صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | پر پاكستان د امريكا د دړكو سوله بښونكو پايلوته په ډېرې بې صبرۍ لارې څارو

پر پاكستان د امريكا د دړكو سوله بښونكو پايلوته په ډېرې بې صبرۍ لارې څارو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دنړۍ دبېلابېلو رسنيو له لارې دخپرو شويو رپوټونو له مخې د پاكستان په خپلسري،دوه مخي ،درواغجن،تېري كوونكي اوپاروونكي هېواد كې دمغرضو استخباراتي او پوځې شبكو د روزل شويو تروريستي ډلو د ځپلو لپاره دغه هېواد په تېرو شپاړسو كلونو كې له امريكا څخه د ۳۳ مېلياردو امريكا يې ډالرو مرستو له ترلاسه كولو سره سره بيا هم له امريكا سره دخپلو ژمنو پرخلاف دطالبانو،حقاني شبكې ،

القاعده او داعش په څېر تروريستي ډلې لاخپلې ناولې غېږې ته ورنږدې كړې ، په خپلو دېرش زره استخباراتي مدرسو كې يې و روزلې ،تغذيه او وسله والې يې كړې او داسامه بن لادن په ګډون دترهګرو مشران يې داسلام آباد دايبټ آباد په څېر په وسپنيزو او فولادي تلخونو كې پټ او ځاى پرځاى كړل اوله دې ځايه يې په افغانستان كې پرې دامريكا نږدې درې زره پوځيان ووژل او دهغوى نږدې اوولس زره پوځيان يې ټپيان ، معلول او معيوب كړل اوتريو نيم زرو مېلياردو (يونيم تريليونو) امريكايي ډالرو پورې يې پوځي اومالي زيانونه ورواړل، نوپردې بنسټ دامريكا جمهور رييس ډونالډټرمپ يادو واقعيتونو ته په پام سره نه يوازې دافغانستان او جنوبي آسيا دسولې په اړه په خپلې پوځي ستراتېژۍ كې، بلكې د ۲۰۱۸ زېږديز كال دلومړۍ ورځې دلمانځلو په مناسبت يې په خپل وروستي پيغام كې هم له امريكا سره دپاكستان دوه مخې، درواغجنه اوتېراېستونكې پاليسي سخته وغندله او محكومه كړه اوسختې دړ كې يې پرې وكړې، چې له دې وروسته دامريكا او افغانستان په ګډون دمتحدينو په وړاندې دپاكستان ددغه خپلسري،درواغجن او پاروونكي هېواد له زياتو چلونو اوفريبونو او دوكوڅخه ډكه پاليسي نوره دمنلو او زغملو وړ نه ده اونور بايد دپاكستان خاوره له ترهګرو پاكه كړي او دهغوى ځالې ،روزنځايونه اوپټنځايونه دې دړې وړ ې كړي اوخپلې مالي سرچينې دې چې زياتره يې دامريكا مالي مرستې دي،ژر ترژره پرې وچې كړي اوله دې پرته به پاكستان ډېرڅه وبايلي او دامريكا او افغانستان په ګډون به يې دسيمې اونړۍ دهېوادونو پرضد ټولې شومې توطئې او ناوړې موخې بېخي شنډې اوناكامې اوله خاورو سره به خاورې شي او عاملين به يې دعراق او لېبيا د وخت دمستبدو جمهورو رييسانو معمر القذافي او صدام حسين اودغه راز دالقاعده دنړيوال تروريستي سازمان دمشر اسامه بن لادن او دطالبانو دپخواني مشر ملااختر محمد منصور له برخليك سره مخ شي او دخپلو پاروونكو،تېري كوونكو او تېراېستونكو عملونو پرسختې جزا به ورسېږي. سياسي شنونكي او نوركارپوهان باورلري، چې كه امريكا دتروريستي ډلو ددغه ستر ملاتړ كوونكي ، روزونكي، وسله وال كوونكي ،تغذيه كوونكي ،توليد وونكي او صادروونكي هېواد پاكستان د په نښه كولو اوځپلو په اړه خپلو دړ كوته دعمل جامه ورواغوندي،نو د امريكا، افغانستان او هند په څېر دسيمې او نړې هېوادونه به ډېر ژر د پاكستان له شره خوندي شي اوله دې پرته به امريكا د ۲۰۰۱ م كال دسپټمبرمياشتې ديوولسمې نېټې په څېر تل زړه دردوونكې پېښې ګالي اوله سترګو به يې د اوښكو پرځاى وينې څاڅي. دسولې ارمانجن افغانان  ، سوله غوښتونكي بنسټونه اونورې بې پرې ټولنې دې ته په ډېرې بې صبرۍ لارې څاري چې پرپاكستان وروستۍ دړ كې به دافغانستان لپاره سوله بښونكې او داسې نورې مثبتې پايلې راونغاړي او پر افغانستان د پاكستان او ايران په څېر دسيمې اونړۍ دمغرضو،مخربو، محركو او تېري كوونكو استخباراتي او پوځي شبكو له خوا د نږدې څلوېښت كلنو تپل شويو جګړوناخوالو اونادودو ته دپاى ټكى كېږدي، نه داچې امريكابيا دتېر په څېر دپاكستان دناوړه دوه مخې او درواغجنې پاليسۍ ښكار شي او پرضد يې دبنديزونو پرلګولو او د ړكو دبطلان كرښه راوكاږي او بيا دپاكستان ددوه مخي اوخپلسري هېواد

په لومه كې ونښلي.

ش - ايمل اتل

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha