صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د اوبو او انرژۍ پر سكتور زياته پانګونه به موږله ګاونډيو هېوادونو سره د سيالۍ جوګه كړي

د اوبو او انرژۍ پر سكتور زياته پانګونه به موږله ګاونډيو هېوادونو سره د سيالۍ جوګه كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دا چې افغانستان دتېرو درې نيمو لسيزو په لړ كې دپرديو په لمسون دتحميل شوې ناولې او بدمرغه تباه كوونكې جګړې له امله وران او ويجاړشوى او افغان مظلوم ولس ته هم په ټوليزه توګه په دې لړ كې نه جبيره كېدونكي مالي اوځاني تاوانونه اوښتي دي چې نن سبا يې واقعاً د آبادلو، رغولو، سمسورتيا اوښيرازۍ په موخه دپتمنو هېوادوالو دهلو ځلو ترڅنګ دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت داړوندو ارګانونو همغږۍ ،كوښښ اوجدي اقداماتو ته هم ډېره اړتيا ليدل كېږي،

 ترڅو په مختلفو برخوكې لومړيتوب ته په پاملرنې دمنظمو پروګرامونو په طرحه كولو اوپه انډوليزه توګه دهېواد په ټولو ولايتونو كې رغنيزې او بنسټيزې پروژې پلي كړي، له نېكمرغه چې په دې وروستيو كې دملي يووالي دحكومت دمشرتابه له خوا د هېواد په بېلابېلو برخو كې د ډول ډول پروژو دتطبيق ترڅنګ دبرېښنا دبندونو د جوړولو ، رغاولو او دلمريزې برېښنا توليدي پروژو ته هم يوڅه پاملرنه وراوښتې ده. لكه څنګه چې په دې وروستيو كې دافغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ دملي تداركاتو دكمېسيون غونډې په ارګ كې دكجكي برېښنا ددويم بندجوړولو اوپه كندهار كې د۳۰ ميګاواټه لمريزې برېښنا توليدي پروژې دعامه اوخصوصي مشاركت پانګونې له بحث وروسته پردوو قراردادونو تصويب كړې دي، دهلمند او دكجكي برېښنا بند ددويم فار جوړولو قرارداد ۹، ۱۷۴ ميليونه ډالر ارزښت لري چې دجوړولو موده يې شل كاله اټكل شوې ده چې ديوسلويو پنځوس ميګاواټه برېښنا توليد ظرفيت به ولري،دغه راز په كندهار كې دلمريزې برېښنا د پروژې قرارداد د نهه دېرش ميليونو ډالرو په ارزښت اټكل شوى چې د شلو كلونو لپاره په نظر كې نيول شوى اود ديرش ميګاواټه لمريزې برېښنا دتوليد ظرفيت به ولري اوپه شرايطو برابرې كمپنۍ به يادې پروژې تطبيق كړي.ديادونې وړده چې د افغانستان جمهور رييس محمداشرف غني يادې پروژې د برېښنا انرژۍ دداخلي توليداتو دبستر جوړولو او خصوصي پانګونې له لارې دانرژۍ دپرځان بسياينې په لور  مهم ګام بللى  او ويلي يې دي چې د اوبو او انرژۍ پر سكتور زياتې پانګونې له ګاونډيو هېوادونو سره سيالي كولى شي چې دا د انرژۍ دبيو دټيټوالي اوځان بسياينې ته درسېدو لپاره زمينه برابروي اوافغانستان به دانرژۍ د انتقال په مركز بدل شي، دبند جوړولو او سلو مېگاواټه برېښنا دتوليد ترڅنګ له يو ميليارد مترمعكب څخه زياتې اوبه هم توليدېږي، چې تريوه بريده داوبو اړتياهم پوره كوي، دافغانستان د برېښنا شركت مسوولينو هم په دې اړه ويلي ، چې ياد شركت به له موجوده تجهيزاتو څخه استفاده وكړي اوترڅنګ به يې انجنيران او متخصص كدرونه مسلكي او اړينې روزنې ترلاسه كړي،دغه راز يادې غونډې په كندهار كې ددېرش ميګاواټه لمريزې برېښنا دتوليد پروژې دبحث پرمهال څرګنده كړې چې ددې پروژې اجراكوونكي شركتونه د كندهار دهوايي ډګر له احاطوي مځكو څخه استفاده كولاى شي. له شك پرته د برېښنا دبندونو جوړولو او دلمريزې برېښنا څخه داستفادې په موخه دپروژو تطبيق هغه څه دي چې له يوې خوا په كوردننه موږ داړتيا وړ برېښنا ترلاسه كولاى شو  ددې ترڅنګ دښه مديريت په لړ كې كولاى شو چې نورو هېوادونو ته هم خپله برېښنا صادره كړو، نو دمګړۍ واقعاً چې داوبو او برېښنا دبندونو دجوړولو ، رغاولو او دلمريزې برېښنا دپروژو دپلي كېدو په برخه كې دافغان حكومت دمشرتابه هڅې دقدر وړ دي، پاك الله (ج) دې ده ته  لاهم ددې توان او توفيق وركړي چې په ټول هېواد كې نېكمرغه سولې اودغه راز ډاډمن امنيت ټينګ كړي چې دا دهر جګړه څپلي افغان لومړنۍ غوښتنه ده او ددې ترڅنګ دهېوادونو د لومړيتوبونو په نظر كې نيولو سره ددوى دسكتور دحل په موخه ډول ډول پروژې دهېواد په ګوټ ګوټ كې طرحه اوپلي كړي، ترڅو دهرډول پروژو په بشپړېدو سره دهېوادوالو ستونزې حل او په ټوليزه توګه دهېواد ملي اقتصاد پياوړى شي او دقدرمنو هېوادوالو دژوند په هوساينه كې هم اغيزمنې پايلې پرځاى پرېږدي.

شامحمود دروېش

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha