صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | افغانستان او امريكا به د ترهګرو د ځپلو له پاره له خپل ټول ځواك څخه كار واخلي

افغانستان او امريكا به د ترهګرو د ځپلو له پاره له خپل ټول ځواك څخه كار واخلي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دافغانستان جمهور رييس محمداشرف غني او دامريكا جمهور رييس ډونالډ ترمپ په كابل، ننگرهار، كندهار اوهلمند كې دخلكو له گڼې ګوڼې څخه په ډكو سېمو كې دپاكستان ، ايران او روسيې په څېر دسيمې اونړۍ دمغرضو، محركو اومخربو استخباراتي او پوځي كړيو په مذبوحانه لمسونو او هڅونو د طالبانو، حقاني شبكې ،القاعده اوداعش په ګډون دوحشى صفتو ترورېستي ډلو دوروستيو خونړيو پېښواوبې رحمانه او وحشيانه ځانمرګو اوغلچكي بريدونو اونورو جنايتونو دسخت غندلو او محكومولو په ترڅ كې په زغرده داويلي اوګوتڅنډنه يې كړې چې طالبانو اود هغوى مغرضو، لمسوونكو ،

هڅوونكو پاروونكو او پالونكو پاكستانې بادارانو دسولې دخبرو فرصتونه نورله لاسه وركړي او دبشر دډېرستر اوګډ دښمن په توګه به دهغوى دځپلو، ټكولو اوپه نښه كولو له پاره خپلو ځمكنيو او هوايي بريدونو ته نورهم زور وركړي او دترهګرو  دځپلو اودهغوى دملاتړو هېوادونو دپه نښه كولو له پاره به له خپل ټول ځوك څخه كارواخلي او د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو په ګډون دبې ګناه، بې دفاع اومظلومو خلكو دبې رحمانه او وحشيانه وژلو اوداسې نورو فجيعو اوشنيعو عملونو او جنايتونو دسرته رسولو پر تور به يې پرسختې جزا ورسوي اوله دې لارې به دافغانستان په ګډون دسيمې په هېوادونو اوآن ټولې نړۍ كې اقتصادي، امنيتي اوسياسي ثبات پرغوړېدلو راولو اوهم به دسيمې او نړۍ خلك دطالبانو اودحقاني شبكې په څېر دترورېستي ډلو او دپاكستان اوايران په ګډون دهغوى دمغرضو بادارو هېوادونو له شره وژغورو. دافغانستان دبې دفاع، بې ګناه اومظلومو خلكو دبې رحمانه وژلو له پاره دترهګرو اودهغوي دملاتړو هېوادونو ديادو خونړيو او زړه دردوونكو پيښو په غبرګون كې  دافغانستان او امريكا دجمهورو رييسانو توندې څرګندونې اوسختې دړ كې نه يوازې پرافغانستان دنږدې څلوېښت كلنوتپل شويو جګړو دځپلو افغانانو، بلكې په سيمه اونړۍ كې پرسولې دمينو،صله رحمو، عاطفه لرونكو، بشردوستو اوزړه سواندو خلكو اودغه راز د بې پرې نړيوالو سازمانونو اوخيريه ټولنو له زياتو او تودو هركليو سره مخ شوې اوپه كلكه يې غوښتنه  كړې ، چې دنړۍ نور سوله غوښتونكي او بشر پالونكي هېوادونه دې هم دبشر د ډېر ستر اوګډدښمن په توګه دترهګرو دځپلو او دپاكستان په څېر دهغوى دملاتړوهېوادونو دپه نښه كولو له پاره له افغانستان او امريكا سره يوځاى شي او دسيمې اونړۍ سولې ته دسترګواښ په توګه دترهګرو دځپلو اودهغوى دجرړو دبيخي وچولو له پاره دې رښتينې، غوڅې اوهمغږې مبارزې ته ودانګي او له دې لارې دې بشر ته د رښتينو خدمتونو دسرته رسولو جوګه شي  چې راتلونكي نسلونه پرې تل ووياړي ،پرمزارونو يې ځولۍ ځولۍ ګلان  وشيندي او كاڼې اوبوټي يې ښكل كړي.دافغانانو په ګډون دسيمې اونړۍ دجګړه ځپلو او دردېدلو خلكو بله ډېره مهمه او ستره غوښتنه داده چې امريكا دي نوردطالبانو اودحقاني شبكې په څېر دخطرناكو او وحشي صفتو ترورېستي ډلو او دپاكستان په څېر دهغوى دملاتړكوونكو ، توليدوونكو، صادروونكو، روزونكواو وسله وال كوونكو مكارو اوغدارو هېوادونو مشران هم دالقاعده دنړيوال ترورېستي  سازمان او دعراق او لېىبا داستبدادى رژىمونو دمشرانو صدام حسىن او معمرالقذافى، دالقاعده دترورېستى سازمان د مشراسامه بن لادن او دطالبانو دپخواني مشر ملااخترمحمد منصور له برخلىك سره مخ كړى اوله خپلو اسلامي ضد،انساني ضد او ترقي ضدعملونو سره يو ځاى دې دتاريخ تورو كندو او ژورو ګړنګونو ته پورې وهي له دې پرته به هېڅكله داوړۍ شړۍ نه شي اوتل به دترهګرو له خوا دسپتمبر مياشتې ديوولسمې نېټې په څېرله زړه دردوونكو او بوګنوونكو پېښو سره مخ كېږى تل به زيات ويرونه او ماتمونه ګالي اوله سترګو به يې داوښكو پرځاى ويني بهېږي.درسنيوله لارې دخپرو شويو رپوتونو پربنسټ دامريكا جمهور رييس ددغه هېوادكانګرس ته په خپلې كلنۍ وينا كې افغان ځواكونه قهرمانان وبلل او دې ته يې په كلكه خپله سينه وډبوله چې له قهرمانو او اتلوافغان ځواكونو سره به دپوره همغږۍ اومرستې له مخې دطالبانو حقاني شبكې،القاعده اوداعش په ګډون د ترورېستي ډلوځپلو ته په كلكه خپله ملاوتړي اوله داسې ريزمريزكوونكو اوخوله ماتوونكو ګوزارونو سره به يې مخ كړي چې دافغانستان اوامريكا لوري ته بيا په كږه سترګه ونه ګوري اوبيا يې پرضد بريدونو ته زړه ښه نه كړي او دغه راز ددې ترڅنګ ولسمشر غني هم دهېواد تاريخي دښمنانوته داګوتڅنډنه وكړه چې  د وروستيو خونړيو پېښو دقربانيانو په اړه دپاكستان دلومړى وزير شاهد خاقان عباسي دغمشريكۍ اوخواخوږۍ دتيلېفونې خبروله اورېدلو څخه ډډه وكړي او دډېرې غوسې اوخپګان له امله يې دتېلفون غوږۍ پرمځكه ووهله او ويې ويل چې له دې وروسته په هېواد كې ددغه ډول خونړيو او زړه دردوونكو پېښو دسرته رسولو له پاره دهېواد دتاريخي دښمنانو دروزل شويو ترورېستي ډلو وحشيانه او بې رحمانه بريدونه دزغملو وړنه دي.

شاولي قرار  شينوارى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha