صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د هډوکو پوډه كېدل په زړو کسانو کې يوه عامه ناروغي ده

د هډوکو پوډه كېدل په زړو کسانو کې يوه عامه ناروغي ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دهډوکو پوډه کېدل چې ((آسټيوپوروسس)) نومېږي، په بدن کې د هډوکو د مقاومت او تراکم د کمښت په نتيجه کې رامنځته کېږي. دغه ناروغي زياتره په زړو کسانو کې ليدله کېږي،خو د ځينو ساده تدابيرو له لارې يې د زياتېدو مخنيوى کېدای شي.د هډوکو رژيدل هغه وخت رامنځته کېږي چې د هډوکو د تخريب اندازه، د هډوکو تر جوړښت زياته وي.

په دغه صورت بيا هډوکي کمزوره کېږي او په يوې کوچنۍ ضربې سره له ماتېدو سره مخامخ کېږي.دغه ډول ناروغي زياتره په زړو کسانو کې ليدل کېږي او اکثره وخت په لومړيو پړاوونو کې کومې  ځانګړې نښې نښانې نه لري،خو د ناروغۍ تر پرمختگ وروسته او ځينې وخت حتى پس له لسو يا پنځلسو کلونو په اوږه يا ورانه کې د هډوکو په ماتېدو سره راښکاره کېږي.په داسې يوه حالت کې زاړه خلک خپل تعادل له لاسه ورکوي، پر مځکه لوېږي او هډوکي يې ماتېږي. په لومړي سر کې سړی فکر کوي، چې دا به د هډوکو ساده ماتېدل وي ، خو په حقيقت کې دغه کسان د هډوکو د سُستوالي يا رژيدو په ناروغۍ اخته وي.

د هډوکو رژېدو ته بايد په کم نظر ونه کتل شي : ښځې د نارينه وو په پرتله دوه برابره له دغه ډول ناروغۍ سره مخامخ دي. د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله په ښځو کې د جنسي هورمونونو موجوديت د هډوکو د تدريجي سُستوالي سبب گرځي.نوموړي سازمان دغه ناروغي په اوس وخت کې د لسو مهمو او عامو ناروغيو په ډله کې راوستې ده، خو تر اوسه هم زياتره کسان د هغې له جدي خطراتو څخه بې خبره دي. دغه خطرناکه ناروغي ځينې وخت د يوه انسان د مرگ سبب هم کېږي.ډاکټرانو ثابته کړې،  چې هغه زاړه نارينه او يا زړې مېرمنې چې د ورانه د هډوکو له رژېدو سره مخامخ شوي وي، پنځه کاله تر خپل عمر وروسته د هغو کسانو په پرتله چې د هډوکو ماتېدل يې نه وي ليدلي، د مرگ له خطر سره مخامخ کېږي. له بلې خوا دغه ډول ناروغان کېدای شي په (( تورومبوزه )) يا په شريانونو کې د وينې د غوټې کېدو په ناروغۍ هم اخته شي او يا هم  کېدای شي زړه او رگونو ته يې تاوان ورسېږي.

د هډوکو د رژېدو ژر تر ژره تشخيص:
 کله چې د هډوکو د تراکم اندازه پر خپل وخت د ديجيتالي بيوگرافۍ له لارې معلومه شي بيا يې نو درملنه هم آسانه وي. په دغه ډول تشخيص کې د ايکس وړانگه له دوو خواوو څخه پر هډوکي اچول کېږي. د دغو وړانگو يوه برخه هډوکي  جذبوي او پاتې برخه يې له هډوکو وزي او همدغه وتلې شعاع بيا د يوې جذبوونکي وسيلې په مرسته جذب او اندازه کېږي. هرڅومره چې د هډوکو تراکم ډېر وي هغومره د ايکس د شعاع زياته برخه جذبولاى شي او کمې اندازې ته يې د تېريدو اجازه ورکوي او په دې ډول د اندازه ګيرۍ وسيلې ته کمه شعاع ور رسېږي. په بدن کې په تېره بيا د کلسيمو کمښت د هډوکو د رژېدو سبب گرځي. فيزيوتراپي د هډوکو د سُستوالي په مقابل کې تر ټولو ښو لارو څخه شمېرل کېږي. په دې ډول له ناروغ کس سره مرسته کېږي چې څرنگه خپل د بدن توازن وساتي، ترڅو د کار او يا ژوندانه په محيط کې يې پر مځکه باندې د لوېدو مخنيوی وشي او هغوی ته د سمې ناستې او يا هم درېدو په هکله معلومات ورکول کېږي.

د هډوکو رژېدل او د درملو استعمال:  دغه ناروغي ښايي د نورو ناروغيو له جانبي خطراتو څخه هم رامنځته شوې وي. په روماتېزم باندې اخته کسان د هډوکو په پوډه کېدو اخته وي، ځکه هغوی مجبور دي ټوله عمر د کورتيزون درمل وخوري. په سرطان اخته کسان چې کيموتراپي کوي هم امکان لري د هډوکو په سُستوالي اخته شي. د نوموړې ناروغۍ پرضد يوه تر ټولو ښه لار حرکت کول اومناسب خواړه دي. د ناروغانو په غذايي پلان کې ويټامين ډي او کلسيم مهم نقش لري. که څه هم ويټامين ډي له لمره هم اخيستل کېږي ، خو بيا هم د تابليتونو اخيستل ضروري دي. د ورزشي کارپوه يورگين زيبينهوفن، په نظر د هډوکو د تراکم قوت د جينيتيکي او محيطي بدلون تراغېزې لاندی دى او د هډوکو رژيدل له مور څخه اولاد ته هم انتقالېږي. په مېرمنوکې بيا هورموني تغييرات د هغوی د هډوکو د تراکم د کمښت سبب گرځي. لږ حرکت، د خوږو شيانو خوړل او څښل او داسې نور تر ټولو زيات د هډوکو د رژيدو سبب گرځي. ناروغان بايد تل داسې غذاوې وخوري چې کلسيم په کې ډېر وي، لکه شېدې، پنير،لبنيات، ډول ډول ترکارۍ، منرالي اوبه او داسې نور. ويټامين سي او کلسيم هم د هډوکو د قوي کېدو لپاره ډ : Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha