صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په افغانستان كې ۲۰۱۷م كال څنګه تېرشو؟

په افغانستان كې ۲۰۱۷م كال څنګه تېرشو؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

۲۰۱۷م كال په داسې حال كې پيل شو چې روسانو هڅه كوله دداعش د جنګياليو په وړاندې يو نوى ايتلاف دچين ،تركيې ،ايران ،پاكستان او يوشمېر نورو هېوادونو په ګډون جوړ كړي، په دغه وخت كې د روسيې او ايران مشرانو له طالبانو سره پوځي او اقتصادي مرستې پيل كړې وې روسيې ،ايران او پاكستان غوښتل چې طالبان د خپل امنيت دساتلو لپاره دداعش په وړاندې وسله وال كړي او دداعش جنګيالي دافغانستان په شمال كې پرې له منځه يوسي .

دملګرو ملتونو پخواني سر منشي بانكيمون دا خبره كوله چې كه په افغانستان كې جګړه نه وي، نو دټولو لپاره به په افغانستان كې اقتصادي ګټې زياتې وي.

 دغه راز دافغانستان په اړه د چين، روسيې او پاكستان ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړه شوه. په دغې غونډه كې نوموړو هېوادونو له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د طالبانو د مشرانو نومونه له تور لېست څخه لرې كړي. پاكستان هم زياته هڅه كوله چې طالبان په پوځي لحاظ پياوړي او جګړه دافغانستان په ټولو ولايتونو كې پراخه كړي او افغان امنيتي ځواكونه له يوې مخې په جګړه كې بوخت وساتي. همدارنګه د ۲۰۱۷م كال په را رسېدلو سره خلك د سولې لپاره اميد وار وو. د پيرسيد احمد ګيلاني په مشرۍ  د سولې له عالي شورا سره د اسلامي حزب د سولې خبرې بريالۍ وې. ۲۰۱۷م كال د ۱۳۹۵ل كال د مرغومې په ۱۱مه د يكشنبې په شپه د جنوري په لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ كې د كرسمس جشن په خوشاليو كې پيل شو.د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن كې د لوړې د مراسمو له سرته رسولو وروسته د سلواغې په ۲يمه (د جنوري په شلمه) د شنبې په ورځ په بګرام كې له خپلو سرتېرو سره د ويډيو، له لارې خبرې وكړې او خپلو سر تېرو ته يې وويل، چې دافغانستان جګړه وګټئ د ملي يووالي حكومت اجرائيه رييس ډاكتر عبدالله عبدالله هيله څرګنده كړه چې دامريكا نوى ولسمشر به له افغانستان سره خپلو همكاريو ته دوام وركړي ..

له دې سره جوخت طالبانو د امريكا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ  څخه په لومړي او دوهم ليك كې وغوښتل چې خپل ځواكونه له افغانستانه وباسي او چې د جګړې په ځاى دې له طالبانو سره مخامخ وغږېږي .طالبانو په دوهم ليك كې ټرمپ ته دا خبره كړې وه،چې امريكا د جګړې له لارې نه شي بريالۍ كېداى، دا ځكه چې افغانان په خپل هېواد كې بهرنيان نه مني...

د دولت او اسلامي حزب ګډكنفرانس:

د دولت له غوښتنې سره سم د ۱۳۹۵ل كال د سلواغې په ۱۵مه د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو له خپل تورلېست څخه د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حكمتيار نوم لرې كړ. په همدې اړه د دولت او اسلامي حزب ګډ كنفرانس جوړ شو دواړو لورو د ملګرو ملتونو دغه كار په افغانستان كې د سولې په لور يو مهم ګام وباله او ويې ويل: چې په نږدې راتلونكي كې به داسلامي حزب مشر حكمتيار په كابل كې راښكاره شي. په دغه كنفرانس كې دا هم وويل شول چې ملګري ملتونه به داسلامي حزب د قوماندانانو نومونه هم له خپل تور لېست څخه وباسي. ملګرو ملتونو داخبره هم وكړه، چې له دې وروسته د ګلبدين حكمتيار دارايي آزاده ده او پخپله حكمتيار كولاى شي چې هر چېرته لاړ شي او ژوند وكړي. له نوموړي ګډ كنفرانس يوه ورځ وروسته

ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۵ل كال د سلواغې په ۱۶مه د چين له ځانګړي استازي سره وليدل، ولسمشر غني د سولې په راوستلو كې د چين له همكارۍ څخه مننه وكړه.

دافغانستان په اړه نړيوال كنفرانسونه او بهرته د ولسمشر غني سفرونه:

د۱۳۹۵ل كال د سلواغې په ۲۴تمه ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتوته ورسېد، ولسمشر غني په دغه سفر كې د اماراتو له مشر او نورو لوړ رتبه چارواكو سره دافغانستان د حالاتو په اړه خبرې وكړې او عربي اماراتو دسولې په راوستلو كې خپله هر ډول همكاري ښكاره كړه.

دافغانستان په اړه د مسكو شپږ اړخيزه غونډه:

د۱۳۹۵ل كال د سلواغې په ۲۷تمه په مسكو كې د روسيې ،چين، پاكستان، افغانستان ، هند او ايران تر منځ دافغانستان په اړه شپږ اړخيزه غونډه جوړه شوه، په دغې غونډه كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاليسۍ رييس اشرف حيدري هم ګډون كړى و او له طالبانو سره د سولې دخبرو په اړه نوموړو هېوادونو هر اړخيزې خبرې وكړي.

جرمني ته د ولسمشر محمداشرف غني سفر:

د۱۳۹۵ل كال د سلواغې په ۲۸تمه د پنجشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د نړيوال امنيت په ۵۳مه غونډه  كې د ګډون لپاره جرمني ته ورسېد او د مونيخ په ۵۳مه غونډه كې يې خپله وينا واوروله، ولسمشر غني د نوموړې غونډې په څنډه كې دجرمني له صدر اعظمې انګلا ميركل او يوشمېر امريكايي چارواكو سره د نړيوال ترورېزم پر خلاف په ګډه مبارزه خبرې وكړې.

په سعودي عربستان كې د اسلامي هېوادونو د سازمان د همكاريو غونډه:

دافغانستان د سولې په اړه په سعودي عربستان كې داسلامي هېوادونو د سازمان غونډه د ۱۳۹۵ ل دكب په ۱۱مه جوړه په دغې غونډه كې د عربي هېوادونو استازو پرېكړه وكړه چې بايد په افغانستان كې سوله راشي.

په لندن كې درې اړخيزه غونډه:

د ۱۳۹۵ل كال د كب په ۲۴تمه د چهارشنبي په ورځ په لندن كې دبرېتانيا په منځګړيتوب دافغانستان ،پاكستان او برېتانيا ترمنځ درې اړخيزه غونډه دافغانستان د حالاتو په اړه جوړه شوه، په دغې غونډه كې دافغانستان له لوري د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر ،دپاكستان له لوري دپاكستان د صدراعظم امنيتي سلاكار ډاكتر سرتاج عزيز ګډون كړى او له نړيوال ترورېزم سره په ګډه مبارزه خبرې وشوې.

په مسكو كې دافغانستان پر حالاتو خبرې:

د ۱۳۹۵ل كال د كب په ۲۶تمه د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر د يو پلاوي په مشرۍ مسكو ته روان شو، نوموړي په خپل دوه ورځني سفر كې د روسيې دملي امنيت له سلاكار تبكولاى پتروشيف ،سره  له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په باره كې خبرې وكړې. حنيف اتمر د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره هم دافغانستان پر حالاتو خبرې وكړې لاوروف وويل: چې روسيه افغانستان يوازې نه پرېږدي.

په واشنگټن كې نړيواله غونډه:

د ۱۳۹۶ل كال د وري په ۲يمه په واشنگټن كې نړيواله غونډه جوړه شوه. په دغې غونډه كې په دې خبرې وشوې چې څنګه كولاى شو په افغانستان، سوريه او عراق كې داعش له منځه يوسو او سوله راولو په دغې غونډه كې دافغانستان له لوري د بهرنيو چارو وزارت سر پرست صلاح الدين رباني هم ګډون كړى و.

آستراليا ته د ولسمشر غني سفر:

د۱۳۹۶ل كال د وري په ۱۳مه ولسمشر محمد اشرف غني آستراليا ته  ورسېد او په آستراليا كې د مېشتو افغانانو له خوايې تود هر كلى وشو. په دغه سفر كې ولسمشر محمد اشرف غني د آستراليا له ولسمشر او نورو دولتي لوړ رتبه چارواكو سره د نړيوال ترورېزم پر خلاف د ګډې مبارزې په اړه خبرې وكړې، ولسمشر غني په افغانستان كې د آستراليا يي سر تېرو  قربانۍ وستايلې او په افغانستان كې يې د آستراليا د غوڅ ملاتړ له ماموريت څخه مننه وكړه.

اندونيزيا ته د ولسمشر غني سفر:

د۱۳۹۶ل كال د وري په ۱۶مه ولسمشر محمد اشرف غني له خپل پلاوي سره له آستراليا څخه اندونيزيا ته ورسيد، ولسمشر غني په دغه سفر كې د اندونيزيا له ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواكو سره دافغانستان پر حالاتو او دغه راز له تروريزم سره دګډې مبارزې په اړه خبرې وكړې.

دافغانستان په اړه دمسكو درېيمه غونډه:

د۱۳۹۶ل كال د وري په ۲۵تمه  د جمعې په ورځ  په مسكو كې دافغان سولې په اړوند د نړۍ د ۱۱هېوادونو په ګډون غونډه جوړه شوه .په دغې غونډه كې امريكا او طالبانو ګډون نه وكړى، د غونډې ګډون كوونكو وويل: چې دافغانستان د لانجې لپاره پوځي حل لاره نه شته او په جګړه باندې افغاني لانجې نه حل كېږي ..

عربستان ته د ولسمشر غني سفر:

د۱۳۹۶ل كال دغويي په ۳۰مه د شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرۍ پر ضد په نړيوال كنفرانس كې د ګډون لپاره رياض ته ورسېد .په دغه دوه ورځنۍ غونډه كې د نړۍ د ۵۴هېوادونو مشرانو او دغه راز د امريكا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د رياض په غونډه كې ګډون وكړ. ولسمشر غني د غويي په ۳۱مه خپله وينا غونډې ته واوروله .

 سمېع الله- سمېع لومړۍ برخه

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha