صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په افغانستان كې ۲۰۱۷م كال څنګه تېرشو؟

په افغانستان كې ۲۰۱۷م كال څنګه تېرشو؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان او جنوبي آسيا دهېوادونو لپاره د امريكا دنوې ستراتېژۍ اعلان:

د ۱۳۹۶ ل كال دزمري په ۳۱ مه  د شنبې په ورځ دامريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دافغانستان او جنوبي آسيا د هېوادونو لپاره له ۷ مياشتو وروسته خپله نوې ستراتېژې اعلان كړه. په دغې ستراتېژۍ كې دافغانستان لپاره درې ټكي ډېر مهم وو لومړى داچې په افغانستان كې به جګړه دوام مومي، دوهم داچې دامريكا نور سرتيري به افغانستان ته را استول كېږي. درېيم دا له پاكستان څخه يې وغوښتل چې دترورېزم له ملاتړ څخه لاس واخلي...

قزاقستان ته دولسمشر غني سفر:

د ۱۳۹۶ ل كال د وږي په ۱۷ مه د جمعې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني ديو پلاوي په مشرۍ دقزاقستان مركز آستانې ته ورسېد او د اسلامي هېوادونو دكنفرانس دسازمان په غونډه كې يې چې د ترورېزم پرخلاف دگډې مبارزې لپاره جوړه شوې وه ، وينا وكړه.

د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتېژيك مشاركت دوهمه غونډه:

د ۱۳۹۶ ل كال د وږي په ۲۰ مه د دوشنبې په ورځ په نوي ډېلي كې دافغانستان او هند ترمنځ د ستراتېژيك مشاركت دوهمه غونډه جوړه شوه. په دغې غونډه كې دافغانستان له لوري د بهرنيو چارو سرپرست وزيرصلاح الدين رباني ګډون كړى و او خپله وينا يې دغونډې ګډونوالو ته واوروله. دهند د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن سوشما سوراج هم غونډې ته خپله وينا واوروله په دغه سفر كې هند له افغانستان سره دپوځي مرستو تړون هم لاسليك كړ. دستراتېژيك مشاركت لومړۍ غونډه د ۱۳۹۵ ل كال د غبرګولې په ۲۰ مه  په كابل كې شوې وه.

تركمنستان ته دغني سفر:

د ۱۳۹۶ ل كال د وږې په ۲۶ مه د يكشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د آسيا يې لوبو د پرانيستې په غونډه كې دګډون لپاره د تركمنستان مركز عشق آباد ته ورسيد او وروسته يې دپرانيستې په غونډه كې برخه واخيسته.

دملګرو ملتونو په ۷۲ يمه كلنۍ غونډه كې دولسمشر غني ګډون:

د ۱۳۹۶ ل كال د وږې په ۲۷ تمه د شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني له تركمنستان څخه نيويارك ته روان شو.

د ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ ليدنه:

د ۱۳۹۶ ل كال دتلې په ۴ مه د سې شنبې په ورځ يوشمېر رسنيو خبر وركړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او دامريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دملګرو ملتونو د غونډې په څنډه كې دامريكا له ولسمشر ټرمپ سره ليدلي او له محمد اشرف غني څخه يې غوښتې دي چې په قطر كې د طالبانو دفتر وتړي....

ولسمشر محمد اشرف غني دملګروملتونو په ۷۲ يمه غونډه كې:

دافغانستان  جمهور رييس محمد اشرف غني د ۱۳۹۶ ل كال د وږي په ۲۷ تمه د دوشنبې په ورځ امريكا ته ورسېد او دوږې په ۲۹ تمه يې دملګروملتونو په عمومي كلنۍ غونډه كې خپله وينا واوروله او بيا يې هم پر طالبانو غږ وكړ،چې دسولې خبروته كښېني او هم يې وويل ،چې له پاكستان سره خبروته چمتو دى....ولسمشر دملګرو ملتونو د غونډې په څنډه كې له يوشمېر ولسمشرانو سره هم وليدل او دافغانستان پر حالاتو يې ورسره خبرې وكړې او هم يې دملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيوكوتريش، سره دنړيوال ترورېزم پرخلاف دمبارزې په اړه خبرې وكړې.

په كابل كې دسام نړيواله غونډه:

د ۱۳۹۶ ل كال دتلې په ۱۲ مه د چهارشنبې په ورځ په كابل كې دسام نړيواله غونډه جوړه شوه. په دغې غونډه كې له ۴۰ څخه د زياتو هېوادونو استازو ګډون كړى و. په دغې غونډه كې د ښځود حقونو او كار په برخه كې خبرې وشوې او هم په راڼه ډول دمرسته شويو پيسو دلګښت په برخه كې خبرې وشوې دغه غونډه دهېواد دلومړۍ ميرمنې بې بې ګل رولاغني په وينا پيل شوه دغې غونډې دوه ورځې دوام وكړ او هم محمد اشرف غني دغې غونډې ته خپله وينا وكړه:

په مسكو كې دشانګهاى غونډه:

د ۱۳۹۶ ل كال دتلې په ۱۹ مه د چهارشنبې په ورځ په مسكو كې د شانګهاى د همكاريو دسازمان داتو غړو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شوه په دې غونډه كې د بهرنيو چارو د وزيرانو مرستيالانو ګډون كړى و. په دې  غونډه كې افغانستان هم دڅارونكي په توګه ګډون كړى و. په دې غونډه كې په افغانستان كې له نړيوال ترورېزم سره دګډې مبارزې په اړه خبرې وشوې.

دعمان دمسقط په ښار كې شپږمه څلور اړخيزه غونډه:

د ۱۳۹۶ ل كال دتلې په ۲۴ مه د دوشنبې په ورځ دعمان دمسقط په ښاركې د افغانستان ، پاكستان،چين او امريكا په گډون شپږمه څلور اړخيزه غونډه جوړه شوه.په دغې غونډه كې د افغانستان له لوري د بهرنيو چارو وزارت معيين حكمت خليل كرزي ګډون كړى و. په دې غونډه كې په افغانستان كې دسولې د راوستلو لارې چارې ولټول شوې.

سمېع الله- سمېع درېيمه برخه

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha