صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | نه يوازې ترهګر بلكې نېشه يي توكي هم د بشر ستر دښمنان دي

نه يوازې ترهګر بلكې نېشه يي توكي هم د بشر ستر دښمنان دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

داچې ترهګر دبشر ژوند ته سترګواښ دى،نو دغه راز ورسره جوخت نېشه يي توكي هم دافغانستان په ګډون دسيمې او نړۍ دهېوادونو دخلكو ژوند ته سترګواښ دى او استعمال يې تراوسه پورې دسيمې او نړۍ دهېوادونو په ميليونونو خلك وژلي دي او اوس هم په ميليونو نو خلك پرې روږدي شوي او ليونيان كړى يې دى،

 په ورانو، ويجاړو او كنډوالوكې شپې او ورځى تېروي او آن هلته خپل ژوند له لاسه وركوى، له جوماتونو، دكانونو او له خپلو كورونو شيان غلا كوي، پلورى يې او پرپيسو يې نېشه يې توكي رانيسي اوكاروي يې، په كوڅو، بازارونو ، كليو او بانډوكې يې ماشومان پرتيږو او ډبرو ولي ، ملنډى پرې وهي، لوټوي او ځوروي  يې اوآن له خپلو كورونو شړل شوي دي. له ډېره بده مرغه يوازې دافغانستان نږدې درې نيم ميليونه نارينه او ښځې، ځوانان،تنكي زلميان اوماشومان، بيكاره او وږي تږى اونور خلك پرې روږدي اواخته شوي دي او اوس يې  خپل خپلوان اونور خلك اوآن حكومت له زياتو سرخوږيو سره مخ كړى دى چې اوس يې له درملنې عاجز دي اوله زياتو اندېښنو او وسو سو سره يې مخ كړي دي.

په افغانستان كې به پرنېشه يې توكو داخته كېدو دغه ستره ستونزه او ربړه هله اواره شي چې دافغانستان هېواد، سيمه او نړۍ يې له شره خوندي شې چې دامريكا په مشرۍ نړيواله ټولنه دافغانستان له حكومت سره دپوره همغږۍ اومرستې له مخې دنېشه يې توكو دستر توليدوونكى هېواد په توګه په افغانستان كې دنېشه يې توكو دكښت، توليد، استعمال اوقاچاق پرضد د رښتينې اوغوځې مبارزې لاسختوالي ته په كلكه خپله ملاوتړي اوپه دې برخه كې د پوره جديت، قاطعيت، اخلاص اوصداقت دلوړې روحيې اوعالى احساس له پالنې څخه كار واخلي دافغانستان حكومت په هېواد كې دنېشه يې توكو دكښت،  استعمال اوقاچاقو ددغې سترې سونزې په اړه واقعيتونوته په كتو سره په كلكه پتيلى ده چې له دې وروسته له نړيوالى ټولنې اوپه سركې يې له امريكا او دملګرو ملتونو له نېشه يې توكو او جرمونوسره  دمبارزې له نړيوالې ادارې سره دپوره همغږۍ له مخې په هېواد كې له نېشه يې توكو سره مبارزې ته لاسختوالى وركړي اوله دې لارې د افغانستان له پاكې  لمنې څخه دنېشه يې توكو دناوړى پديدې تورداغ له منځه يوسي . دافغانستان حكومت وايي چې په دې لړكې يې په هېواد كې دامريكا په مشرۍ دنړيوالې ټولنې  دغوڅ ماموريت په ملتيا دلومړى ځل له پاره دنېشه يې توكو د له منځه وړلو عمليات پيل كړي دي. په دې اړه له ارګه په يوې خپرې شوې اعلاميه كې راغلى دى چې دغه عمليات دافغانستان له جنوبي ولايت څخه چې دهېواد دنېشه يې توكو له توليدوونكو سيمو څخه گڼل كيږى، پيل شوى دى چې په ترڅ كې يې دهيروئينو دتوليد اته مركزونه په نښه شوي اوله منځه تللې دي چې دغه سيمې دهلمندولايت دموسى كلا، سنګين، كجكي او نوزاد ولسوالۍ دي. په دې اعلاميه كې داهم په ډاګه شوې ده چې دهيروئينو دتوليد، پروسس او انډي كولو هغه مركزونه چې دطالبانو دترورېستي ډلې دتمويلولو، تغذيه كولو او وسله وال كولو سترې سرچينې وې چې دهغو دقاچاق له لارې يې هركال دوه سوه ميليونه امريكايي ډالره عايدات ترلاسه كول اودنېشه يې توكو د قاچاق نړېوالې مافياىي كړۍ بيا دافغانستان دنېشه يې توكو دقاچاق له لارې هركال شپېته ميليارده امريكايي ډالره پانګه ترلاسه كوي. په داسې حال كې چې دافغانستان د نېشه يي توكو كروندګر اوبرګر بيا له دې لارې آن خپل لګښتونه هم نه شي پوره كولاى اوټوله سوچه ګټه يې دطالبانو په ګډون دترورېستي ډلو او دنېشه يې توكو دقاچاق دنړيوالو مافيايي كړيو په جيبونو كې لوېږي، نو پردې بنسټ اړينه ده چې دافغانستان حكومت ترټولو لومړى بايد دنړيوالې ټولنې په مرسته دهېواد دنېشه يې توكو كروندګرو او بزګروته دبديل معيشت دبرابرولو په موخه دزمينې دبرابرولو له پاره له خپل ټول ځواك څخه كارواخلي.

نو هله به دهېواد بزګر او كروندګر دنېشه يي توكو له كښت اوتوليد څخه لاس واخلى اوهم به دافغانستان دنېشه يي توكو له قاچاق څخه دطالبانو په ګډون دترورېستي ډلو او دنېشه يي توكو دقاچاق دنړيوالو مافيايي كړيو لاسونه لنډ شي.

ش. اتل شينوارى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha