صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د ايران د ناوړو ګټو لپاره په سوريه کې د افغانانو د وژل كېدو مسئلې سخت حساسيتونه را پارولي دي

د ايران د ناوړو ګټو لپاره په سوريه کې د افغانانو د وژل كېدو مسئلې سخت حساسيتونه را پارولي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

كله چې په سوريه كې د ايران له خوا د بشارالاسد په پلوۍ له ۲۰۰۰ نه د زياتو افغانانو د وژل کېدو او تر ۸۰۰۰ د ټپي کېدو خبرونه خپاره شول، دې چارې په افغانستان كې د ايران او د ايران د پلويانو پرضد سخت حساسيتونه را پورته كړل. سره له دې ،چې افغان حكومت دغه چاره غندلې او ويلي يې ،چې ګنې د نورو په نيابتي جګړو كې د افغانانو جنګول ورته اندېښمنوونكي دي ،

خو لا هم په دې اړه سخت غبرګونونه ښكاره شوي دي. پرون د افغانستان په مشرانو جرګې كې هم په دې اړه غبرګون ښكاره شو، د دې جرګې مشر وايي، د يادې موضوع په تړاو د حکومت دريځ دوى ته ځورونکى دى. فضل هادي مسلميار چې د دوشنبې په ورځ له آزادۍ راډيو سره خبرې کړې ويلي، افغان حکومت بايد د سوريې په جګړه کې د افغانانو په وژل کېدو د ملګرو ملتونو امنيت شورا او خپلو نړيوالو متحدينو ته له ايران څخه شکايت وکړي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د فاطميون د لښکر فرهنګي مسوول زُهېر مجاهد څو ورځې مخکې يوې رسنۍ ته ويلي، تر دې دمه د سوريې په جګړه کې له ۲۰۰۰ ډېر افغانان وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ټپيان شوي دي. د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه‌حسين مرتضوي د دغه راپور تر خپرېدو وروسته رسنيو ته وويل چې افغان حکومت په هېواد او له هېواده بهر د نيابتي جګړې په تړاو په څرګند ډول خپل مخالفت اعلام کړى. ښاغلي مرتضوي دا هم ويلي، د دغه هېواد د بچيو وينه بايد د پرديو د ګټو لپاره تويه نهشي. اجرائيه رياست هم وايي چې افغان حکومت په ايران کې له افغان مهاجرينو سياسي او پوځي ګټه اخيستنه مردوده بولي. د دغه رياست د وياند د مرستيال جاويد فيصل په خبره، افغان حکومت دا مسئله له ډيپلوماتيکو لارو تعقيبوي. د سوريې د جګړې لپاره په ايران كې د افغانانو جلب او جذب كه څه هم د دغو كسانو له كورنيو او په تېره بيا د افغان حكومت له خوښې پرته تر سره كېږي،خو دې لړۍ اوس دادى ستر ناورين د افغانانو لپاره په ميراث پرېښى دى. د اسد لپاره د ايران له خوا د دغو افغان شيعه ګانو كورنۍ هم د خپلو قرباني شويو بچيانو وير كوي او دا مسئله غندي. هغوى وايي،چې په هېڅ توګه له دې مسئلې خبر نه دي، خو دا ټول د ايران د دكتاتوري ريژيم له لاسه چې له افغانانو يې سترګه نه سوځي، دې چارې ته يې زور وركړى دى. دغه ېژيم په دې توګه سخت ملامت دى او دا مسئله بايد د ملګرو ملتونو په امنيت شورا او د بشري حقونو په سازمانونو كې مطرح شي او له ايران سره حساب وشي. د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق په دې وروستيو کې په تهران کې يوې غونډې ته د خبرو پر مهال له فاطميون لښکر نه چې افغانان‌يې هم په چوکاټ کې د سوريې جګړې ته استول شوي، مننه کړې وه. د ښاغلي محقق دغه څرګندونې هم له سختو غبرګونونو سره مخ شوې او جمهوري رياست اعلام وکړ چې دا څرګندونې به د قانون په رڼا کې وڅېړل شي، خو د دغو څېړنو په اړه تر اوسه له رسنيو سره څه نهدي شريک شوي. له همدې امله د افغان حكومت په دې پاليسۍ نيوكې كېږي او ترې ملي غوښتنه دا ده ،چې په جديت سره دا مسئله وڅېړي او د افغانانو ژوند خوندي كړي. داسې هم ويل كېږي، چې آن په افغانستان كې هم د ايران د فاطميون لښکر لپاره جلب او جذب کېږي. له حكومته به ستره غوښتنه دا هم ده ،چې دا ډلې دې په سخته سزا ورسوي. ايراني ريژيم ،چې ځان د افغانستان دوست او اسلامي جمهوريت بولي، له افغان مهاجرينو د ټولو اسلامي او بشري ارزښتونو پر خلاف د خپلو ناوړو موخو لپاره د هغوى له مجبوريته ګټه اخلي او د فاطميون په نامه لښركې يې جلب او جذب کوي. دا مسئله په ملي شورا كې هم مطرح شوه او په مشرانو جرګه كې په سختو ټكو وغندل شوه،خو وايي ،چې افغان حكومت دې يوازې پر دې مسئلې اندېښنه نه ښكاره كوي،بلكې عملي اقدام دې وكړي. افغان حکومت د سوريې په جګړه کې د دوه زره افغانانو د وژل کېدو مسئله اندېښمنوونكې بولي او هغه كسان او ډلې يا حكومتونه غندي،چې د ملت بچيان يې دې تپل شوې او مغرضانه جګړې ته جذب كړي دي، څو ورځې وړاندې د شرق په نوم ايرانۍ ورځپاڼې د ( فاطميون لښکر ) د فرهنګي چارو د مسوولينو په حواله ليکلي، چې له دوه زره ډېر افغانان د سوريې په جګړه کې وژل شوي او ۸ زره نور ټپيان شوي دي. د ( فاطميون لښکر ) په ايران کې له هغو افغانانو جوړ پوځ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha