صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | برېښنا وركه ده، ښايي چا په بډه وهلې وي!؟

برېښنا وركه ده، ښايي چا په بډه وهلې وي!؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

څه موده وړاندې د برېښنا رياست كابل ښاريانو ته زېرى وركړ ،چې ګنې سږ ژمى به د نورو ژميو په پرتله د برېښنا ستونزې نه وي يعنې ډېره او پرېمانه به وي، پرچاوي به نه لري او كه يې لري هغه به هم لږ وي. ډېر خوشحاله شوو او په سر كې مو د پرمختګ لپاره ډېر څه را وګرځېدل، خو يوه اوونۍ تېره نه وه ،چې برېښنا ناڅاپه وركه شوه، ته به وايي چې يا پرې ټكه را ولوېده او يا يې هم چا عمومي مزي پرې كړل.

په دې اړه بيا هم ډاډمن او په تمه وو چې تېره اوونۍ درسنيو له خوا خبر خپور شو، چې په راتلونكي ژمي كه به برېښنا نه پرچاوېږي او دبرېښنا ستونزې به كمې شي، خو برېښنا پسې وركه او سخته ټكنۍ شوه. ښايي د برېښنا رياست ووايي چې ګنې موسم سوړ شوى او خلك ډېره برېښنا مصرفوي او د كوټې د تودولو لپاره پرې بخارۍ لګوي، نور كله چې د ژمي په موسم كې دغه راز حالت و ،نو خلكو هم دومره شكايت نه شواى كولى، خو دا چې له يوې خوا د برېښنا د پراخو خدماتو وعده وركول كېږي او يو څو ورځې وروسته برېښنا ترى تام كېږي، نو بيا دغه عجيبه مسئله ده. دا منو چې په ساړه موسم كې برېښنا ډېره مصرفېږي او ورسره پرچاوۍ ډېرېږي، خو كله چې برېښنا نه وي، نو بيا بخارۍ په څه شي ګرمې شي!؟ برېښنايي يا برقي بخارۍ ، پر برېښنا ګرمېږي، لګښت يا مصرف يې هم لوړېږي، خو اوس برېښنا نه شته، چې پرې بخارۍ ګرمې شي او يا دې د دې خطر پېښ كړي ،چې برېښنا كمه كړي. دغه راز حالت د سختې اندېښنې وړ دى، كه هر څومره په دغه راز حالت كې د افغانستان د پرمختګ مسئله مطرح كېږي، نو د برېښنا نشتوالى دا ادعا له خاورو سره خاورې كوي! زموږ له انده افغانستان هغه مهال پرمختګ كولى شي، چې په لومړي سر كې د برېښنا ستونزه حل شي. له برېښنا پرته پرمختګ او بيا د پرمختګ لپاره ادعاګانې كوم مفهوم نه لري. افغانستان ته له منځنۍ اسيا وارېداتي برېښنا راځي او تر ډېره دا برېښنا په پلازمېنه كابل كې د خلكو غوښتنې پوره كوي، خو كه دا برېښنا پرې شي، نو د سروبي او نغلو برېښنا لږ ده، له همدې امله څو كاله وړاندې چې له منځنۍ اسيا د برېښنا د وارېدېدا مسئله مطرح شوه، پرې سختې نيوكې دا وې ،چې دا برېښنا بنسټيزه نه ده او نه هم د افغانانو غوښتنې پوره كولى شي، خو بيا هم په عاجله توګه غوره ګام دى، چې په خورا درانه لګښت دا پروژه د ګټې اخيستنې لپاره وړاندې شوې ده. ولس دا نيوكه نه كوله چې ګنې برېښنا نه غواړي، بلكې ولس خپله برېښنا غوښته. د برېښنا ګڼ بندونه شته ،خو د بيا رغاونې غوښتنه يې كوله، په افغانستان كې ګڼ سېندونه شته ،كه پرې د برېښنا بندونه وتړل شي، د ټول هېواد د برېښنا اړتياوې پوره كولى شي، د ولسمشر محمد اشرف غني د پلانونو له مخې افغانستان د برېښنا پر ستر صادراتي هېواد بدلېداى شي، خو له بده مرغه چې په تېرو حكومتونو كې دې ته پام ونه شو او اوسنۍ ستونزې هم په ميراث ورپاتې دي. څو كاله وړاندې ولس هم دا چيغې وهلې چې خپله برېښنا غواړي ،خير كه څو كاله نور هم وخت ونيسي ، هغوى ويل چې موږ په تيارو كې اموخته يوو ،يو څو كاله نور هم صبر كولى شو، خپله برېښنا دې راجوړه كړي ، خو چا يې غږ وانه ورېد. اوس هم ستره غوښتنه همدا ده ،چې د برېښنا د بندونو لړۍ دې چټكه شي، د ولسمشر غني د پلانونو د پلي كولو وخت دى، د دې لپاره هم پيسې شته او هم نړيوال او اسيايي بانك مرسته كوي او بوديجه ورته لري.

د دې ترڅنګ د برېښنا رياست بايد د برېښنا په وېش كې عدالت وكړي، موږ وينو چې زورواكي برېښنا لري، پر هغوى نه پرې كېږي، خو پر عام ولس او آن پر دولتي ادارو هم برېښنا پرې كېږي او له تېرو څو اوونيو دغه ستونزه بېخي ډېره شوې ده. موږ حيران يوو چې دا برېښنا ولې وركه ده، ښايي چا په بډه وهلې وي!؟ كه يې په بډه نه واى وهلې، يا وركه شوې نه واى، نو  نن به دا حال نه و. موږ ته د برېښنا رياست اوازې خورې كړې وې ،چې سږ ژمى به برېښنا نه پرچاوېږي او د نورو ژميو په څېر به د برېښنا ستونزې نه وي، خو نن دا ستونزې ډېرې پسې پراخې شوې دي. دا نه تور دى او نه هم تهمت! بلكې هغه حقيقت او ستره ستونزه ده چې بايد غم يې وخوړل شي. د برېښنا رياست دې په دې اړه جدي اقدامات وكړي او ټولې هغه ستونزې دې ورسره حل كړي چې د ميترونو حساب له لګښته په لوړه بيه حسابېږي.

هدايت الله نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha