صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | زرين خان: زما وزن په ملي مسئله بدل شوى و

زرين خان: زما وزن په ملي مسئله بدل شوى و

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د باليووډ وتلې ستورې (( زرين خان )) وايي: د هند په فلمي صنعت کې فزيکي جوړښت او وزن د فلمونو دلوبغاړو لپاره معيار بلل کېږي او د وزن له امله ور ته د لويو فلمونو وړانديز نه دى شوى.

زرين خان په لومړي ځل د هندۍ سينما له وتلي ستوري سلمان خان سره په ((وير))  فلم کې راڅرگنده شوه او د ډېرو پام يې ځان ته واړواه، خو نوموړې څه موده وړاندې بي بي سي ته ويلي (( په فلمونو کې د رول موندنې په برخه کې يې ستونزې درلودې، وروسته راته له سلمان خان سره په فلم کې د لوبېدو وړانديز وشو، خو له اصلي ستونزو سره له خپل لومړي فلمه وروسته مخاخ شوم. ما ته وويل شول ، چې د نورو برياليو فلمي ستورو په څېر نه برېښم ،ځکه وزن مې ډېر دى.)) زرين خان داسې انگېري چې گواکې ورسره دوه گونى چلند شوى.

نوموړې وايي:  ((  زما وزن په ملي مسئله بدل شوى و، خو څو کاله وروسته چې نورو ستورو خپل وزن ډېر کړ بيا د هغوى ستاينه وشوه.))

د باليووډ دغه ستورې وايي:  په فلمي صنعت کې ډېر خلک د فزيکي جوړښت په اړه خبرې کوي، خو بيا همدغه خلک تر هغو تاسو ته په خپل فلم کې رول نه درکوي چې وزن مو کم نه وي.زرين خان مني چې د وزن له امله د لومړۍ درجې فلمونه ورنه کړل شول.

 دا زياتوي: (( د افسوس خبره ده چې دلته خلک د وړتيا له مخې نه بلکې د وزن له مخې د هنر کچه ټاکي.))

زرين خان وايي:  د وزن له امله ورباندې ډېرې نيوکې کېدې. پر جامو يې خبرې کېدې او آن له کوره نشواى وتلى.

دا وايي:  وېرېدله چې که څوک يې عکس واخلي ، نو بيا به يې په تړاو ډېرې خبرې کېږي، خو د زرين خان په وينا د سلمان خان د (( ريدي))  فلم يوې سندرې کې نڅا او د (( هېت ستوري ٣))  په نامه فلم کې په لوبېدو سره يې انځور بدل شو. د زرين خان راتلونکى فلم (( اکثر٢))  نومېږي او په وينا يې شهواني کيسه نه لري.

دا وايي : ((په فلمونو کې د حوض ترڅنگ را څرگندېدل او يا ښکولول اوس عادي شوي، خو ستونزه دا ده که دا کار د فلمونو ډېر مشهور لوبغاړي وکړي، نو بيا بد نه گڼل کېږي او که زموږ په څېر د دويمې درجې لوبغاړي دغه راز کار وکړي بيا يې بد بولي.)) زرين خان وايي: اوس مهال واده ته ليوالتيا نه لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha