صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | شکر دى چې پښتنه يمه

شکر دى چې پښتنه يمه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

وتلې پښتنې سندر غاړې نازيې اقبال (( ډيوه)) ته ويلي دي. وياړ کوي چې پښتنه ده او پښتو سندرې وايي. دې د (( ډيوه )) په نوې خپرونه (( د ډيوه ستوري)) کې وويل :که په بل قوم کې پيدا واى کيداې شواى دا مقام ېې نه واې موندلى.

نازيه اقبال وايي:  پښتنو ورسره ډېره مينه کړې او په تېرو شلو کلونو کې يې داسې څه نه دى احساس  کړې چې پر باندې پښېمانه وي،خودې د يوې پوښتنې په ځواب کې دا هم وويل،چې کار په ويره کوي.

نازيه اقبال زياتوي ،چې نه يوازې په پاکستان کې بلکې په افغانستان کې هم هنرمندان هومره په ډاډه زړه کار نه شي کولى.

نازيه اقبال وايي: دې ته د مسافرو لپاره سندرې ويل زيات خوند ورکوي، د دې په آند مسافر په کور کلي پسې خفه وي او مينه هم ډېره کوي. نازيه اقبال له د شلو کلونو را په دې خوا  سندرې وايي،  دا له ولسي موسيقۍ سره سم د غزل ويلو مهارت هم لري. نازيه اقبال وايي د دې په کاميابولو کې د رې د پلار اقبال ډېر لوى لاس و.                            وکيل خان

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha