صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د پاكستان په وړاندې د عملي اقداماتو غوښتنې

د پاكستان په وړاندې د عملي اقداماتو غوښتنې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دايو رښتينى واقعيت دى چې اوسمهال افغانستان دنړۍ په استازيتوب دترورېزم اوترهګرۍ په وړاندې په جګړه كې ښكېل دى هره ورځ قرباني وركوي اوپه نړيواله كچه دترورېزم پرضدمبارزه كې دجګړې پر محور بدل شوى دى خو ددغو ترورېستي كړيو ترشا دسيمې داستخباراتي سازمانونو اوپه ځانګړې توګه دګاونډي هېواد پاكستان داستخباراتي شبكو پراخ لاس دى،

په اصل كې ترورېزم يوازې دافغانستان له پاره نه بلكې دټولې سيمې اونړۍ له پاره جدي خطر دى، په دغه حقيقت دنړيوالو دپوهيدو په موخه بالاخره دافغان حكومت دفعال بهرني سياست په لړ كې په دې وروستيو كې دامريكا دمتحدو ايالاتو جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ زېږديز كال په لومړۍ ورځ پرټويټر په خپل لومړنى پيغام كې پاكستان درواغجن هېواد بللى او ويلي يې دي چې دغه  هېواد دامريكا دلسګونو ميلياردو ډالرو مرستې په بدل كې امريكا ته له درواغو پرته نورڅه نه دي وركړي، نوموړي ليكلي چې په تېرو پنځلسو كلونو كې امريكا په ا حمقانه ډول له پاكستان سره له ۳۳ ميلياردو ډالرو ډيرې مرستې كړي او پاكستان موږ ته پرته له درواغو اوخطا اېستلو نور څه نه دي راكړي اوزموږ پرمشرانو يې داحمقانو خيال كړى دى. پاكستان هغو ترهګرو ته امن ځايونه وركړي دي  چې موږ يې په لږه همكار ۍ په افغانستان كې ښكاركوو، نور به داسې نه كېږي. ديادونې وړ ده چې دافغانستان جمهوري رياست دپاكستان په اړه دامريكا د جمهور رييس د وروستيو څرګندونو په  هكله په خپل بيان كې دټرمپ دريځ د افغان حكومت دفعال بهرني سياست زيږنده بللې، دجمهوري رياست سرپرست وياند ويلي چې افغان حكومت له نړيوالو شريكانو سره  

دبهرني سياست په برخه كې ډيره ښه او اغيزمنه همكاري لري، هغه څه چې پيښ شوي دافغان حكومت دفعال اوبريالي بهرني سياست له امله دې ،موږ دبهرني سياست په برخه كې له خپلو نړيوالو شريكانو سره ښه او اغېزمنه همكاري لرو او دا همكاري په منسجم ډول ترسره كېږي ، له دې څخه مهمه خبره داده چې دافغانستان دخلكو ستراتېژي اودافغان امنيتي اود فاعي ځواكونو سرښندنې ددې سبب شوي چې نړۍ دسيمې له وضعيته سم درك ولري او د ترورېزم په وړاندې په مبارزه كې زموږ رښتينولي ثابته شي. همدا راز دډله ييزو خپرندويو سرچينو په حواله افغان حكومت داجرائيه رياست دوياند د مرستيال له قوله ويل شوي چې له پاكستان سره دامريكا مرستو او نړيوالو همكاريو چې د ترورېزم په وړاندې دمبارزې په برخه كې يې ورسره كړې وې،لازمه نتيجه نه ده وركړې ، نوځكه اړينه ده چې نور اقدامات وشي ، داسې اقدامات چې هغه د ترورېزم پروړاندې په مبارزه كې زموږ داهدافو دترلاسه كولو لپاره اساسي حل لارې وگڼل شي. په واقعيت سره له كوم وخت څخه چې ډونالډ ټرمپ واك ته رسيدلى، نو تل يې د ترورېزم ضدمبارزه كې درښتينې همكارۍ په نه كولو پرپاكستان لفظي انتقادونه كړې دي، خو دنوموړي د وروستيو څرګندونو ترڅنګ جګړه ځپلي افغانان په دې هيله دي چې په عمل كې هم بايد امريكا پرپاكستان ځانګړي اوجدي فشارونه راوړي، ترهغو چې دغه هېواد له خپلې ناوړې پاليسۍ څخه لاس واخلي اوسمې لارې ته راشي او د ترورېزم له ملاتړ ، تمويل او تجهيز څخه لاس په سرشي اوپه خپله خاوره كې د ترورېستي كړيو ټول پټنځايونه او روزنيز مركزونه، بند، ړنګ او له منځه يوسي ترهغو چې د ترورېزم ناوړه پديده چې دافغانستان په شمول، سيمه او نړۍ يې نا امنه كړې ده دتل لپاره ختمه شي او دافغانستان په شمول دسيمې اونړۍ هېوادونه د ترورېزم له خطر څخه په امن كې شي، پردې بنسټ ډېره اړينه ده چې پاكستان بايد له فرصت څخه په استفادې سره په خپله خاوره كې ټولې ترورېستي ډلې له منځه يوسي او د ناامنۍ په موخه نورو هېوادونو ته دهغوى له صادرولو څخه لاس واخلي او په نړيواله كچه خپل هېواد له منزوي كېدو څخه وژغوري.

ش، شاهين

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha