صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون له پاره د وړ غړو غوره كول، پوره امنيت، برېښنايي تذكرې او مالي امكانات د رڼو ټاكنو تضمين كوي

د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون له پاره د وړ غړو غوره كول، پوره امنيت، برېښنايي تذكرې او مالي امكانات د رڼو ټاكنو تضمين كوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د رسنيو له لارې دخپرو شويو رپوټونو پربنسټ دافغانستان دټاكنو دخپلواك كمېسيون له پاره دغړو دغوره كولو په اړه دغوراوي كمېټې تېره اوونۍ ددغه كمېسيون ديو كمبود غړي دغوره كولو له پاره دنوماندانو ثبتول پاى ته رسولي دي او ټاكل شوې ده چې دغوراوي كمېټه به په نږدې راتلونكي كې له دغو ثبت شويو او راجستر شويو نوماندانو څخه يو شمېر وړ، پوه ،

مجرب او تعليم يافته نوماندان غوره كړې اودټاكنو دخپلواك كمېسيون ديو كمبود غړى دغوره كولو له پاره به يې د افغانستان جمهور رييس محمداشرف غني ته وړاندې كړي چې له دغو نوماندانو څخه داسې كس دټاكنو دخپلواك كمېسيون دغړيتوب له پاره غوره كړي چې له پوره وړتيا ، پوهې ،زياتې تجربې اودلوړو زده كړو له ښيګڼوڅخه برخمن وى، دخلكو پروينو يې لاسونه  سره نه وي اوپه داسې نورو فسادونو كې هم ښكېل نه وي، ښه سابقه ولرى اودخلكو زړونه اودهغوى پوره باوريې ترلاسه كړى وي اوهم ورسره جوخت افغان حكومت او نړيواله ټولنه په خپلوكې دپوره ،همغږۍ له مخې په هېواد كې دولسواكۍ ديوې سترې لاس ته راوړنې په توګه درڼو، آزادو او عادلانه ټاكنو دسرته رسولو له پاره د راى اچوونكو دنومونو دبايومتريك كولو، دبرېښنايي تذكرو  دوېش، دپوره امنيتي تدبيرونو دنيولو او  د مالي ،تخنيكي او لوژستيكي امكاناتو د برابرولو له پاره له خپل ټول وس اوځواك څخه كار واخلي.داچې د ولسواكۍ ديوې سترې لاس ته راوړنې په توګه د رڼو، آزادو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو له پاره نه ستړې كېدونكې، جدي، قاطعانه او رښتينې هڅې دافغانستان دټاكنو دخپلواك كمېسيون دغړو له سترو مسئوليتونو او مكلفيتونو څخه گڼل كېږي او په هغو كې ددرغليو ټگماريو او لاسوهنو كلك مخنيوى د ټاكنو دخپلواك كمېسيون دغړو كوټلو ، اغېزمنو ، رښتينو او دقيقو اقداماتو ته اړتيا لري، نو پر دې بنسټ دټاكنو د خپلواك كمېسيون ياد غړي بايد دټاكنو په اړه نافذو قوانينو اوطرزالملونو ته په پوره كتو سره په دې برخه كې له خپل ټول ځواك څخه كارواخلي اوله خپل حكومت، خلكو اوافغان ځواكونو سره دپوره همغږۍ له مخې ورودانګي، نوهله به دخلكوديوې سترې غوښتنې په توګه په هېواد كې درڼو ټاكنو دترسره كولو هڅې، منډې او ترړې مثبتې پايلې راونغاړي، دخپلو خلكو په ګډون به د ټاكنو پربهير دكورنيو اوبهرنيو څارونكو ډلو، مدني فعالانو، سياسيونو، رسنيو او نورو بې پرې بنسټونو او ټولنو پوره باور ترلاسه كړي اوله دې لارې به د ملت دكور په حيث ولسي جرګې او دغه راز دولسواليو شوراګانو ته دلوټمارانو، لنډ غرو، شوكمارانو،  جنګى جنايتكارانو،  دقدرت دګدۍ او پيسو دليونيانو ، غاصبانو ، قوماندانسالارانو اونورو فاسدانو او فاسقانو پرځاى د وړكسانو، هېوادپالونكو خلكو پاك زړو اوښه زړو استاز و ورتګ ته لاره پرانيزى ، خپل هېواد اوخلكو ته به ديوې ښې راتلونكې او روښانه سباوون سترارمغان له ځان سره راوړي او دملت په كور (ولسي جرگه) او دغه راز دولسواليو په شوراګانو كې به په دې اړه دټاكنيزومنډو ترړو پرمهال له خپلو جګړه ځپلو، وږو تږو، بربنډو، پښې لوڅو، بيكارو، بې وزلو، بې ځايه شويو او بېرته راستنو شويو هېوادوالو سره خپلو شويو ژمنو ته په پوره جديت ، دقت، قاطعيت او صداقت دعمل جامه ورواغوندي اوپه دې توګه به خپل هېواد اوخلكو ته درښتينو خدمتونو دسرته رسولو جوګه شي چې راتلونكي  نسلونه به تل پرې وياړي، پرمزارونو به يې تل ځولۍ ځولۍ او ګېډۍ ګېډۍ ګلان شيندى، پرشمعو او جنډو به يې تل ځلانده او رپانده ساتي، كاڼې او بوټي به يې تل ښكلوي او په اړه به يې دغه شعر ته  دعمل جامه وراغوندى:

خادم چې په رښتينې ځوك دملك اودملت شي وطن يې پس له مرګه پرمدفن فخر كوي

همدارنګه درڼو ټاكنو په اړه دټاكنو د خپلواك كمېسيون دغړو، افغان ځواكونو اوخلكو يادو مسئوليتونو ، رښتينو خدمتونو او كړنو ته په پام سره داهم ډېره اړينه برېښى چې په هېواد كې درڼو ټاكنو لوړ، هدف ته درسيدلو له پاره دټاكنو دخپلواك كمېسيون غړي بايد دټاكنو پرمهال دولسى جرګې اود ولسواليو دشوراګانو له پاره له ځينو ناوړه استفاده كوونكو نوماندانو سره له ناوړو معاملو، جوړښتونو او سازشونو څخه په كلكه ډډه وكړي اوپه دې برخه كې دې خپل پوره صداقت او رښتينوالى په اثبات ورسوي.

 شاولي- قرار شينوارى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha