صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | افغان ځواكونه دې د پاكستاني يرغلګرو ملېشو د ډزو ځواب په ډزو وركړي

افغان ځواكونه دې د پاكستاني يرغلګرو ملېشو د ډزو ځواب په ډزو وركړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

له كله راهيسې چې پاكستان د امريكا د ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا د ترهګرۍ ملاتړى هېواد ګڼل شوى او دافغانستان او جنوبي آسيا په باب د ستراتېژۍ په بهير كې له پاكستانه په كلكه غوښتنه كوي چې له خپلې خاورې څخه د ترهګرو كمپله ټوله كړي، په دې اړه يې د شلو ترهګرو ډلو لست هم پاكستان ته سپارلى او په ځانګړي ډول يې له پاكستانه غوښتي ، چې د حقاني شبكې پر ضد رښتينې مبارزه پيل كړي .

د امريكا ددغې ګوتنيولي له امله نن ورځ د پاكستان پر ضد د نړۍ ټول هېوادونه، په نړيوالو غونډو كې په يو غږ له پاكستانه غواړي چې په افغانستان كې د جګړې د دوام پر ځاى د سولې لپاره كار وكړي او طالبان د سولې خبروته كښېنوي ،خو د وخت په تېرېدلو سره ليدل كېږي چې پاكستان په خپل سياسي او يوځي دريځ كې هېڅ بدلون نه دى راوستى او كوښښ كوي ،چې د بشري حقونو پر خلاف په افغانستان كې جګړې ته دوام وركړي او جګړه د هېواد  په ټولو ولايتونو كې پراخه كړي. همدا اوس دافغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې طالبان د پاكستان د ((آى اس آى)) په مستقيمه لارښوونه دافغان ځواكونو پر وړاندي سخته جګړه پرمخ بيايي او هڅه كوي چې ځيني ولايتو نه له سقوط سره مخامخ كړي. له بلې خوا، د طالبانو د جګړې په څنګ كې د لړم په ۲۱مه پاكستاني پوځيانو د كونړ ولايت د شلتن ،دانګام  ،مرورې او خاص كونړ په ولسواليو كې د توغنديو بريدونه پيل كړي او ددغو بريدونه له امله يو شمېر كورنۍ دې ته اړې شوې چې امنو سيمو ته كډوالې شي، چې همدا اوس د ژوند په سختو شرايطو كې ژوند كوي ددې ترڅنګ پاكستان د ځانمرګو او بمي چاودنو پر دوام هڅه كوي چې په افغانستان او په ځانګړي ډول په كابل كې خونړۍ پېښي رامنځ ته كړي چې په دغه لړ كې د شمشاد پر ټلوېزيون له بريد وروسته  د لړم په ۲۵مه د پنجشنبې په ورځ د خيرخانې مېني په سيمه كې يو هوټل چې د عطامحمدنور د پلويانو له خوا غونډه په كې جوړه شوې وه ترځانمرګي بريد لاندې ونيول شو، چې په دغه بريد كې شلوتنو ته مرګ ژوبله واوښته او يو شمېر پوليس په كې شهيدان شول. داسې اټكل كېږي چې په افغانستان كې د امريكا د نوې ستراتيژۍ په عملي بهير كې پاكستان د خپلو اقتصادي او سياسي ګټو د تر لاسه كولو لپاره د سولې پرځاى د جګړې ددوام لپاره زياته پاملرنه كوي او په افغانستان كې غواړي چې د طالبانو ،داعشيانواو نورو وسله والو مخالفينو په وسيله د جګړې تنور تود وساتي ، دپاكستان تر همدغه بد نيت په پوهېدلو سره افغان حكومت په خپل ټول توان سره هڅه كوي چې خپل امنيتي ځواكونه لا پياوړي كړي ،چې د همدغو هڅو په بهير كې امريكا دې ته چمتو شوې، چې په راتلونكو شپږو كلونو كې دافغانستان پر هوايي ځواك ۷ميليارده ډالره پانګونه وكړي. دغه راز هڅه كوي چې افغان امنيتي ځواكونه په پر مختللو سپكو او درنو وسلو سمبال كړي. همدارنګه  افغان حكومت د خپلو سوله ييزو هڅو په څنګ كې زياتې سياسي هلې ځلې كوي چې پر پاكستان زور واچوي، ترڅو وسله والې ډلې په افغانستان كې د سولې له بهير سره يو ځاى كړي او د ترهګرۍ له ملاتړ څخه لاس واخلي. ددغو هڅو په بهير كې اجرائيه رييس ښاغلي ډاكتر عبدالله عبدالله امريكا ته د خپل وروستي سفر په لړ كې د امريكا له ټولو مقاماتو سره دافغانستان  پر اوسني وضعيت خبرې وكړې او په افغانستان كې يې د سولې د راتللو لپاره له امريكايي مقاماتو وغوښتل چې پر پاكستان لانور هم فشار واچوي چې دترهګرو له ملاتړ او روزنې څخه لاس واخلي او په افغانستان كې دسولې د راتللو لپاره رښتينى كار پيل كړي ،چې بې له شكه له امريكايي مقاماتو سره د اجرائيه رييس  عبدالله خبرې ډېرې ګټورې وې او امريكايي مقاماتو هم په نوموړو خبرو او غوښتنو كې خپل ځان شريك وګاڼه. امريكا ته د ډاكتر عبدالله عبدالله له څو ورځني كاري سفر څخه  داسې څرګندېږي چې امريكايي مقاماتو ته دا په ډاګه شوې  چې پاكستان دافغانستان په اړه له خپل دريځه نه تېرېږي، نو اوس امريكا ته په كار ده چې د سياسي فشار په وسيله پاكستان د ترهګرو له ملاتړه را وګرځوي يا دا چې په خپله د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره پر پاكستان عمليات پيل كړي، ترڅو د ترهګرو ځالې له منځه يوړل شي. همدارنګه ليدل كېږي چې طالبان دايران ،چين او روسيې له واكمنو سره په افغانستان كې دسولې پر ضد متحد شوي چې له نېكه مرغه دافغانستان ددښمنانو پر وړاندې امريكا او ناټو داسې ګړندۍ هڅې پيل كړي چې دافغان امنيتي ځواكونو د پياوړتيا لپاره نور اضافي سرتېري  افغانستان ته را ولېږي چې ددغو هڅو په نتيجه  كې د لړم په ۲۵مه د پنجشنبې په ورځ د امريكا ۳۰۰۰پوځي سرتېرې افغانستان ته راورسيدل. ددې په څنګ كې دناټو له خوا هم داسې هڅې روانې دي چې په نږدې ورځو كې د ناټو د غړو هېوادونو له خوا اضافي سر تېري افغانستان ته راورسېږي چې افغان امنيتي ځواكونو ته په پوځي برخه كې روزنه او سلامشورې وركړي. په داسې حال كې چې اوس افغان امنيتي ځواكونه په پوره ډاډ او باور سره د هېواد ددښمنانو پروړاندې خپلي دندې په پوره مېړانه پرمخ بيايي او په هر ډول شرايطو كې له خپل هېواد او خلكو څخه دفاع او ساتنه كوي او دنړيوال بشريت د ساتنې لپاره ،له له ترورېزم سره مبارزه كوي چې دبشريت په تاريخ كې تلپاتي ځاى لري ،چې نن ورځ ټوله نړۍ دافغان امنيتي ځواكونو د قربانيو او سرښندنو پوروړې ده. نن ورځ افغان امنيتي ځواكونه هڅه كوي چې دنړيوالو دوستانو په ملاتړ سره خپل پوځي او جګړه ييز چمتووالې په پوره ډول وساتي او هم په يو شمېر ولايتونو كې دهېواد د دښمنانو د پوره ځپلو لپاره د تيارسۍ په حال كې دي.

سمېع الله – سمېع

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha