مورچلو يې ۲۴ دقيق هدف ويشتونکي بريدونه کړي.بي ۵۲ الوتکو له تېرو شاوخوا دوو لسيزو راهيسې په عملياتو کې مهم رول لوبولى دى.وړاندې د افغانستان په سوېلي ولايتونو، په تېره بيا هلمند کې د اورپکو پرضد له بې پيلوټه او بي ۵۲ الوتکو ډېره ګټه اخيستل کېده.امريکايي ځواکونه وايي: په هلمند کې هم دوی د وسله والو طالبانو د ملاتړو شبکو د ويجاړولو لپاره هوايي بريدونه کړي، چې تر ډېره يې هڅه د نېشه يي توکو د ناقانونه کاروبار په څېر د هغوی د عايداتي سرچينو له منځه وړل وو. سرچينه زياتوي: د تېر ۲۰۱۷ م کال په نومبر مياشت کې يې د طالبانو د عايداتي سرچينو د له منځه وړلو په موخه هوايي بريدونه پيل کړي او تر اوسه يې د شاوخوا ۳۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د هغوی عايداتي سرچينې ويجاړې کړې دي. په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي: (( طالبان نور د پټېدو ځای نه لري. نور به د هغو ترهګرو ډلو هېڅ پټنځای پاتې  نه شي چې دغه هېواد ته زيان اړوي او ويجاړوي يې.)) جنرال نيکولسن وايي: (( طالبان نور د جګړې ګټلو توان نه لري هغوی اوس ولسي وګړو ته زيان رسوي،  دوی اوس يوازې بې ګناه خلک وژني او هغه څه ويجاړوي چې نورو خلکو ودان کړي دي.)) په هر صورت داچې وسله وال طالبان له جګړې لاس نه اخلي او ګاونډي هېوادونه هم هڅه کوي چې د ځان د خلاصون لپاره د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې ورته پټنځايونه او روزنځايونه جوړ کړي ،خو دوی به دا ارمان ګور ته يوسي او له خاورو سره به خاورې شي، دا ځکه چې نور طالبانو ته دا مجال نه شته چې په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي او د افغان امنيتي ځواکونو او امريکا پرضد خپله ناوړې جګړه مخ ته بوزي، نو امريکا ، ناټو او نړيوالې ټولنې ته په کار ده چې د دوی په مرکزونواو پټنځايونو دوامدارې هوايي حملې وکړي او د جګړې اوسنی بهير ورته لاسخت او ګړندی کړي تر څو د جګړې زور ورته مالوم شي او له جګړې لاس واخلي او يا د تل لپاره د مځکې له سره ورک شي ، ترڅو نه يوازې افغانستان، بلکې سيمه او نړۍ د دوی له شره خوندي او په امان شي.

ر ـ ساحل


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha