صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | طلا نېکبختي نه راولي خو د ښځو لپاره يې لرل مهم دي

طلا نېکبختي نه راولي خو د ښځو لپاره يې لرل مهم دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په کابل ښار کې کابو دېرش کسان شپه او ورځ د سرو زرو په يوه توليدي کارځي کې کار کوي. ډېرى کارکوونکي يې ځوانان دي چې په ډېره مينه پر خپلو چارو بوخت دي، ځکه چې کار يې هم هنر او هم صنعت دي.

ددغه کارځای خاوند جاوېد مظفري وايي: د زرګرۍ څه باندې دېرش کلنه تجربه لري،څو کاله وړاندې يې په لاس کار کاوه او اوس د ماشين پر مټ كاركوي. ايران ته يې لس کلنې کډوالۍ فکر نوي او تجربه يې ډېره کړه، زرګري يې د پلرونو کسب او کار دى او د پلرونو زامنو ته په مېراث پاتې دي. اوس د هغه څوارلس کلن زوی هم د کارکوونکو په ډله کې دى. په دې کارخونه کې لومړی د طلا د ډيزاينونو لپاره پلاستيکي قالبونه جوړېږي. بيا پلاستيکي قالبونه سره يوځای کېږي او ګچ ورسره گډېږي. وروسته په يوه وسپنيز توکي کې اچول کېږي او د ۸۰۰ درجې تودوخې درلودونکي يوه تنور کې حرارت ورکول کېږي.د سرو زرو د ايشولو په يوه کوټه کې شاوخوا لس کسان بوخت دي او د طلا وړې ټوټې سره يوځای کوي چې د ښکلا يوه زينتي نمونه جوړه کړي.

له ايشولو او رنګولو وروسته، زينتي ګاڼې په ظرافت سره توږل کېږي او ښکلې ګاڼې ترې جوړېږي چې د ليدونکي پام ځان ته را واړوي.

د سرو زرو ګاڼو جوړولو د يوې کارخونې مشر محمد هارون نظامي وايي: د افغانستان سرو زرو تر نيمايي شاوخوا بازار نيولى، خو له خپل نوم او نښان پرته په نورو نومونو لکه عربي، سينګاپوري او نورو پلورل کېږي.

هغه وايي: دا ځکه چې تر ډېره افغانان په افغانستان کې جوړه شوې طلا ته ډېره لېوالتيا نه لري او د کيفيت په اړه يې بې باوره بولي .اوس د افغانستان ساخت طلايي ګاڼې چمتو دي، خو د اصلي ځای د جوړېدو او نښان پرته پلورل کېږي.

زرګران وايي: دغو سرو زرو د بازار نږدې نيمايي برخه نيولې ده، خو د ايراني، عربي، بحريني، سنګاپوري، مصري او الجزايري طلا په نوم خرڅېږي.

ښاغلي مظفري وايي: موږ يې په عمده ډول پلورو. زرګران پوهېږي دا زموږ په لاس جوړ شوي سره زر دي، خو دا چې د نورو
هېوادونو په نوم يې پلوري، ددوى خپل کار دى
.))

ژېړه طلا په افغانستان کې ګرم بازار لري، خو لږ افغانان د خپل هېواد په نوم طلا اخيستو ته زړه ښه کوي.

زرګران وايي: مشتريان د ((افغاني طلا))  په نوم باور نه لري، او ښايي اندېښنه يې د کيفيت له اړخه وي، ځکه چې د نړۍ په هرګوټ کې د طلا کيفيت د تشخيص وړ دي.د سرو زرو نوې ګاڼې له طلا، د افغانستان د کانونو او له هغو ماتو شويو زړو طلاوو جوړېږي، چې له کاره لوېدلي وي او يوځل بيا جوش ورکول کېږي او ويلې کېږي.په افغانستان كې جوړه شوې او وارداتي طلا اوس ښه بازار لري. معمولاً د سرو زرو په مارکېټونو کې يې مشتريان موجود وي.د افغانانو ترمنځ ، په تېره بيا ښځو کې  د ژېړې طلا مينه وال ډېر دي. ځينې ښځې طلا ته د شتمنۍ په سترګه ګوري او ځينې نور يې بيا د وياړ او د شتمنۍ لرلو نښه بولي.په افغانستان کې هرڅوک چې اوسېږي، که طلا يې خوښيږي هم نه، يوځل يې د طلا تر خرڅلاوځي پورې تګ كړى وي. پرويز غني زاده: (( مېرمنې طلا خوښوي. سره زر يوه داسې ډالۍ ده چې خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي، لوکسه ده او ارزښت لري.))د سرو زرو د بازار اصلي مشتريان ښځې دي. پيسې
د نارينه و خو د سرو زرو اخيستل د ښځو کار دى.

مېرمن مرزوقه مشره ښځه ده، چې د سرو زرو اخيستو لپاره د زوم له خور او کورنۍ سره زرګرۍ ته راغلې ده.

دا وايي: که څه هم طلا انسان ته نېکبختي نه راولي، خو د ښځو لپاره يې لرل مهم دي،(( د سرو زرو ګاڼه ښځو ته ښکلا هم ورکوي. ښځې په خپلو کې سره وايي هر مېړه چې له خپلې مېرمنې سره مينه ولري، سره زر ورته اخلي.))د افغانستان په ډېري
ودونو او د خوښيو په محفلونو کې ښځې د سرو زرو ګاڼه اچوي او ځينې وخت يې راغونډېدل هم د خپلو سرو زرو د ښودلو په پلمه وي
. دزرو جوړ شوى تاج، بوټان، کمربندونه او آن جامې هغه څه دي چې شايد ډېري کسانو په فلمونو کې ليدلي وي يا يې په اړه اورېدلې وي، خو همدا ډول شيان دلته د افغانستان د سرو زرو په يو شمېر هټيو کې پلورل کېږي. په افغانستان کې د طلا د فابريکو په ډېرېدو دې هېواد ته د سرو زرو د وارداتو کچه په کلنۍ بڼه نږدې يو ټن ته راکمه شوې. ويل کېږي پخوا به افغانستان ته شاوخوا دوه ټنه سره زر له بهرنيو هېوادونو راوړل کېدل، خو په دې
هېواد کې دننه د فابريکو په جوړېدو واردات کم شوي
. 

                          زينب _ محمدي

حبيب محمد مندوزي : د خوست موزيم لپاره ځانګړې ودانۍ ته اړتيا ده

 د خوست موزيم شاه وخوا څلور سوه بېلابېل تاريخي او هنري آثار لري،خو دغه لرغوني آثار يوازې په شل متره مربع کوټه کې ګډوډ په نامسلکي توګه ايښودل شوي دي، چې د زيانمنېدو او له منځ تلو وېره يې شته.

د خوست موزيم مدير حبيب محمد مندوزي وايي: د موزيم لپاره ځانګړې ودانۍ او د آثارو د اېښودلو لپاره الماريو ته اړتيا ده:  (( ټول آثار نږدې سر په سر سره ايښودل شوي دي، ځينې يې پر ميزونو او ځينې يې په يو څو زړو المريو کې دي))  د هغه په خبره، په الماريو کې خځندې شته، چې آثار زيانمنوي، خو دوی د دې خځندو د له منځه وړلو لپاره يوازې پوډر شيندي: (( د تاريخي آثارو لپاره بايد د ښيښې المارۍ وي، ځکه بيا زيان نه ورته رسېږي.))

شل زره کاله لرغوني آثار:  نوموړي وايي، اوس په اسانه خلک دغه تاريخي آثار په لاس کې پورته کوي، يا لاس پر وهي: (( کله ناکله زموږ تاريخي آثار په څوګ لاس کې اخلي چې تر ولويږي ماتېږي دا بيا نو لوی زيان دي.))  د نوموړي په باور، که د ښيښې المارۍ ولري د پاسه به پرې د هر اثر لنډه پيژندپاڼه هم وي، چې تاريخ او ارزښت به يې پر ليکل شوي وي.د خوست موزيم دا آ : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha