صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د موثرې درملنې پر مټ د شکر ناروغۍ ، ناوړه پايلې کمې شوې

د موثرې درملنې پر مټ د شکر ناروغۍ ، ناوړه پايلې کمې شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

DKA د شکرې ناروغۍ يو وخيم اختلاط دی، چې ډېرکله د دې ناروغۍ په لومړي ټايپ اخته ناروغانو کې رامنځ ته کېږي؛ د شکر په دويم ټايپ اخته ناروغانو کې هم منځ ته راځي ، خو په دې قسم کې يې د را منځ ته کېدو چانس خورا کم وي.دا حالت کېداى شي کله نا کله د شکر ناروغۍ له تشخيص څخه وړاندې د دې ناروغۍ د يوې نښې په ډول را څرګند شي.

د دې اختلاط (DKA) د منځ ته راتلو چانس او ناوړه پايلې د عمر په لوړوالي سره ډېرېږي، له څلوېښت کلنۍ وروسته يې مړينه (Mortality  Rate )  له شل 20 سلنې څخه زياته په ډاګه شوې ده دغه راز له څلوېښت کلنۍ ښکته يې د مړينې سلنه پنځه په سلو کې ښودل شوې ده.خو له نېكه مرغه په دې ورستيو کې يې د موثرې درملنې له کبله ناوړه پايلې ډېرې کمې شوې دي. په شکرې اخته ناروغان په ځانګړي ډول د لوړ عمر لرونکي او هغه کسان چې ژورې کوما ته تللي وي تهديدوي.د زړه حاده احتشا يا Acute infarction  او د ګېډې د انساجو احتشا په هغو ناروغانو کې چې د ډېر وخت لپاره يې د وينې فشار د دې اختلاط له امله ټيټ پاتې شوی وي هغه حالتونه دي چې د ناوړو پايلو لامل ګرځي.د پښتورګو په ناروغۍ اخته کسان بدې پايلې لري ، ځکه چې د پښتورګو د دندې د خرابوالي په صورت کې د PH  او الکترولايتونو په نظم کې ګډوډي رامنځ ته کېږي.په ځينو حالاتو کې يې له ميتابوليکي غير نورمال حالت څخه  نورمال حالت ته د را اوښتو پر مهال Cerebral edema  منځ ته راځي  ، خو په  ۲۴ ساعتونو کې د ګلوکوز د کچې د نارمل کولو په صورت کې يې له 200 څخه تر 300 پوري د ګلوکوز د سويې په ساتلوسره د دې ناوړه پايلې مخنيوى کېږي

د DKA  تشديدوونکي فکتورونه:

ـ په شکر اخته ناروغان بايد په كافي اندازه انسولين واخلي تر څو داړتيا وړ انسولين يې پوره شي.

ـ انتانات په ځانګړې ډول سينه بغل( pneumonia ) د بولي تناسلي لارو انتانات Sepsis  او  Gastroenteritis او داسې نور.

ـ جراحي مداخله.

ـ د الکولو زيات استعمال.

ـ ځينې درمل (Cocaine).

ـ همدارنګه په دويم ټايپ اخته ناروغانو کې  دتشديدونکو فکټورونو ژور خفګان او Trauma په ګوته شوي دي.

 کلينيکي منظره :

 د شکر ناروغي د دې اختلاط (DKA) کلينيکي منظره د Acidosis , Dehydration  او د هايپرګلايسيميا له امله را منځ ته کېږي چې نښې نښانې يې په لاندې ډول دي :

ـ د رڼو ياتشو بولو ډېروالى.

ـ ډېر تنده يا زياتې اوبه څښل .

ـ د زړه بدوالى او کانګې.

ـ د ګېډې دردونه په تېره بيا په ځوانانو کې زيات لېدل کېږي.

ـ د فشار ټيټېدل

ـ د بدن د مايعاتو ضايع کېدل لكه د خولې او ژبې وچوالى، د پوستکي د ارتجاعي خاصيت له منځه تلل او ننوتې سترګې .

ـ تنفسې اسېدوزيس .

ـ د زړه د حرکاتو زياتوالي .

ـ د بدن د حرارت د درجې ټيټوالى يا لوړ والى د انتان د مداخلي له کبله.

ـ د نس د عضلاتو شخي.

ـ په شعور کې بدلون  چې آن کېدای شي کوما هم رامنځ ته شي.

په روغتونونو کې يې تشخيص د شکر په ناروغانو کې د هايپرګلايسيميا، په ادرار او وينه کې د کيټون په شته والي او د اسيدوزيس په موجوديت
سره ټاکل کېږي
.

پر شکر اخته ناروغان څنګه کولاى شي ، چې د دې ناروغۍ له ناوړه اختلاطاتو څخه مخنيوى وکړي؟ :
 که چېرته انسولين اخيستل کېږي په کار ده چې د دوز د کچې په اخيستلو کې يې غفلت ونه شي او په خپله اندازه بايد واخستل شي او که چېرته يې له ياده وزي ، نو په کار ده چې خپل ګرځنده مبايل په وخت برابر کړاى شي،  تر څو په خپل وخت انسولين تطبيق شي.ناروغ بايد له خپل متخصص ډاکټر سره د اخيستونکو درملو يا انسولينو د دوز او کچې د تنظيم په اړه مشوره وکړي.  همدارنګه د خپلو ورځنيو فعاليتونو، غذايي رژيم، نورو ناروغيو يا زمينه برابروونکو فکټورونو په اړه دې ورسره خبرې  وکړي. ناروغ بايد هغه وختونه تل په ياد ولري په کومو کې چې فکر کوي د شکر د ناروغۍ له امله يې وضعيت مخ په خرابېدو دي.په منظم ډول د ادرار ازموينه په لابراتوار کې بايد په دې غرض ترسره  شي، چې مالومه شي کيټون په کې شتون ونه لري په ځانګړې ډول د ژور خفګان او يوه بد وضعيت په وخت کې، د دې کار ګټه به دا وي ، چې په بدن کې به د کيټون د کچې اندازه مالومه شي او پر ټاكلي وخت به اړونده درملنه صورت ونيسي.کله چې په بدن کې د خوږې يا شکر ګلوکوز کچه لوړېږي يا په ادرار کې کيټون مثبت راځي ژر تر ژره د اړوندې درملنې په اړه بايد فکر وشي،ناروغ  بايد په ورځني ژوند کې په کافي اندازه مايعات  واخلي او همدارنګه غذايي رژيم ته پوره پاملرنه وکړي.

د KETOACIDOSIS  بدې پايلې يا اختلاطات په لاندې ډول دي:

۱ـ Hypotension:

 د DKA اختلاط (Hypotension ) د پښتورګو له کاره لوېدنه رامنځ ته کوي.

 که چېرته د وينې سيسټوليک فشار تر 80mmhg ښکته وي  معمولاً په لومړيو کې بايدهڅه وشي، چې د N/S په واسطه اصلاح شي او که چېرته له دې سره ځواب ونه وايي بيا  د پلازما پراخوونکې(Plasma Expander )  لکه Hemaccel  ورکول کېږي او يا هم دا حالت کېدای شي ځينې وخت د وينې Whole body )) په ورکړه بايد اصلاح شي.

۲- Cerebral Edema  يا دماغي اذيما:

دا حالت ډېر کله په DKA  ناروغانو کې په  تېزۍ سره د وينې د ګلوکوز د کمښت يا د Hypotonic  مايعاتو د کارونې له کبله را منځ ته کېږي، په دې ناروغانو کې د تلفاتو کچه زياته ده اودرملنه يې د Monitol او اکسيجن په ورکړه سره کېږي.

۳ـ Hypothermia:  په شديد کيټوز اسيدوزيس کې امکان شته چې  Hypothermiaرامنځ ته شي.

۴ـ Thromboembolism :

د دې لپاره چې د DKA  په ناروغانو کې له DVT او همدارنګه د Thromboembolism د نورو ډولونو له منځ ته راتلو څخه مخينوى وشي، نو په کار ده چې ناروغ ته د کم وخت لپاره Heparin ورکړل شي په ځانګړي ډول په زړو کسانو، زيات وزن لرونکو او هغو کسانو ته چې شعوري حالت يې د ډاډ وړ نه وي.

۵ـ ARDS يا  Acute Respiratory distress syndrome :  په دغه  حالت کې معمولاً په ناروغانو کې د اکسيجن کچه کمه وي که چېرته ورته ABG( S ) وشي او يا په Pulse oximetar  باندې وکتل شي، نو Hypoxia  به شتون ولري.

: Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha