صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | له فقر او بېكارۍ سره دې مبارزه سخته او جدي شي

له فقر او بېكارۍ سره دې مبارزه سخته او جدي شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

فقر او بېكاري نه يوازې خلك دې ته اړكوي چې دخپل ځان او خپلې كورنۍ د غړو د نفقي د لاس ته راوړلوله پاره غلا وې وكړي ،انسان تښتونوته لاس واچوي ، د كډوالۍ زيات كړاوونه وګالي، د نېشه يي توكو كښت ،توليد او قاچاق ته دوام وركړي او لوټ او تالان وكړي ،بلكې د يوې مړۍ ډوډۍ د لاس ته راوړلو له پاره د ترهګرو او دهغوى د روزونكو،تغذيه كوونكو ،توليدوونكو او صادروونكو هېوادونو له ناولو غېږو سره هم يو ځاى كېږي ،پرخپلو ځانونو پورې بمونه تړي ،

وسلې پر اوږو كوي او دمغرضو استخباراتي كړيو پر لمسونې او هڅونې سره دافغانستان ،هند او آن امريكا په څېر د سيمې او  نړۍ د هېوادونو د خلكو د وژلو او داسې نورو فجيعو او شنيعو عملونو د سرته رسولو له پاره پرځانمرګو او غلچكي بريدونو لاس پورې كوي او له امله يې خلك د ويرونو او ماتمونو د ګاللو ير ټغرونو كښېنوي او له دې لارې د خپلو مغرضو استخباراتي بادارانو شومو موخو او ناوړو پلانونو ته دعمل جامه وراغوندي ، نو پر دې بنسټ د فقر او بيكارۍ د سترې ربړوونكې ستونزې په اړه  يادو واقعيتونو ته پام سره حتمي او ضروري برېښي چې په هېواد كې له فقر او بېكارۍ سره مبارزه نوره هم بايد سخته او جدي شي او بايد د خپلو ټولو كاري لومړيتوبونو په سر كې ځاى وركړل شي. دغه راز دهېواد دخلكو د يوې سترې او كړوونكې ستونزې په توګه د خلكو د فقر او بېكارۍ د له منځه وړلو ستر او مهم هدف ته د رسېدلو له پاره د هېواد په ښارونو او نورو سيمو كې د بې پلانه آسمان څكو برجونو ، دنګودنګو ماڼيو ،ښارګوټو ،سرايونو ،پلازا ګانو ،او نورو خپلسرو ودانيو په څېر دغير ضروري او استهلاكي پروژو پرځاى د صنعتي فابريكو او توليدي كارخانود بنسټيزو او اوږد مهالو پروژو جوړولو ، د كانونو، كرنيزو مځكو ،ځنګلونو او سيندونو ، په څېر له خداى راكړو بډايوطبيعي زېرموڅه دګټې اخيستنې له پاره بايد له خپل ټول ځواك څخه كار واخلو ،نو هله به دا وړۍ شړۍ شي او له امله به يې په هېواد كې دفقر،بيكارۍ ،نېشه يي توكو ،فسادونو او ترهګرو ناولو پديدو ته د پاى ټكى كېښودل شي او له دې لارې به خلك له هوسا، بسيا او سوكاله ژوند څخه برخمن شي او د اوس په څېر به د نړۍ نورو هېوادونوته له احتياج ګاللو څخه وژغورل شي. دافغانستان په ښارونو او نورو سيمو كې د دنګو ماڼيو،آسمان څكو برجونو او نورو بې پلانه خپلسرو ودانيو په اړه د خپرو شويو رپوټونو او شمېرو له مخې تر اوسه پورې دغه ډول په زرګونو غير ضروري بې پلانه ودانۍ او استهلاكي پروژي جوړې شوي، چې د هېواد د ښارونو بڼه يې له كچې زياته بدرنګه او ككړه كړې ده او دښاريانو زياتې انديښنې يې را پارولي دي .كه چېرې حكومت كورني او بهرني سوداګر او پانګه وال د هېواد په ښارونو او نورو سيمو كې ددغه ډول غير ضروري  او غير معياري ودانيواو دغه راز استهلاكي پروژو پرځاي دصنعتي فابريكو او توليدي كارخانو  جوړولو ته اړ او وهڅوي، خپلې خداى راكړې بډايې طبيعي سرچينې او زيرمې پرې راوسپړي، نو بيا پردې پوره باوردى چې له امله به يې هېواد ژر تر ژره ګل او ګلزار شي   همدارنګه خلك به ډېر ژر دفقر ،بېكارۍ ،نېشه يي توكو ،كډواليو او نا امنيو په څېر ټولو بدمرغيو او ناخوالوته د پاى ټكى كېږدي او هېواد به ډېر ژر دپرمختګ لوړو ځوكوته ورسېږي.غوښتنه داده چې له هېواده د فقر اوبېكارۍ د تورټغرد ټولولو له پاره د اوږدمهالو بنسټيزو پروژو د جوړولو له پاره بايد له خپل ټول توان څخه كار واخلو او په دې برخه كې د دويمې نړيوالې جګړې د ځپلو جرمنيانو او چاپانيانو پر پله پل كېږدو،په خپله بيلونه، بيلچې ،جبلونه او يومان را واخلو او دافغانستان د كلونو كلونو دغه جګړه ځپلې ،ورانه ،ويجاړه او كنډواله شوې خاوره پرې آباده كړو، كاني زيرمې راوسپړو ،له څپاندو او بهاندو سيندونو څخه ګټه واخلو ،شاړې دښتې ښېرازه، سمسورې او خړوبې كړو او پرمټ يې د فقر او بېكارۍ په څېر د هېواد د خلكو ستونزې د تل له پاره له منځه يوسو.

شاولي قرار

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha