صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | استاد کهزاد د افغانستان د تاريخ د آسمان يو ځلېدونکى ستورى

استاد کهزاد د افغانستان د تاريخ د آسمان يو ځلېدونکى ستورى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

استاد علي احمد ((کهزاد)) معاصر شخصيت دى، خو ليکنې يې که په تاريخ او يا په لرغون پېژندنه را څرخي خو د افغانستان د تاريخ او لرغون پېژندنې بنسټ يې ايښى دى، دا زموږ خبره نه، بلکې د افغانستان د علومو اکادمۍ له پلوه دده په اړه د جوړشوي علمي سيمينار د ګډونوالودمقالوهغه متحدالمال پيغام دى ، چې موږ يې د مقالو په اوريدو او غورچاڼ دې نتيجې ته ورسېدو چې په رښتيا هم احمد علي کهزاد د افغانستان د تاريخ او لرغون پېژندنې يوستراو بې مثاله شخصيت تېرشوى دى دده آثار نه يوازې په افغانستان کې تاريخي او استنادي اعتبار لري ، بلکې له افغانستانه د باندې هم دده پر تاريخونوبشپړ استناد کېږي ،

کهزاد د تاريخ ليکنې د مختلفو نړيوالو انجمنونو غړى هم و، چې دغو انجمنونو ته يې د خپلې پوهې، ځيرکۍ  او ذکاوت په ترڅ کې لاره موندلې وه،  له ټولو مهمه داچې کهزاد پر ځان دومره زحمت راوست چې په خپلو تاريخي او د لرغون پېژندنې په څېړنوکې يې د لومړي لاس په سرچينو استناد کاوه او هره موضوع يې د روايت، سلوک او قرينې په مرسته اوملګرتيا د بلوغ وروستۍ مرحلې ته رسوله .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ښاغلي پوهاندمحمد رسول باوري د يوې بيانيې په ترڅ کې د استاد احمد علي کهزاد د شخصيت په اړه وويل : (استاد کهزاد ابعادي شخصيت درلود، که څوک غواړي چې افغانستان وپېژني، نو لومړى بايد کهزاد وپېژني او د کهزاد له پېژندلو پرته افغانستان نه پېژندل کېږي دده به وينا کهزاد په نوي عصر کې د تاريخ ليکنې مخکښ و. که څه هم موږ ډېر نور تاريخ ليکونکي هم درلودل ،خو د احمد علي کهزاد تاريخ ليکنه د تاريخ پر اصولو او اساساتودومره برابره وه چې نړيوالې ذرايع هم پرې استناد کوي .

له ټولو مهمه خبره داده چې استاد کهزاد به د هېواد هرې سيمې ته سفرکاوه او يو نوى اثربه يې د هغه ځای په اړه ليکه، کله چې د هېواد د سهيل لويديځ په لور ولاړ، نو د ( لښکرګاه) په نوم يې ديوې تاريخي ادبي هنري او لرغونپوهنيزې څېړنې په ترڅ کې يو ارزښتناک اثر(لښکرګاه څه وخت و څنګه کشف شوه )  موزيم کې يې د مسکوکاتو ديپارتمنت ورته جوړ کړ چې دا لوی ملي او تاريخي خدمت دى، د ښاغلى باوري په وينا كې موږ د چا په آثارو کې د احمد علي کهزاد موخذ ووينو نو ډاډه کېږو چې موضوع له ځانه نه ده ليکل شوې او بشپړه رښتينې ده ، د احمد علي کهزاد د آثارو ستره مميزه داده چې ټولې ليکنې يې مستندې دي او آن تردې چې لويې او کوچنۍ ټولې مقالې يې هم مستندې دي)

 جمهور رييس محمد اشرف غني دده په اړه وايې : احمد علي کهزاد يو مخکښ مورخ و، چې له نوي علم سره بلد او د تاريخ ليکنې له نويو ميتودونو سره آشنا و.

 د افغانستان د علومو اکاډمۍ سلاکار اکاډميسين سليمان لايق بيا د کهزاد په اړه داسې نظر لري:

زما په عقيده او باور په شلمه پېړۍ کې دافغانستان د لرغون پېژندنې او د تاريخ د تحقيق او را سپړلو په برخه کې داسې څوک نه شته چې له کهزاد سره دې پرتله شي او په خپله احمد علي کهزاد د افغانستان له  تاريخ څخه داسې يو بشپړ تعريف لري (افغانستان د هند دنيمې وچې، ايران او منځنۍ آسيا ترمنځ يو داسې کانون او مرکز دى ، چې په خپله د بېلا بېلو مدنيتونو سرچينه ده، او هم له نورو ملکونو څخه ورته ډول ډول مدنيتونه را غلي دي دغه خپل او پردي ټول مدني او تهذيبي مراتب په دغه کانون کې سره ګډ شوي دي او په پای کې وخت په وخت  نوي نوي افكار،ځانګړې ادبي، مذهبي او فکري مدرسې يې جوړې کړې دي،چې ټولو محلي افغاني رنګ اوصبغه پيدا کړې ده )    

احمد علي کهزاد د خپلو پنځوس کلنو، علمي،څړنېزو فعاليتونو په ترڅ کې  په پښتو،  دري، انګليسي، اېتالوي او فرانسوي ژبو تردري پنځوسو چاپ شوي اوناچاپ آثارليکلي دي چې مهم يې د افغانستان پخوانى تاريخ په لومړي او دويم ټوک کې، د افغانستان د معاصر تاريخ په زاويو کې ، دکابل بالاحصار او تاريخي پيښې په دوو ټوکونوکې، د افغانستان پخواني مسکوکات، د کوشانيانو امپراطورۍ، لښکرګاه،  رتبيل شاهان، آريانا انتي کووا، د افغانستان ادبيات په پخوانيو دوروکې، شاهنامه او د ځينو اتلانو پرتله يې له اوستا سره،  سرخ کوتل، د افغانستان پخوانى هنر افغانستان د تاريخ په پلوشو کې، زمانشاه و دستګاه استعماري، رجال و رويداد های تاريخي ،خو تر ټولو مهمه او د يادولو وړ خبره داده چې احمد علي کهزاد تل په خپلو تاريخي، علمي ليکنو او څېړلو کې په بشړ ډول ( بې پرې او بې تعصبه ) پرمخ تللى دى دده په ټولو آثارو کې داسې نقطه نه موندل کېږي چې ، قومي او ملي نزاکتونه دې په کې تر پښو لاندې شوي وي او دده ليکنه کوم قوم ته ګواښ وي ، چې دا دکهزاد لوړه ښيګڼه ده، موږ يې منو او ټول عمر پرې ګواه يو، ځکه موږ داسې مورخين لرو چې د تاريخ په پاڼو کې يې ددې پرځای چې واقعيتونه سجل کړي  وي د حکومت تر سترګو لاندې يې داسې تعصباتو ته  لمن وهلې چې په زغرده  يې ملي وحدت زيانمن کړى او خپل شخصي احساسات او عقدې يې د تاريخ تر نامه لاندې سجل کړي دي  زموږ دا ادعا اوس هم د هغوی د تاريخونو په پاڼوکې سجل پرته ده ، خو کهزاد يوملي پوه او
 خبير مورخ و موږ ترې خوشحاله يو. الله (ج) دې وبخښي.

حيات الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha