صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | راځئ د خپل ګران هېواد افغانستان د پرمختګ تكل او همت وكړو

راځئ د خپل ګران هېواد افغانستان د پرمختګ تكل او همت وكړو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

الله تعالى انسانانو ته د كار او نېكو هلو ځلو ځواك وركړى ، ترڅو له هغو سترو استعدادونو څخه په كار اخېستو،چې الله تعالى وركړي يو د بل مټ او بازو شي. همدارنګه د يو بل په ملاتړ د خپلو نيمګړتيا وو د پوره كولو لپاره هلې ځلې وكړي او د يو بل كلك ملاتړې او همكارشي .ددغې سترې موخې په شتون كې د هرې ټولنې وګړي د خپلو ټولنو د پرمختګ او د بسيا ژوند د رامنځ ته كولو په هيله خپل وخت

خوشې نه تېروي، بلكې تل هڅه كوي چې د خپلو ټولنو لپاره د خدمت مصدر وګرځي او ټولنه له  بسيا ژوند سره مخامخ په كړي. زياتو ټولنو كې خلك هڅه كوي چې د خپلو خلكو د زيار او زحمت له پايلې او عايداتو څخه ګټه واخلي. د باندنيو توليداتو پر ځاى د خپلې ټولنې توليدات وكاروي او خپلې پيسې د خپلو  اړتيا وړ موادو په توليد كې په كار واچوي او په دې توګه خپل هېواد د پرمختګ جوګه كړي د دغې سترې موخې د ترلاسه كولو په خاطر د ټولنې ټولو غړو ته په كار دي چې خپل د اړتياوړ هغه توكي وپېري او واخلي چې دننه په هېواد كې توليد شوي وي. د هېواد د توليداتو په شتون كې د نورو هېوادونو له توليداتو څخه كار اخيستل د هغو خلكو كار وي چې د خپل هېواد له پرمختګ سره هېڅ مينه او علاقه نه لري، دغسې خلك له خپل وطن او خلكو سره جفا كوي او په لوى لاس ځان پردى كوي.زموږ ټولنې د خپل هېواد د پرمختګ تكل كړى او دا هغه وخت تر سره كېداى شي چې پېرودونكي خپله ځاني ګټه نه،بلكي ټولنيزه ګټه په نظر كې ولري او له خپلو عايداتي كمپنيو او فابريكو سره د هغو د توليد په پېرلو هغه غښتلې او ځواكمنې كړي، په پښو يې و دروي چې لا نور ښه او لوړ توليدات ټولنې ته وړاندې كړي.

زما په ياد دي كله چې د كابل ښار په واصل آباد كې شاكر چيني سازي  خپل توليدات بازار ته وړاندې كړل خلكو ورسره ډېره مينه پيدا كړه. هر چا كوښښ كاوه چې يوه دوه چاينكې واخلي او خپل كورونه پرې ښكلي كړي. د جاپاني چاينكو او چيني لوښو پلورل په ټپه ودريدل ځكه جاپانۍ چاينكه په شپيته افغاني خرڅېده او د شاكر چيني سازۍ چاينكه په پنځوس افغانۍ وه. د شاكر فابريكې د په ټپه درېدلو لپاره جاپان د خپلو چاينكو بيه ديرش افغانيو ته راټيټه كړه. هماغه و، چې د شاكر چيني سازۍ فابريكي كارونه ودريدل، ځكه چې هلته له چا سره د خپلو وطنى توليداتو د پيرلو او د هېواد د پرمختګ فكرنه و،بلكي ځاني ګټې يې په نظر كې نيولې وې او خپل ملك يې له خپلو عايداتونه، بلكې د پرديو د عايداتو د خرڅلاو  بازار جوړ كړ. كه په دغه ډول  يوه ټولنه كې  كم شمېر خلك د خپلو شخصي ګټو هيله  پيدا كړي، ټولنيزي ګټې له لاسه وركوي، هېواد له بربادۍ سره مخ كوي او نورو ته اړ كېږي، د بېلګې په ډول كه په يو هېواد كې د برېښنا د بندونو د جوړولو  امكانات ډېر وي او دهغه  هېواد چارواكي له بل هېواد څخه برېښنا واردوي او يا د لمريزې برېښنا لارې چارې را منځ ته كړي، كه له يوې خوا ځان نوروته اړ كوي ، له بلې خوا د خپلو وګړو اقتصاد زيانمنوي يا كه د ټولنې اوسېدونكي د خپلې ټولنې او د هېواد د پرمختګ او خلكو ته د خدمت لارو د لټولو په خاطر ګوندونه را منځ ته كوي چې ځانګړې موخه يې خلكو ،هېواد او اسلام ته خدمت كول وي پروانه لري، داځكه چې كه چارواكي د پرمختګ لارې ښې ونشي لټولى، نو ګوندونه يې د مشورې له لارې ورته پام رااړوي، ځكه د ګوندونو موخه د هېواد او خلكو د پرمختګ او د ژوند د اړتياوو پوره كول وي. همدا علت دي چې ددغسي موخو په خاطر ګوندونوته د شتون اجازه وركول كېږي ، خو كه چيرې ګوند ي خلك يوازى د خپل ګوند د بقا او ګټي څخه هېوادنۍ او ټولنيزې ګټي قربانوي ،نو بيا هغو ګوندونو خپله لاره او موخه پريښي او ملك ته د ګټي پر ځاي تاوان او تباهي راولي ځكه په ګوند كې د شمول شرايط داسې غوره كوي چې د هېواد پاك ،سپيڅلي  او په خلكو او وطن مين خلك جذب كړي او خپلې ځاني ،حزبي او موقفي ګټې هېري كړي او يوازينۍ ارزويې د وطن او خلكو خدمت كول وي نه د خپل ګوند ګټې ګوندي غړي بايد له دغسې نا حق پلوۍ څخه ډډه وكړي كه غير ګونديان ملامت نه وي او مسئوليت د ګوند په غاړه وي بايد ګوند ته جزا وركړل شي او غير ګوندي وګړي په پوره ډاډ او مطمين خپل كورته ورسول شي. د هېواد په پرمختګ او د خلكو  په هوساينه كې كله كله داسې پيښيږي چې سړې د پرمختګ څنګ ته ګرځي يا په يوبل ځاى كې ورته اړتيا وي  چارواكي د خپل هېواد د خلكو د ژمنتيا او هوډمنتيا په غرض مجبور وي چې اجراات وكړي كه څوك په زور ځان ښكېلوي له خپلې پوهې او  هېوادوالو سره د ژمنتيا او هغوى ته د سينې ډيولو ډاډ له منځه وړي .ټولنه نه يوازې دا چې خپله د پرمختګ لاره پريږدي ،بلكې په شاتګ ته مجبوريږي چې دا هم له خپلو خلكو هېواد او د ګوند له غړو سره ستره جفا ده.زموږ ګران هېواد افغانستان د ټولو افغانانو ګډ كور دى هر قوم چې په افغانستان كې ژوند كوي. افغان دى او له خپل هېواد سره د زړه له تله مينه لري او غواړي له نۍ پرمختللې نړي سره يو شان وده وركړي د خپل كورنيمګړتياوې رفع كړي او په پوره متانت د خپلو خلكو او هېواد لپاره د خدمت مصدر شي. راشي له خپلو ځانګړو ګټو څخه د ټولنې او وطن ګټو ته ارزښت وركړو او لكه څنګه چې د نړۍ په تاريخ كې د افغانانو مېړانه څرګنده ده په پرمختګ او دخپلې ټولنې په هوساينه او بسيا كولو كې يې سر لوړي كړو، ځكه چې .

پښتانه كه تاجكان دي

هزاره كه ازبكان دي

يو وجود دي ګړنديه!

ټول له آره افغانان دي

 

مولف: آقا محمد ګړندى خوږياڼى 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha