صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | پاكستان او ايران دې د خپلو شومو موخو لپاره دافغان كډوال د فشار په توگه نه كاروي

پاكستان او ايران دې د خپلو شومو موخو لپاره دافغان كډوال د فشار په توگه نه كاروي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

افغانانو پر افغانستان د پاكستان ،ايران او روسيې په څېر د سيمې او نړۍ د مغرضو محركو،مخربو او تېري كوونكو استخباراتي او پوځي شبكو له لوري د تېرو څلويښت كلنو تپل شويو جګړو په بهير كې نه يوازې د پاكستان او ايران په ګډون د نړۍ

د مغرضو هېوادونو له لوري ډېرې مرګ ژوبلې ګاللي په جيلونو كى ځورول شوي ،زندۍ شوي غرغره شوي، سوځول شوي او مړي يې سيندونو ته پورې وهل شوي او يا په دښتنو كې تر خاورو او ډبرو لاندې شوي،د ځناورو،كارغانو،كبانو او نهنګانو د خوراك ښكار شوي او هم د ايران په څېر د نړۍ په هېوادونو كې د كاركولو او مزدورۍ  پر مهال د لوړپوړو ودانيو له سره راپورې وهل شوي او راغورځول شوي، وژل شوي، جيبونه يې لوټ شوي او يا هم په افغانستان كې دخپلو بې ګناه، بې دفاع او مظلومو خلكو د وژلو او داسې نورو تباهيو د سرته رسولو  له پاره كارول شوي او يا آن په سوريه كې هم د ايران د حكومت د مخالفينو پرضد د جګړو له پاره ددغو مجبورو او محتاجو افغان كډوالو له لربولو څخه د يوې سترې وسيلې په توګه كار اخيستل شوى او له دې لارې د ايران په څېر د نړۍ د استبدادي ،زبېښاكګرو او ښكېلاكګرو هېوادونو د ډېرو شومو موخو ښكار شوى ، بلكې د پاكستان په هېواد كې، هم د قاچاق شويو افغان ماشومانو او نورو تېراېستل شويو افغان كډوالو د پلورلو په ماركېټونو او پلورنځيو كې پربډايو او شتمنو عربانو، شيخانو او يا آن پر پاكستانيو سخت دريځو مذهبي كړيو او استخباراتي ادارو پلورل شوي دي او له هغو څخه د مينځو،غلامانو او ځانمرګو بريدګرو په توګه ډېرې ناوړه غيرانساني او غير اسلامي ګټې اخيستل شوي او لوبول شوي دي چې له ډېره بده مرغه لړۍ يې اوس هم روانه ده او د هغو د كلك مخنيوي له پاره د بشر د حقوقو،د بښنې او دكډوالو د نړيوالو سازمانونو په ګډون د بې پرې نړيوالو ټولنو د كوټلو او بيړنيو اقداماتو سرته رسولو ته په ډېرې بې صبرۍ سره لارې څارو او بايد د نړۍ دغه ډول تيري كوونكي او په سر كې يې د پاكستان او ايران خپلسري او دوه مخي هېوادونه له افغان كډوالو سره ددغه ډول انساني ضد، اسلامي ضد او ترقي ضد عملونو په تړاو په تور لېست كې شامل كړي.  د رسنيو له لارې د خپروشويو رپوټونو پر بنسټ په دې لړ كې افغان حکومت هم د سوريې په جګړه کې د دوه زره افغانانو د وژل کېدو مسئله د اندېښنې وړ بولي او هغه كسان او ډلې يا حكومتونه غندي،چې د ملت بچيان يې په سوريه كې مغرضانه جګړې ته جذب كړي دي، له همدې امله حكومت پر ملت غږ كوي، چې خپل اولادونه بايد د پردۍ جګړې قرباني نه كړي او له نړيوالو ارګانونو غوښتنه كوي، چې د ايران او پاكستان په څېر په ټولو بهرنيو هېوادونو كې د افغان مهاجرو حقونه خوندي كړي! په دى اړه د شرق په نوم ايرانۍ ورځپاڼې د ( فاطميون لښکر ) د فرهنګي چارو د مسوولينو په حواله ليکلي دي چې له دوه زره ډېر افغان كډوال د سوريې په جګړه کې وژل شوي او نور ۸ زره يې ټپيان شوي دي. د ( فاطميون لښکر ) په ايران کې له هغو افغانانو جوړ دى، چې د ايران د حکومت له خوا په سوريه کې د بشارالاسد په پلوۍ جنګول کېږي. د دغه لښكر د فرهنګي چارو مسوول ويلي:  (( دغه شمېر افغانانو له اسلام څخه ځانونه قُرباني کړي.)) دا مسئله اوس په هېواد كې د ملت له خوا سخته غندل كېږي، د فاطميون په لښكر كې كه هر څومره شيعه وروڼه د اسد په دفاع كې وژل كېږي ،دغه توكم د خپلو اولادونو په دا ډول نيابتي جګړه كې د جنګولو پاليسي غندي او د خپلو بچيانوپه وير كې

دي، څه موده وړاندې دافغانستان د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق ايران ته تللى و او له ډېره بده مرغه د سوريې د رژيم په ګټه يې په دې تپل شوې جګړه  كې د افغانانو او نورو جنګياليو جنګول او قربانۍ وستايلې، چې له سختو نيوكو سره مخ شو. نن هم وايو،چې دا جګړه تپل شوې جګړه ده او داسې په كلكه يې غندو، لكه چې په افغانستان كې نږدې څلويښت كلنه تپل شوې جګړه غندو. دې ته نه يو كس او نه هم ايران دليل وړاندې كولى شي ،بلكې دا د افغان كډوالو په څېر دخلكو له مجبوريته ناوړه ګټه اخيستل دي او افغان حكومت بايد د دغو قرباني شويو افغانانو تاوان واخلى. له ډېره بده مرغه له كلونو كلونو را هيسې ايران په افغانستان ،عراق او سوريه كې د خپلو ناوړو موخو او تپل شوې جګړې د دوام لپاره افغانان جنګوي او د هر قرباني شوي كورنۍ ته په ايران كې د اوسېدلو دايمي اجازه او كور وركوي.

 شاولي قرار شينوارى 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha