صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په افغانستان كې ۲۰۱۷م كال څنګه تېرشو؟

په افغانستان كې ۲۰۱۷م كال څنګه تېرشو؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

سمېع الله- سمېع څلورمه برخه

په كابل ښاركې خونړۍ ورځې:

د نوي ميلادي كال په پيل كېدلو سره وسله وال طالبان او نور تروريستان  لاس تر زنې نه وو ناست او هره لحظه يې د آى اس آى په لارښوونه په افغانستان كې دموټر بم ، ځانمرګو او ډله ييزو بريدونود سرته رسولو لپاره پلانونه جوړل او ځانمرګي يې افغانستان ته رالېږل. چې ددغه پلان له مخې د ۱۳۹۵ ل كال د مرغومې مياشتې په ۲۱ تمه ملي شورا ته څېرمه د دارالامان په سړك مازديګر مهال موټر بم چاودنه وشوه. له پېښې سره سم پوليس او عام خلك دپېښې ځاى ته ورغلل ، چې په دغه مهال دوهم ځانمرګى بريد وشو. په دغه بريد كې ۳۰ تنه مړه او ۷۰ تنه ټپيان شول، ددغې درد وونكې پېښې پړه طالبانو په غاړه واخيسته په همدې ورځ په كندهار او هلمند كې هم ځانمرګي بريدونه وشول،چې په ټوليزه توګه په كابل ، هلمند او كندهار كې كابو ۸۰ تنه شهيدان او ۲۰۰ نور ټپيان شول او دغه ورځ په ټول افغانستان كې دخونړۍ ورځې په نامه ونومول شوه.

په كابل ښاركې دسترې محكمې په دروازه كې ځانمرګى بريد:

د ۱۳۹۵ ل كال دسلواغې په ۱۹ مه دسې شنبې په ورځ د رخصتۍ په وخت يو ځانمرګى بريد وكړ چې په دغه بريد كې ۱۹ تنه شهيدان او ۴۰ تنه نور ټپيان شول. په شهيدانو او ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

په كابل كې دوه ځانمرګي بريدونه:

د ۱۳۹۵ ل كال دكب په ۱۱ مه د چهارشنبې په ورځ دكابل ښار پر ۶ مه حوزه طالبانو حمله وكړه او ديو موټربم د چاودنې له امله ۲۲ تنه شهيدان او ۱۰۴ تنه ټپيان شول. همدارنګه په احمدشاه بابا مېنه كې طالبانو دملي امنيت پر قوماندانۍ حمله وكړه ،چې يو تن شهيد او څو تنه ټپيان شول.

په هرات كې ځانمرګى بريد:

د ۱۳۹۶ ل كال د غبرګولې په ۱۶ مه د سې شنبې په ورځ د هرات ښار په يو جومات كې دلمانځه په وخت كې يوځانمرګى بريد وشو،چې په بريد كې ۸ تنه لمونځ كوونكي شهيدان او ۱۶ تنه نور ټپيان شول.

دكابل ښار په ۶ مه حوزه كې خونړى بريد:

د ۱۳۹۶ ل كال دغبرګولې په ۲۵ تمه دكابل ښار د ۶ مې حوزې اړونده سيمه كې درېو ځانمرګو بريد وكړ. په دغه بريد كې پنځه تنه شهيدان او ۶ تنه ټپيان شول.

په كابل كې د عراق په سفارت بريد:

د ۱۳۹۶ ل كال د زمري په ۲ يمه د دوشنبې په ورځ د داعش ۸ تنو جنګياليو په كابل ښاركې د غرمې په ۱۱ بجو د عراق پر سفارت بريد وكړ، چې په دغه بريد كې دوه بريد ګر او يو پوليس ووژل شول. د داعش جنګياليو دغه كار په عراق كې دموصل ښار دنيولو په بدل كې كړى و،چې د عراقي ځواكونو له خوا دغه ښارنيول شوى و.

پر سردار محمدداوود روغتون بريد:

د ۱۳۹۵ل  کال دکب په ۱۸ مه دچهارشنبې په ورڅ دلسو بجو په شاوخواکې څلور ترور ېستان د ډاکتر انو په جامه کې دسردارمحمدداوودخان روغتون ته ورننوتل او د روغتون په دوهم  پوړ کې يې پر ډاکترانو ، ناروغانو اونورو ملکي کسانو ډزې پيل کړ ې. دغه بريد ۷ ساعته دوام وکړ .او د امنيتي ځواکونو له خوا څلور واړه ترور ېستان له منځه يووړل شول  په دغه بريد کې يو شمېر ډاكتران،  ناروغان او ملکي کسان ووژل شول او ددغه بريد پړه داعش په غاړه واخيسته .

دټايمني پر سړک دموټر بم بريد:

 د ۱۳۹۵ کال دکب په ۱۹ مه د روشن شرکت دکارکوونکو دسورلۍ پر موټر دموټر بم بريد وشو چې په دغه بريد کې ۴تنه شهيدان او ۳۵ تنه ټپيان شول.

په بلخ کې پرشاهين قول اردو د طالبانو بريد:

د ۱۳۹۶ل کال دغويې په لومړۍ نېټه دجمعې په ورځ دبلخ پر ۲۰۹ شاهين قول اردو لسو تنو ترور ېستانو په داسې حال کې بريد وکړ ، چې دنوموړي قول اردو سرتيري اوافسران په جومات کې پر لمانځه ولاړ وو. ترور ېستان په پوځي يونيفورم کې دقول اردو له نظام قراول څخه تېرشوي وو او بيايې په سرتېرو او افسرانو ډزې وکړ ې . په دغه بريد کې داسې ويل کېدل چې له سلو څخه زيات سرتېري او افسران شهيدان
شوي او يو شمېر يې ټپيان شوي وو. ددغه بريد پړه طالبانو په غاړه واخيسته ، لس واړه ترور ېستان ورپسي د افغان ځواکونو له خوا ووژل شول.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha