صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په اسلام آباد کې ستر لاريون ناکام و که کامياب؟

په اسلام آباد کې ستر لاريون ناکام و که کامياب؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

پښتنو په اسلام آباد کې په برياليتوب خپلې غوښتنې د عدم تشدد له لارې پر چارواکو ومنلې. د څلورو اوونيو وخت يې له پاکستاني چارواکو واخيست، که يې غوښتنې په دې ترڅ کې ونه منل شوې بيا سره راغونډېږي او خپل حق به ترلاسه کوي.په اسلام آباد کې د پښتنو د ستر لاريون يوه مشر منظور احمد پښتين وويل چې حکومت دوى ته ليک سپارلى او په هغه کې يې ژمنه کړې چې د يوې مياشتې په موده کې به يې ټولې غوښتنې ومني.پښتين زياته کړه که يې چېرته په دې يوې مياشتې کې غوښتنې ونه منل شوې،

 بيا به احتجاج کوي خو د ده دا خبره له ګواښه ډکه وه، چې ويې ويل، بل ځل به د بلوڅانو په څېر هڅې کوي. بلوڅان له څو کلونو راپه دې خوا د بلوچستان د آزادۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي.دا احتجاج د جنورۍ په ۲۶ مه له بنو شرووع شو، بيا د کوهاټ او پېښور له لارې تر اسلام آباده ورسېد. د فبرورۍ په لومړۍ نيټه د غونډې برخه والو د اسلام آباد پرېس کلب مخې ته واړول.د پښتنو د لاريون د پاى ته رسېدو پرېکړې ته په دوه نظره کتل کېداى شي:

يو: ښايي اسلام آباد داسې فکر کوي چې يوه مياشت ډېر وخت دى بيا به پښتانه داسې يولاس سره راغونډ نه شيدوه: ښايي يوه مياشت وروسته د پښتنو احتجاجونه نور هم زور واخليممکن ډېر دا باور وکړي چې د اسلام آباد مشران په تېرو نږدې دوو لسيزوو کې تل په غولوونکي سياست کې بريالي شوي دي، خو بل لور ته دا سوال مهم دى چې د ( لانګ مارش) له لارې پښتنو څه ترلاسه کړي او په موقت ډول يې له پاى ته رسولو سره څه له لاسه ورکړي دي؟؟له اسلام آباده وروسته په ډېرو سيمو ، سوات، لواړګي، بنو، کوټې، کابل…او يو شمېر نورو سيمو کې د اسلام آباد د غونډې په ملاتړ غونډې وشوې. ان د ملاتړ د غونډو لړۍ تر اروپا، استراليا او امريکا خوره شوه، بل ځل به اعتراضونه چې مخکې له  مخکې پرې اسلام آباد خبر هم وي داسې رنګين نه وي. که داسې وشول د پښتنو دغه سترپاڅون به د خپل هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلى وي، خو که چېرته همداسې وشول بيا هم که ورته وکتل شي دغې سترې غونډې د فبرورۍ له لومړۍ راپه دې خوا په اسلام آباد کې خپل رښتونى هدف ترلاسه کړى دى.

د دې غونډې له لارې د بېلابېلو سيمو پښتنو خپلې ستونزې له يوه بل سره شريکې کړې. د قبايلو خلکو نورو پښتنو ته وويل چې زه هم په مدرسه کې د ترهګر په نوم وژل شوى يم، هم په  ښوونځي کې، هم په دفتر کې، هم پر لاره…د پيغامونو د شراکت ترڅنګ پښتنو دا خبره هم د يوه بل تر غوږونو ورسوله چې د اسلام آباد تر واک لاندې سيمه کې پښتون ته په څه سترګه کتل کېږي او اصلي علت يې پنجاب دى.بل لور ته د اسلام آباد په ستر لاريون کې پښتنو نړيوالو ته يو مهم پيغام ورساوه، دوى دا ورته ثابته کړه چې په لسو ورځو کې يې داسې اعتراض وکړ چې نه پکې د چا پوزه وينې شوه، نه پکې چاته ښکنځلې وشوې، نه پکې بې نظمي راغله او په دې غونډو کې د پښتنو د مېرمنو او نجونو پراخه برخه وه.په تېرو نږدې دوو لسيزو کې نړيوالو رسنيو ته چې وکتل شي، نو پښتنو ته پکې په دې سترګه کتل شوې چې دوى ترهګر دي، خپلې نجونې او ښځې هم نه پرېږدي چې له کوره راووځي او د يوه انسان په توګه ژوند وکړي.د اسلام آباد غونډې له  پاى ته رسېدو يوه ورځ مخکې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دا پيغام چې دا پښتانه په سيمه کې د بنسټپالنې د پاى ته رسېدو لپاره او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره راغونډ شوې دي، دغه اعتراض ته نوى رنګ ورکړ.له دې مخکې د اعتراض کوونکو غوښتنې  دا وې چې په کراچۍ کې د جنورۍ په ۳ مه د نقيب الله مسود قاتل راو انور چې خپله پوليس دى ونيسي، له محکمې پرته دې د پښتنو د وژلو لړۍ پاى ته ورسېږي، ترى تم شوي پښتانه دې پيدا شي، له قبايلي سيمو دې ماينونه پاک شي او د امنيتي ځواکونو له لوري دې له دوى سره غيرانساني چلند پاى ته ورسېږي، خو د ولسمشر غني له پيغام وروسته چې په کوټه کې کوم احتجاج وشو په هغه کې پر دې ټينګار وشو چې ترهګرو او پنجاب ته نه ووايي.د اسلام آباد لاريون پښتنو ته يو ځل بيا د باچا خان نظريه ثابته کړه چې د عدم تشدد له لارې که لاس يو کړي خپل هدف ترلاسه کولى شي، خو که چېرته په ۴ اوونيو کې د پاکستان دننه او په قبايلو کې د دوى غوښتنې ونه منل شوې بيا به هم د عدم تشدد له لارې د اسلام آباد واکمنان مجبورشي چې دوى
ته ليک ورکړي؟دا هغه سوال دى چې يوه مياشت بايد ورته منتظر پاتې شو، خو په دې يوې مياشت کې که چېرته پښتانه غواړي چې خپلې ستونزې هوارې کړي، نو په کار ده چې د فېسبوک او نورو ډله ييزو رسنيو له لارې د خپلو حقونو مسئله
ژوندۍ وساتي او د مياشتې تر آخره انتظار نه شي.د فيسبوک له لارې دوى کولى شي چې د خپلو سيمو د تشدد ويډيوګانې خپرې اود خپلو سيمو خلک منظم کړي. که له چا سره زياتى وشو ژر يې په اړه په ډله ييزو رسنيو کې معلومات شريک کړي دا او دې ته ورته سوله ييزې هڅې بايد تر هغه وخته زياتې شي چې د پښتنو هڅې له بلوچانو سره څنګ په څنګ موازي کېږي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha