صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د پاكستان تورمخي پنجابي واكمنان پرپښتنو د ترهګروټاپه لګوي او بيايې وژني

د پاكستان تورمخي پنجابي واكمنان پرپښتنو د ترهګروټاپه لګوي او بيايې وژني

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په ۱۹۴۷ زېږديز کال کې د وخت انګليسي استعمار له خوا د جوړ شوي مصنوعي او ګوډاګي هېواد تور مخو او درواغجنو پنجابي واکمنانو تل داناوړه هڅې کړې . او کوي يې، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو،افغان ځواکونو او نورو کورنيو او بهرنيو اتباعو د وژلو او داسې نورو اسلامي ضد،انساني ضد او ترقۍ ضد عملونو دسرته رسولو لپاره ،د طالبانو ، حقاني شبکې ،القاعده او داعش په ګډون دخپلو روزل شويو وحشي صفتو ترورېستی ډلو، پېرودل شويو اجيرانو او مزدورانو له ځانمرګو او غلچکي بريدونو اوبمي چاودنو څخه دامريکا ،ناټو او اروپا په ګډون د نړيوالې ټولنې پاملرنه بل لوري ته واړوي

   او دخپلو زياتو مکاريو اوغداريو په لومو کې يې ونښلوي او ويې لوبوي او دلنګې غوا په څېر له امريکا څخه نورې مرستې او کمېشنونه هم ترلاسه کړي، نو پاکستان دخپلو دغه ډول ناوړو موخو دترلاسه کولو لپاره په ۱۸۹۳ زېږديزکال کې د لرو او برو پښتنو په ګډون پر افغانانو دتپل شوې کرغېړنې او منحوسې کرښې هغې غاړې ته دشمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان ،بلوچستان، خيبرپښتونخوا او پېښور په سيمو کې د پښتنو او بلوڅو د محکومو او ملتپالو ولسونو د ځپلو او دغه راز دهغوی پر کورونو ،دېرو،حجرو، جوماتونو، باغونو او کروندو خپلو بې شرمانه، وحشيانه او بې رحمانه هوايي او مځکنيو بريدونو ته تل لاس اچولی ، درنو مرګ ژوبلو کډوالۍ اوبې ځايه کېدو ته يې اړ کړي اود هغوى حقوق يې تل پرپښو لاندې كړي دي چې د ثبوت څرګنده بېلګه يې دافغانستان دخوست په ولايت کې د پښتنو اوبلوڅو دقبايلي سيمو كډوالۍ دي چې څه موده وړاندې په پاکستان کې دپښتنو او بلوڅو پرضد دپاکستان د تور مخو پنجابي واکمنانو د زياتو ظلمونو او بې رحمانه تېريو او وحشيانه بريدونو دغندلو لپاره دخوست لارو او کوڅوته راووتل مظاهرې يې وکړې او په ترڅ کې يې په پاکستان کې دپښتنو او بلوڅو ولسونود ځورونو په اړه دپاکستان دپنجابي واکمنانو پرضد شعارونه ورکړل او همدارنګه يې ددې ترڅنګ په پاكستان كې هم د پښتنو اوبلوڅود قومونو ،قبيلو او توکمونو مشران ،سپين ږيري او مخور لارو او کوڅو ته راووتل اوپه مظاهرو کې يې په دغه خپلسري ،تېري کوونکي او مکار هېواد پاكستان کې پرپښتنو او بلوڅو ولسونو ددغه دوه مخي تور مخي او درواغجن هېواد د پنجابي واکمنانو پرله پسې وحشيانه اوبې رحمانه تېري سخت وغندل ،محکوم يې کړل او په کلکه يې غوښتنه ترې وکړه چې نور دې پر پښتنو او بلوڅو ولسونو خپلو تېريو ته دپای ټکی کېږدي اوله دې  پرته به دپښتنو او بلوڅو ولسونو له خوا هم له ورته غبرګونونو سره مخ شي او دانګليسي استعمار دتېري کوونکو انګرېزانو له برخليک سره به يې مخ کړي او دخپلو لرو اوبرو پښتنو او بلوڅو مبارزينو د آزادۍ غوښتونکو دوينو غچ به له دغو تور مخو پنجابيانو واخلي.

لكه چې دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني هم په پاكستان كې د بښتنو او بلوڅو ولسونو پرضد ددغه هېواد دتور مخو،دوه مخو اوتېري كوونكو پنجابي واكمنانو دوحشيانه تېريو دغندلو اومحكومولو په اړه دپښتنو قومونو،قبيلو او توكمونو دمشرانو،مخورو او ځوانانو ملاتړوكړ اوپه اړه يې په خپله ټوىټرپاڼه کې داسې لىکلي چې پښتانه له افراطىت او ترهګرۍ ستومانه شوي او دا مدني لارىون ىې پىل کړى دى.ښاغلي غني وىلي چې د پښتنو د دې مدني او سوله ىىز حرکت ملاتړ کوي او د ترورىزم او افراطىت پر ضد ىې ګټور ګام بولي.له شاوخوا لسو ورځو راهىسې په زرګونو پښتانه په اسلام اباد کې راغونډ شوي او د پښتنو خلاف په پاکستان کې د ظلمونو او بې عدالتىو د پاى ته رسېدو لپاره د حکومت د اقداماتو غوښتنه کوي.ولسمشر غني د دغو احتجاج کوونکو حرکت ته په اشارې وىلي چې هغوى د عدم تشدد د فسلفې پىروي کړې او د فخر افغان ستر پاچاخان پر ګامونو ىې پل اىښى دى.د افغانستان ولسمشر د پښتنو اعتراض کوونکو حرکت د تشدد پر ضد هڅه بللې او له نړىوالو رسنىو ىې غوښتي چې د پښتنو دا عدالت غوښتونکى ږغ بدرګه کړي.د پښتنو د روان لارىون پراخوالي او جدىت ته په کتو د پاکستان رسنىو هڅه کړې چې هغه زىات منعکس نه کړي.دغه راز د سولې په برخه كې د نوبل د نړىوالې جاىزې ګټونکې ملالې ىوسفزۍ هم له  دې لارىون څخه ملاتړ اعلان کړ..همداراز د خىبر پښتونخوا او نورو سىمو ګڼو ښځو، مدني او سىاسي فعالانو هم په لارىون کې ګډون وکړ او ملاتړ ىې ورڅخه څرګند کړ.

شاولي قرار

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha