صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | افغانستان او سترې ستراتيژيکې سيمه ييزې پروژې

افغانستان او سترې ستراتيژيکې سيمه ييزې پروژې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

محمد عارف رسولي لومړۍ برخه

پوښتنه دا ده،چې څنګه افغانان کولى شي له خپل مهم  جيوستراټيژيک موقعيته سمه ګټه پورته کړي او په کومو تګلارو توانېدى شي چې په سترو سيمه ييزو، ستراتيژيکو، اقتصادي او ټرانزېټي پروژو کې مرکزي رول ولوبوي او له  څنډې کېدو څخه ځان وساتي؟ دلته د مطلب د لا روښانتيا لپاره په سترو سيمه ييزو پروژو کې د افغانستان او د سيمې د نورو  هېوادونو د رول په  هکله مقايسوي مثال  وړاندې کېږي. لرګي پلورونكي په غټه تله (کپان ) کې لرګي تلي، د تلې په يوه  خوا کې يې غټ وزن اېښى وي چې ډېرى وختونه له اته سيره ، يو من او يا له هغې زيات وي، د ترازو په بله خوا کې لرګي ږدي چې د تلې شاوخوا واړه واړه وزنونه لکه نيم کيلو، يو کيلو، خورد، پاو او يا هسې وړې ډبرې پرتې وي چې د وزن د برابرولو لپاره يې کله د من خواته او کله هم د لرګيو خواته ږدي چې په ساده ژبه ورته دړ وايي. دلته اصلي وزن او تول په من باندې کېږي، اصلي راکړه ورکړه هغه ټاکي او واړه وزنونه يا دړ عمده رول نه لري، يوازې توله (توازن) ورباندې برابرېږي او کله خو له نظره غورځول کېږي. دا انالوجي موږ د خپل هېواد او ګاونډيانو لپاره  هم کارولی شو. په بله معنی افغانستان ښې اوبه او ترمځکې لاندې ښې زېرمې لري چې هم خپله ورڅخه ګټه واخلي او هم کولی شي ، چې له نورو ملکونو سره يې په ستراتيژيکه راکړه ورکړه کې وکاروي. همدارنګه، زموږ هېواد مناسب جيوستراتيژيک مرکزي موقعيت لري چې د منځنۍ آسيا، سويلي آسيا، چين، ايران، منځني ختيځ او اروپا تر منځ د ټرانزېټ، انرژۍ، مالوماتي تکنالوژۍ يا نوري فايبر او په نورو سترو پروژو کې د من رول ولري او هسې لکه دړ غوندې د نورو د وزن ( تولې) برابرولو لپاره نه کارول کېږي. په بل عبارت د يوه عمده وصلوونکي پله او يا ستراتيژيک مرکز (Hub) رول ادا کړي.

زموږ غوره فرصتونهڅرنګه چې موږ د خپل مرکزي او ښه موقعيت له کبله د زياتو پروژو لپاره  خورا  لنډ، غوره او اقتصادي مسير برابروو، سترو ښکېلو اقتصادي قدرتونو او دولتونو، نړيوالو پانګوالو او کمپنيو ته د دې پروژو د طرحې، امکان سنجولو د  څېړنو يا (Feasibility Studies)، پلې کولو، د عملياتي او  ګټې اخيستنې په مرحلو کې دا پروژې زموږ د خاورې له لارې ارزانه او اقتصادي تمامېږي.

، نو ځکه ښه موکه او چانس لرو ، چې په نړيوالو اړيکو، سيمه ييزو کړکېچنو مسئلو  ځان لاښه پوه کړو، يو موټى پاتې شوو، سوله، ثبات، د قانون حاکميت، ښه حکومتولي او د کار وبار لپاره ښه فضا او نور اړوند شرايط رامنځته کړو، نو اقتصادي وده به مو څو برابره زياته او د نړۍ پرمختللى هېواد به وګڼل شوو. بيا به موږ د سيمې او نړۍ په ورته ستراتيژيکي لوبو او سترو پروژو کې مرکزي او د اصلي وزن يا من رول ادا کړى وي او دا به په يقين سره زموږ برخليک بدل کړي. دا د هر ريښتيني او با ايمانه افغان دنده ده ، چې په دې لاره کې خپل رول سم ادا کړي،چې مو خلک او هېواد له دې خوار او زار حالته بهر کړو.

 زموږ قوت :

  قوت او کمزورتياوې  هر ملک ( هېواد ) لري او دايې داخلي ښکارندويي كوي. په ورته پروژو کې د افغانستان قوت د هغه ستراتيژيک موقعيت درلودنكى دى چې ډېرې سيمه ييزې پروژې د افغانستان له لارې د نورو ملکونو په نسبت په لنډ واټن کې، په ارزانه بيه او اقتصادي توګه پلي او ګټې اخيستنې ته رسېدی شي. همدا ستراتيژيک موقعيت دى ، چې اوسمهال چين درک کړى او وايي: که افغانستان امن نه وي او برخه ورنه کړل شي د کاشغر او ګوادر اقتصادي دهلېز به شونى نه وي ، نو هڅه کوي پاکستان ته قناعت ورکړي، چې په افغانستان کې له سولې سره مرسته وکړي او افغانستان ته په دغه دهلېز کې برخه ورکړي. همدا راز دغه زموږ ستراتيژيک موقعيت و چې وپتېيل شوه د ټاپي د ګازو نلليکې او هم د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د انتقال پروژې، له ترکمنستانه تر پاکستانه د برېښنا مزي او نورې پروژې زموږ له خاورې تېرې شي. په همدې توګه، زموږ د ښه ستراتيژيک موقعيت له کبله اوس افغانستان د مالوماتي تکنالوژۍ د راکړې ورکړې په هب (Hub) او مرکز بدلېدونکى دى. افغانستان د پامير له لارې د نوري فايبر او هم ممکن د سړک له لارې له چين سره ونښلول شي او همدارنګه له سويلي او مرکزي آسيا او ايران سره يې نښلول  هم روان دي. دا سترې ستراتيژيکې پروژې به زموږ او د نورو هېوادونو په اړيکو کې توازن رامنځته کړي، که موږ په ځينو شيانو کې په هغوی تکيه کوو هغه هېوادونه به هم په نورو مسئلو کې موږ ته اړ وي، موږ به هم ورڅخه په ارزانه بيه ګټه واخلو، پرېمانه عوايد به تر لاسه كړو او د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او د مالونو په راكړه ورکړه او نورو ستراتيژيکو معادلو کې به مو رول لوبولى وي او د افغانستان ملي حيثيت او وزن به نور هم زيات شي. زموږ د اوبو او تر مځکې لاندې نورې طبيعي زېرمې هم هغه څه دي، چې امکان شته زيات قوت راوبښي، خو په دې برخه کې لا جدي کارته اړتيا ده، چې له دې ټولو پيرزوينو څخه  ګټه اخيستنه د  ښې حکومتوالۍ، په ټولو د قانون يو شان پلي کېدل، ټينګ او پرانېستي سياسي او اقتصادي بنسټونه او اړوندې زېربناوې، سولې او ثبات ته اړتيا لري. که موږ و توانېږو، چې دا وړتياوې تر لاسه کړو ،چې له خپلو زېرمو او ستراتيژيک موقعيته سمه ګټه پورته کړو نود نړۍ په يوه پرمختللي هېواد به بدل شوو.  زموږ تاريخي ستونزه داده ، چې خپل فرصتونه په وخت نه پېژنو. بايد پوه شوو چې بې له الله (ج) څخه ټول انسانان کمښتونه لري. په دې معنى له دوو لارو د کم ضرر لرونکې لاره بايد ونيسو، يعنې يو د بل کمښتونه بايد ومنو، سوله وکړو او له ضد او عناد  څخه کار وانه خلو. سيد جمال الدين افغان، امان الله خان غازي، موسى شفيق او نور مشران مو په وخت و نه پېژندل او اوس يې ارمان کوو. بايد ټول افغانان لاسونه سره ورکړي او په ګډه هېواد له بحرانه راوباسي،ګنې خداى مه كړه، چې هېواد به مو د قسم خوړلو او حريصو ګاونډيانو او مکارو نړيوالو قوتونو د غوبل مرکز وي، د تاريخ د  راتلونکو نسلونو او الله تعالی له ملامتۍ سره به مخ او بيا به لاس مروړل، زړه خوړل او پښېماني كوو چې هغه وخت هېڅ ګټه نه لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha