صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | ددې ناروغۍ لپاره د ماشومانو ذهني فشار څنګه کابو کړو!؟

ددې ناروغۍ لپاره د ماشومانو ذهني فشار څنګه کابو کړو!؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

څو بېلابېلې لارې شتون لري، چې د هغو له مخې په ماشومانو کې ذهني فشار يا سترس کابو کولاى شو؛

ـ اوښکې يې پاکې کړئ. کله، چې ماشومان ژاړي، نو بايد په غېږ کې يې واخلئ، په دې صورت کې ماشومان پوهېږي، چې تاسې ورسره ياست، هوساينه او د دوی د خوښې فضا ورته چمتو کولای شئ.

ـ ماشومان مو د بدلون لپاره چمتو کړئ. که کوم بدلون د پلي کېدو په حال کې وي، نو مخکې له مخکې مو ماشومان ورته چمتو کړئ. که يې ښوونځي ته بيايئ، نو په لومړي سر کې ټولګى ورته وښايى او دا مرسته ورسره وکړئ، چې د هغه ځای له چاپېريال سره عادت شي. که د څه وخت لپاره کاري سفر ته ځى، نو دا ورته روښانه کړئ، چې چېرته او ولې ځى. ماشوم مو که هر څومره ډېر وپوهېږي هغومره به تشويش او ذهني فشار څخه لرې وي.

ـ ورځني قوانين او کړنلاره مو ماشومانو ته جوړه کړئ. ماشومان په ژوند کې يو ځانګړي جوړښت ته اړتيا لري، دغه قوانين او جوړښتونه کولای شي د ويده کېدو وخت وي يا هم د ستونزمنو حالاتو لپاره کړنلاره جوړول، چې د ماشومانو ذهني فشار تر ډېره کابو کوي.

ـ ماشومانو ته مو ښه خواړه ورکړئ هغه ماشومان، چې په منظم ډول نه تغذيه کېږي کېدای شي له نورو څخه ډېر په ذهني فشار يا سترس اخته شي. ډاډ تر لاسه کړئ، چې ماشومان مو په ږو خواړو تغذيه کېږي. د قندي او خواږه خواړو د خوړلو کچه يې کمه کړئ.

ـ خپل ذهني فشار يا سترس مو کابو کړئ کله، چې پلار او مور خپل ذهني فشار کابو کړي، نو خپله دنده په ښه ډول تر سره کوي. د ځان لپاره مو لږ وخت وټاکئ او ذهني فشار مو له منځه يوسئ، ځکه د دغه کړنې يا کار پايلې ستاسو ماشومانو ته هم رسېږي او اغېزه پرې کوي. کله، چې يو ماشوم ذهني فشار يا سترس ازمايي، نو د دې اټکل کېږي، چې په ټول ژوند، ټولنيزو اړيکو او په هره بله برخه کې به ذهني فشار ولري. اوس د دې وخت را رسېدلى، چې خپلو ماشومانو ته د ذهني فشار د کابو کولو لارې چارې زده کړئ او له دغو ستونزو څخه يې خلاص کړئ. 

             ژباړه: احمدضيا فضلي  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha