صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | له افغانستان سره د متحدو عرب اماراتو د مشاركت او همكارۍ فصل پرانيستل كېږي

له افغانستان سره د متحدو عرب اماراتو د مشاركت او همكارۍ فصل پرانيستل كېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

ټاكل شوې ،چې متحد عرب امارات ډېر ژر له افغانستان سره د مرستې په موخه د ستر نړيوال كنفرانس كوربته وكړي، دا خبره ولسمشر غني هم كړې ده ، په دې اړه افغان حکومت ويلي، چې متحد عربي امارات به له افغانستان سره د مرستې په اړه د ستر کنفرانس کوربتوب وکړي. د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د يکشنبې په ورځ د ملي شورا له اداري پلاوي او غړو سره په ارګ کې ليدنه کړې او د خپلو وروستيو سفرونو د لاسته راوړنو په اړه يې هغوى ته معلومات ورکړي دي.

ښاغلي غني ويلي (( متحد عربي امارات به ډېر ژر له افغانستان سره د مرستې په اړه د ستر کنفرانس کوربه شي او موږ په ګډه د چمتووالي لپاره کار کوو.)) په دغه کنفرانس کې به د اماراتو د پراختيايي صندوق له لارې، د افغانستان د پروژو ملاتړ، پانګونې، بازارموندنې او کار موندنې په اړه بحث وشي. افغان ولسمشر دغه راز ويلي، چې متحد عربي امارات د لومړي عربي هېواد په توګه د افغانستان له هوايي قواو سره مرستې ته چمتوالى ښودلى او زياته کړې يې چې دغه هېواد به د افغانستان د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي. ولسمشر غني دغه راز ويلي، چې افغانستان به د لومړي ځل لپاره د اقتصادي مسايلو لکه د بازار موندنه، کرنيزې پراختيا او نورو برخو کې د سترو اقتصادي طرحو د ترتيب او تنظيم لپاره، ځانګړى ټيم جوړ کړي. ښاغلي غني د روان عيسوي کال د نومبر په اتمه د متحدو عربي اماراتو له چارواکو سره د دوه اړخيزه همکاريو د پراختيا او امنيتي مسايلو پر سر د خبرو لپاره هغه هېواد ته تللى و. دا په داسې حال كې ده ،چې څه موده وړاندې د افغانستان دښمنو كړيو د متحدو عربي اماراتو پر سفير او ديپلوماټانو په كندهار كې د خپلو نفوذي كسانو په مرسته ترهګر بريد وكړ ،چې د پنځو ډيپلوماټانو په شمول يې دغه سفير او د افغانستان يو شمېر كادرونه شهيدان او ټپيان كړل. د دښمن موخه دا وه ،چې له افغانستان سره د متحدو عرب اماراتو اړيكې وشلوي او د تل لپاره متحد عربي امارات يوازې او يوازې افغانستان ته د پنجاب له عينكو وګوري. د دښمن تمه دا وه چې ګنې هره مرسته چې كېږي ،نو بايد د پنجاب په خوښه وشي او كه يې خوښه نه وي، نو نه دې كېږي. همدا وو چې په تېرو څو لسيزو كې پنجابيانو ځانونه د افغانستان د جهاد ناجيان بلل او هر عربي هېواد او د امريكا په شمول يې له افغانانو سره د مرستو سرپرستي كوله. هغوى به دا مرستې سنتولې او لاسوهنه به يې په كې كوله. همدا ووچې ايله به له افغانستان سره عربي هېوادونو د خرماوو او د اختر د قربانيو د غوښو مرستې كولې. هغه به هم چې له پنجابه اضافه شوې، خو افغانستان هغه پخوانى هېواد نه دى، سره له دې چې په كندهار كې د متحدو اماراتو سفير او ډيپلوماټان شهيدان شول، خو له افغانستان سره د دغه هېواد ژمنه ،نه ماتېدونكې ده. هغوى په ډېر خلوص له افغانستان سره مرستو ته دوام وركوي او هېڅ ډول ترهګر بريد به يې له خپل هوډه په شا نه شي كړاى. په افغانستان كې د متحدو اماراتو سفارت اوس كه هر څومره د رييس له خوا اداره كېږي، خو دغه هېواد په افغانستان كې د سترو سترو پروژو لپاره ژور پلانونه لري. يوازې به لږ ځنډ وكړي، خو دا پلانونه پلي كېدونكي دي، ځكه افغانانو د پرمختګ پوخ او نه ماتېدونكى هوډ كړى او د پر شا تګ پلونه يې ټول پر ځان پسې نړولي دي. په اماراتو كې به د افغانستان لپاره دا ستره غونډه ښې لاسته راوړنې ولري او كوربه هېواد به له افغانستان سره خپل مشراكت بيان كړي. دا چې امارات د افغانستان د هوايي ځواك د پياوړتيا لپاره پلان لري، نو دا د افغانستان د ثبات ،امنيت او ښې راتلونكې لپاره ستر پلان دى. دا به د امريكا او ناټو له پلانونو سره نوره مرسته هم وكړي. افغان حكومت لكه څرنګه چې ولسمشر غني وويل ،د دغه كنفرانس لپاره تيارى نيسي او له پياوړي پلان سره به غونډې ته د ګډون لپاره اماراتو ته لاړ شي. افغان ولسمشر د اماراتو چارواكي پر ټولو ګډو ګټو ،د ترهګرۍ پر خطرونو او د سيمې د اقتصادي ودې او په تېره بيا په افغانستان كې د پانګونو لپاره د فرصتونو په اړه پوه كړي دي، دا د ولسمشر د مدبرانه مديرت ستره بېلګه ده. نه يوازې امارات ،بلكې افغان ولسمشر د سيمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته قناعت وركړى ،چې ترهګري يې ستره دښمنه پديده ده ،چې بايد په ګډه له منځه يوړل شي. هغوى هم دې ته پام اړولى او د تېرې جمعې په ورځ د اذربايجان په پلازمېنه باكو كې يې د اسيا د زړه يا د استانبول بهير په اوومه غونډه كې د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې او د افغانستان له فرصتونو د ګټې اخيستلو لپاره د دې غونډې په پرېكړه ليك كې يې ژمنه، ښه نمونه ده. متحد عرب امارات په نړيواله كچه د سترو پانګونو او په دغه هېواد كې د نړيوالو د شراكت او لويې سوداګرۍ د مركزيت سترې سترې تجربې لري ،هغوى غواړي ،چې دا تجربې له افغانستان سره شريكې كړي او دا د افغانستان لپاره ستر ارزښت لري او دا چې دا تجربې خپله له افغانستان سره شريكوي او افغان حكومت ترې د خپل پرمختګ لپاره ګټه اخلي، دا پخپله د افغانستان د پرمختګ ضمانت دى او افغان ولس او د سيمې هېوادونه په دې يقيني كړي ،چې افغانستان ښه پرمختللې او روښانه راتلونكې لري او چمتو كېږي ،چې په افغانستان كې د سترو پانګونو لپاره تصميم ونيسي او يا د افغانستان د ښه ټرانزېټي موقعيت او امكاناتو ګټه پورته كړي. له متحدو اماراتو سره د افغانستان مشاركت او په افغانستان كې د پانګونو لپاره د دغه هېواد هوډ ، ستره تاريخي پېښه او د افغانستان لپاره مهم پلان دى، چې هركلى يې كوو او د په برياليتوب سره د دغو پلانونو او مشاركت د پلي كېدا هيله يې لروو. 

هدايت الله نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha