صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | وېټامين ډي د ساه لنډۍ د ګواښ مخنيوی کوي

وېټامين ډي د ساه لنډۍ د ګواښ مخنيوی کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په يوه نوې څېړنه کې راغلي چې وېټامين ډي کولای شي د ساه لنډ‌ۍد ګواښ مخنيوى وکړي. په نړۍ کې نږدې ۳۰۰ ميليونه کسان د ساه لنډۍ په ناروغۍ اخته دي.

د دغې څېړنې د کمېټې مشر د لندن د کوين ماري پوهنتون استاد ادريان مارتيناو وايي: څېړنه په متحدو ايالتونو، کاناډا، هند، جاپان، پولند او برېتانيا کې ترسره شوې. د آشنا غږ د راپور په اساس، مارتيناو وايي چې پايلې ښيي چې د وېټامين ډي تابليټونو خوړل د ساه لنډۍ د جدي ګواښ کچه کموي او په روغتون کې د بستري کېدو اړتيا له شپږو سلنو څخه درېيو سلنو ته را ښکته کوي. هغه ټينګار کوي چې پايلې په زړه پورې دي، خو د احتياط کولو مشوره هم اړين بولي.

ښاغلي مارتيناو وايي: (( د جدي ساه لنډۍ په اړه موندنې د درېيو ازموينو پايلې دي چې گډونوال په عمومي توگه په عمر زيات کسان وو ، چې ناروغي يې معتدله وه )) هغه وايي، ماشومان او لويان چې په جدي ساه لنډۍ اخته وي زياتو ازموينو ته اړتيا ده چې معلومه شي آيا وېټامين ډي د هغوی سره هم مرسته کوي او که نه؟ د نوموړي په وينا،تراوسه روښانه ده ، چې د وېټامين ډي تابليټونو پر ټولو ناروغانو باندې اغيز درلودلی او که يوازې پر هغو کسانو چې د بدن د وېټامين ډي کچه يې ټيټه وه. د څېړونکو په ټکو، د څېړنې وروستۍ پايلې لا نه دي سربېره شوې او تمه ده چې په راتلونکو مياشتو کې معلومې شي. د برېتانيا د ساه لنډۍ ناروغۍ د خيريه موسسې د څېړنو مشره اريکا کنينگټون وايي: زياتو شواهدو ته اړتيا ده چې دغه موندنې بشپړې شي.

 دا وايي: (( ساه لنډي مختلف ډولونه لري، کېدای شي چې وېټامين ډي د ځينو کسانو د حالت په ښه کېدو کې مرسته وکړي، خو د ټولو سره نه.)) ساه لنډي يوه سخته ناروغي ده ، چې په نړۍ کې شاوخوا ٣٠٠ ميليونه کسان پرې اخته دي او نښې نښانې يې په عمومي توگه په سختۍ ساه ايستل، ټوخي، سينه تنگي او د ساه لنډېدل دي. وېټامين ډي ډېرى د هګۍ په زيړيو، شيدو، لبنياتو او سابو وو کې وي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha