صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | پاكستان بايد افغان كډوال د خپلو ناوړو موخو ښكار نه كړي

پاكستان بايد افغان كډوال د خپلو ناوړو موخو ښكار نه كړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په ۱۹۴۷ زېږديز كال كې دوخت دانگليسي استعمار له خوا جوړ شوي مصنوعي، خپلسري ، مخرب، محرك او مغرض هېواد پاكستان پر افغانستان دتيرې څلويښت كلنې تپل شوې جګړې په غعلړلې دوره كې تل داسې ناوړه ، بې شرمانه، مذبوحانه اوبې باكانه هڅې كړي دي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ آن ديوې ډېرې كوچنۍاو ناڅيزې مسئلې پرسر دلواوبرو پښتنو په ګډون دافغانانو پرمخ دتورخم اوسپين بولدك په څېر دتلو راتلو لارې وتړي،

 دننگرهار، كونړ، نورستان، پكتيا، پكتيكا او كندهار په څېر دهېواد دسرحدي سيمو پربې گناه او، بې دفاع اوسېدونكو دتوپونو ، راكټونو اونورو درنو وسلو د ړندو ډزوګوزارونه وكړى، په پاكستان كې دكلونو كلونوبه  ځورول شويو ، كړول شويو او ربړول شويو افغان كډوالو پسې كوتكونه او ډانګونه راواخلي، لوټ يې كړي، پرڅپېړو او سوكانو يې مخونه ورتك شنه او وپړسوى، پرلغتويي ووهي، دجيلونو دتورو دروازو شاته يې پورې وهي او آن ملي اوسياسي شخصيتونه يې په ډېرې مرموزې، وحشيانه اوبې رحمانه بڼې سره ووژني او مړي يې دپېښور دورسك په څېركانالونو او سيندونو ته پورې وهي اويايې په دښتو كې ترخاورو لاندې كړي اوپه پايله كې دكبانو ، نهنګانو، كارغانو او ځناورو دخوراك ښكار شي اويايې دې ته اړ كوي چې دترهګرو دسترملاتړكوونكي، روزنكي ، تغذيه كوونكى،وسله وال كوونكي توليدوونكي اوصادروونكي هېواد په توګه دپاكستان دمغرضو استخباراتي، اوپوځى شبكو دروزل شويو وحشي صفتوترورېستى ډلو، پېرودل شويو اجېرانو ، تالې څټو او لاس پوڅو له ليكو سره يو ځاى شي او دافغانستان، هند او آن دامريكا دهېواد دپوځيانو اونورو خلكو وژلو ته يې وهڅوي او ولمسوي اوله دې لارې خپلو شومو موخو  او ناوړو پلانونو ته پرې دعمل جامه ورواغوندي.

درسنيو له لارې دخپرو شويو رپوټونو پربنسټ دوخت دانگليسي استعمارله خوا دغه ګوډاګي اوجوړ شوي مصنوعي هېواد خپلسرى اودوه مخى حكومت غواړى چې له امريكا سره ددغه هېواد داختلافاتو پرسر په دغه هېواد كې پرافغان كډوالو ډانګونه راواخلى او د ۲۰۱۸ زېږديزكال دجنوري دروانې مياشتې ترپايه پورې په دې ډېرې لنډه او لږه موده او په دې ساړه ژمي كې يې دپاكستان له خاورې څخه په جبراو زور سره وشړي اوپه دې توګه (( پرتا مې زورنه رسېږى، مړبه دې پلار كړم)) متل ته دعمل جامه ور واغوندى او پربنسټ يې دامريكا پرځاى پرافغان كډوالو خپل زړونه يخ كړي چې په پاكستان كې دكلونو كلونو ددغو يو وېشت لكو هستوګنو افغان كډوالو پرضد دپاكستان دحكومت دغه ډول اسلامي ضد اوانساني ضد عملونه نه يوازى دكډوالو په اړه له وضع شويو نړيوالو اصولو اومنشورونو څخه څرګنده سرغړونه ده، بلكې دكډوالو له نړيوالې ادارې سره دپاكستان دخپلسرى هېواد له تېرو ژمنو سره هم هېڅ اړخ نه لګوي اوهغه يې په ډېرې بې شرمۍ ، سپين سترګۍ اوبې باكۍ سره ترپښو لاندې كړي دي، نو پردې بنسټ دامريكا او دغه راز دكډوالو دنړيوالې ادارې په ګډون دسيمې او نړۍ هېوادونه اوبين المللى سازمانونه بايد په پاكستان كې دافغان كډوالو يا دو ترخو واقعيتونو ته په كتو سره دپاكستان پرضد له سختو چلندونو څخه ګټه واخلى او ددغه هېواد پرضد دې اقتصادي، پوځى اوسياسي فشارونوته زور وركړى اوآن دترهګرو دملاتړ په تور دې دغه هېواد پاكستان په تور لېست كې شامل كړى اومشران دې آن داسامه بن لادن ، صدام حسين او معمرالقذافى له برخليك سره مخ اوله خاورو سره دې خاورې كړي.

شاولي قرار 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha