صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | له ولسمشرغني سره د خلكو د استازو او مشرانو كتنې مثبتې پايلې لري

له ولسمشرغني سره د خلكو د استازو او مشرانو كتنې مثبتې پايلې لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

موږ بايد دا واقعيت ومنو، اوس مهال چې كوم حالت پر ولسونو تيريږي او ياولسونه له كومو ستونزو سره مخامخ دي ، داسې اټكل كېږي چې د ځايي چارواكو له خوا ولسمشر ته رښتيني راپورونه ممكن دځينو عواملو له امله ورنه كړل شي، چې په دې ډول ولسمشر اونور دولتي لوړ رتبه چارواكي دولسونو له ستونزو نه خبرېږي او دغه كار ددې لامل كېږي چې دهېواد ددښمنانو لپاره دناوړه تبليغ شرايط برابرشي او ددولت او ولسونو ترمنځ واټن زيات شي.

موږ بايد دا ومنو چې زموږ زړه سواند ولسمشرمحمداشرف غني په تېرو درېو كلونو كې ډېرې هڅې وكړې. چې په خپله دهېواد يو شمېر ولايتونو ته سفرونه وكړي اوپه خپلو سفرونو كې له ولسونو سره په مخامخ ډول وويني او دهغوى له حال اواحوالو څخه په خپله دولسونو په ژبه ځان خبركړي، چې دولسمشر دغو سفرونو دولسونو په ژوند كې ډېرمثبت بدلون راوستى اوولسونه په دې ډاډمن دى چې دوي كولاى شي دخپل زړه خبرې له ولسمشر سره شريكې كړي اوله ده څخه وغواړي چې ددوى دستونزو دحل لپاره مسوولو چارواكو ته لازمې لارښوونې وكړي ،. په تېرو درېو كلونو كې وليدل شول، چې دهېواد ولسونو وخت په وخت له خپل ولسمشر سره په كابل اويا ولايتونو كې وليدل او ولس چې له كومو چارواكو څخه شكايت كړى او هغوى يې دچارو په وړاندې خنډ ګڼلي اويا په اداري فساد كې ښكېل دي ، نو ولسمشر دولسونو پروړاندې دښكاره اسنادو په درلودلو سره له خپلو دندو ګوښه كړي او دتحقيق لپاره يې څارنوالۍ ته معرفي كړي دي. دولسمشر دغه ليدنې ددې  لامل شوې چې دهېواد ددښمنانو دسيسې په خپل وخت په سيند لاهو كړي اودخلكو اودولت ترمنځ دباور او ډاډ واټن لا لنډ شي اوخلك دخپل دولت كلك ملاتړي شي. نن ورځ هېڅوك له دې سترګې نه شي پټولى چې دهېواد په ټولو ولايتونو كې دترورېزم پرخلاف جګړه كې دولس دكلك ملاتړ له امله زموږ امنيتي ځواكونه ورځ په ورځ دهېواد دښمنانو ته كلك ګوزارونه وركوي او دهېواد ، دښمنان په دې ښه پوهېږي چې په مخامخ جګړه كې موږ له ماتى سره مخ يو، نو دوى چاودنو اوغلچكي او ځانمرګو بريدونوته زور وركړى دغو واقعيتونو ته په كتو ولسمشر محمداشرف غني دروانې مياشتې په لسمه دجمعې په ورځ دآسيا دزړه هېوادونو په اوومه غونډه كې په خپلو خبرو كې داخبره وكړه چې طالبان اودهغوى ملاتړي نه شي كولاى دجګړې له لارې بريالي شي بلكې له سختې ماتې سره مخامخ دي... په افغانستان كې دناټو دغوڅ ماموريت قوماندان اوچارواكي هم په دې ډاډه دي چې افغان امنيتي ځواكونه په پوره ډول ددې چمتووالى لرى چې دهېواد پر دښمنانو خپلو يرغليزو عملياتو ته دهېواد په ټولو ولايتونو كې دوام وركړيپه داسى حال كې چې په ټول هېواد كې دپاكستان دآى اس آى په مستقيمه لارښوونه جګړه روانه ده او ورځ تربلې دجګړې په بهير كې دولسونو ستونزې مخ په زياتېدو دي اوهم دپاكستان دراكټي بريدونو له امله يو شمېر ځايي خلك دې ته اړكېږي چې له خپلو سيمونورو سيمو ته كډوال شي او يا دداعش دزور اوظلم له لاسه نورو سيمو ته مخه وكړي نو ولسونه دا ښه ګڼي چې دخپلو ستونزو دحل لپاره په كابل اويا نورو ولايتونو كې دسفر په وخت كې له خپل ولسمشر  سره له نږدې وګوري او خپلې ستونزې ورته مخامخ ووايي. په تېره مياشت كې دشمالي ولايتونو يو شمېر قومي مشرانو په ارګ كې له ولسمشر سره خپلې ستونزې شريكې كړي. ورپسې دختيځو ولايتونو قومي مشرانو په كابل كې په ارګ كې له خپل ولسمشر سره خپلې ستونزې شريكې كړې.ددغو ولسونو دليدنو په دوام دروانې مياشتې په ۷ مه دسې شنبې په ورځ ماښام مهال دجنوب ختيځو ولايتونو قومي مشرانو په ارګ كې له خپل ولسمشر سره كتنه وكړه.ددغې كتنې په پيل كې ښاغلي داود شاه نيازي خبرې وكړي اوخوست ته دتللي پلاوي راپوريې ورته وړاندې كړچې په دغه راپور كې دخوست ولايت دخلكو ستونزې او وړانديزونه په ډاګه شوي وو، ورپسى نياز محمد اميري خبرې وكړې او وىې ويل:  دغه استازى اومشران غواړي، چې د پكتيا، پكتيكا، غزني، لوگر اوميدان وردگو ولايتونو ته په خپله ولسمشر سفرونه وكړي اوهلته دولسونو ستونزې تشخيص اودحل لارې ورته پيدا كړي .وروسته ولسمشر محمداشرف غني قومى مشرانو ته وويل: زموږ خلك نور له شخړو اوجګړو ستړي شوي دي اوله تاسو مننه چې داسې ستونزې  او مسايل په سوله ييزه توګه دولس په اجماع حلوئ.ولسمشر دجنوب ختيځو ولايتو او له قومي مشرانو او استازو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې اوغوښتنې په ليكلي ډول وروسپاري... په پاى كې ولسمشر يوځل بيا ددغو مشرانو دهلوځلو

قدرداني وكړه.ولسمشر محمداشرف غني دهر راز خطرونو په منلو سره كوښښ كړى چې له خپلو ولسونو سره اړيكې په مركز او ولايتونو كې كلكې وساتي. په روان كال كې ولسمشر له خپلو خلكو سره دليدلو لپاره دوه وارې ننګرهار ته سفروكړ او دننګرهار دخلكو له حال څخه يې له نږدې  ځان خبر كړ. همدارنګه ولسمشر ، كندهار، هلمند، كندز، خوست اولغمان ته هم سفرونه وكړل په دغو سفرونو كې خلكو وكولاى شول ، چې خپلې ستونزې او اړتياوې ورته په ګوته كړي اوولسمشر ته هغه چارواكي چې په اداري فساد كې لاس لري ور په ګوته كړي، چې په دې برخه كې ولسمشر له څېړنې وروسته يو شمېر چارواكي له خپلو دندو ګوښه كړي دي. اوس دهېواد زيات شمېر چارواكي په دې پوهېږي چې ددوى ناوړه كړنې دخلكو او دولت له نظره پټې نه پاتې كېږي اوخلك يې له خپل ولسمشر سره دكتلو په وخت كې په ډاګه كوي. دهمدې وېرې له امله يو شمېر دولتي لوړ رتبه چارواكي هڅه كوي چې دخلكو په وړاندې له انساني چلند څخه كارواخلي او دخلكو دستونزو دحل لپاره له رشوت او واسطې پرته كار وكړي، دهېواد ټول خلك په دې بشپړ باور لري چې ولسمشر محمد اشرف غني شپه او ورځ هڅه كوي چې دخپلو خلكو دژوند اړتياوې اونور خوراكي توكي له كورنيو اوبهرنيو سرچينو څخه پوره كړي اوهم دخپلو خلكو دامنيت لپاره خپل امنيتي اودفاعي ځواكونه په پرمختللي هوايي ځواك او په عصري سپكو او درنو وسلو سمبال كړي اوهم دناټو له ځواكونو څخه غواړي چې په هوايي بمبارۍ كې دملكي خلكو له تلفاتو څخه په كلكه ډډه وكړي،داځكه چې خلك له ولسمشر سره په كتنه كې په جګړه كې دملكي خلكو دتلفاتو دمخنيوي غوښتنه كوي او دا ددولت مكلفيت دى چې دخپلو خلكو دامنيت لپاره پوره كار وكړي. په خپله ولسمشر هم بايد  ديو منظم پلان له مخې په مركز اوولايتونو كې له خپلو خلكو او ولسونو سره خپلو كتنوته دوام وركړي اودخلكو دستونزو په حل كې پوره برخه واخلي.

سمېع الله سمېع

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha