صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په لر او بر کې د طالب ،حقاني او ترهګريزو ډلو پرضد د عملياتو نوی فصل

په لر او بر کې د طالب ،حقاني او ترهګريزو ډلو پرضد د عملياتو نوی فصل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

وروسته له هغې چې په کابل او نورو سيمو کې طالبانو او د پنجاب نورو ترهګرو ملېشو د خونړيو بريدونو مسووليت پر غاړه واخيست او يا دا چې د پنجاب په لمسون طالبان د سولې خبرو ته خاضر نه شول، نو پرې د امريکا په مشرۍ د ناټو او افغان ځواکونو هوايي بريدونه پراخ شوي دي. د ناټو ځواکونو يوه قوماندان طالبانو ته وويل چې له دې وروسته به پرې د بمونو باران جوړ کړي! له دغه خبرداري وروسته په افغانستان او قبايلي سيمو کې پر طالب او نورو ترهګريزو شبکو هوايي بريدونه پراخ شوي دي.

کله چې اسلام اباد د ترهګرۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د حقاني شبکې پر جنګېدونکو ملېشو عمليات ونه کړل او د دې شبکې کسان يې امريکا ته لاس تړلي ونه سپارل ،نو امريکا خپله لاس په کار شوه او د حقاني کسان يې په قبايلي سيمو کې تر بريدونو لاندې را وستلي دي. په تازه پېښه کې د امريکا بې پيلوټه الوتکې له ډيورنډ کرښې پورې غاړه پرتې قبايلي سيمه کې د حقاني جنګياليو مرکز په نښه کړی او د دې شبکې اووه جنګيالي يې وژلي دي. ويل کېږي چې د بې پيلوټه الوتکې بريد د پنجشنبې ورځې په پيل کې د شمالي وزيرستان د ګورواک کلی په نښه کړی. په دې سيمه کې د ځايي او بهرنيو ترهګرو مرکز و. پاکستان تل د دغه راز بريدونو مخالفت کړی دی،خو اوس له دغه مخالفت سره سره بيا هم دا ډول بريدونه زور اخلي! له ډيورنډ کرښې دې غاړې ته هم پر داعش او طالب جنګياليو بريدونه پراخ شوي دي، د امريکا د پوځ د وينا پاڼې له مخې امريکايي او افغان ځواکونو په گډه په جوزجان کې د داعش پر ډلې بمبارۍ کړې دي. په بدخشان کې هم د طالبانو کمپونه د امريکايي ځواکونو تر بريدونو لاندې راغلي دي دا هغه سيمه ده ،چې په کې د طالب جنګياليو حضور ډېر ښوودل کېږي،خو اوس يې د زغم وخت نه دی پاتې. په افغانستان کې د متحدو ايالتونو تر مشرۍ لاندې د نړيوال ائتلاف په دغې وينا پاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې راغلي چې په بدخشان کې  طالب ياغيانو له نوموړو کمپونو په افغانستان کې د بريدونو لپاره بندو بست کاوه او سر بېره پر دې هغوی له دغو کمپونو د «ختيځ ترکستان اسلامي تحريک» جنگياليو ته چې د چين او تاجکستان د پولې په اوږدو کې فعاليت لري، مرستې رسولې. په دغې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د عمومي قوماندن، جنرال جان نيکلسن له خولې ويل شوي: «هېڅ تروريستي ډله به خوندي ځای ونه لري..... موږ به هغوی د افغانستان په هر ځای کې چې وي ښکار کړو.)) په عين وخت کې د جوزجان د امنيې قوماندان، فقير محمد جوزجاني اسوشيتدپرس ته ويلي چې د جوزجان په دغو گډو هوايي بريدونو کې «چينايي او ازبک» اورپکي وژل شوي دي. ويل کېږي چې له څه مودې را په دې خوا په جوزجان کې د داعش ترهگرې ډلې يوې څانگې رېښې ځغلولې دي. جوزجاني يادونه وکړه چې داعش د نوموړي ولايت د درزاب  او خوش تېپه ولسواليو کې،مرچلې جوړې کړې دي. دغه بريدونه هم پاکستاني ترهګرو ډلو ،هم طالب جنګياليو او هم د داعش په نامه بلې ډلې ته سخت خبرداری دی، دا د ترهګرۍ او اورپکۍ ډلو د له منځه وړلو لپاره د تر ټولو سختو او ځپونکو عملياتو پيلامه او يوه نمونه ده، امريکايي پوځي مشران په دې کار کوي، چې په هر ډول چې وي ،نو دا ډلې به ځپي او له منځه به يې وړي. طالب او نورې ترهګرې ډلې دې پوه شي ،چې هغوی نور په افغانستان کې د پښې اېښوودلو ځای نه شي موندلی او نه هم پاکستان دا وس لري ،چې طالب او نورې ترهګرې ډلې اکمال کړي، ځکه پاکستان تر سخت فشار لاندې دی او پاکستان ته به ګرانه وي ،چې ترهګرې ډلې دې اکمال کړای شي، دلته په افغانستان کې هغه سرچينې هم تر بريدونو لاندې دي ،چې طالب او ترهګرې ډلې اکمالوي، د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو هوايي بريدونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې  د ترياکو او مخدرو موادو د توليد او پروسس کارخونې يا فابريکې تر سختو بريدونو لاندې راغلې او په پراخه کچه له منځه وړل شوې دي، دا د ترهګرۍ او اورپکۍ د اکمال د سرچينو پرضد ستر ګام يادېږي. ډېر به دا وايي ،چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې زرګونه جنګيالي موجود دي،چې زياتره يې د ازبکستان د اسلامي ګوند پخواني غړي او د ازبکستان اتباع دي،خو ډېر ژر به دا ډلې هم وځپل شي او نور به د فعاليت او پوځي خوځښت وس او قدرت ونه لري! دا په لر او بر کې د طالب ،حقاني او نورو ترهګريزو ډلو پرضد د پراخو عملياتو د پيلامې فصل دی،افغان حکومت او ولس د دا ډول عملياتو هرکلی کوي، خو بيا هم وړانديز دا دی ،چې ملکي وګړي په کې خوږ يا زيانمن ،نه شي!

هدايت الله نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha