صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | شپون، نا ليدلى لارښود !

شپون، نا ليدلى لارښود !

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

کله چې کورته لاړم، سخته ستړې وم. ټلوېزيون مې نه ليده. خواله رسنيو هم چندان خوند نه راکاوه. فيسبوک مې هم ونه کاراوه. سر له ماښامه د خوب په بستر ويده شوم. د شپې مې ښه خوبونه نه ليدل. ګډوډ وو. کله مې فکر کاوه،

چې کوم نوي کور ته تللې يم. کله يو څه ليکم، خو بېرته يې ورانوم، خو لکه د تل په څېر پر خوبونو چندان باور نه لرم. فکر نه کوم خوب به مې د ژوند تعبير وي. سهار پوهنتون ته لاړم. ښه خبر مې واورېد، ملګرې مې کوژده کړې وه. ورته مې د خوشبختۍ هيله وکړه. تر دفتره پورې خوښه او خوشحاله راغلم. په لاره کې مې يوه کتابچه هم واخيسته چې کله کله څه په کې وليکم. دفتر ته راورسېدم. بکس مې له اوږې ښکته کړ. د المارۍ په لور ولاړم بکس مې هلته کېښود او کمپيوټر ته راغلم، مخکې له دې چې روښانه يې کړم. پياله مې راواخيسته او چاى مې په کې واچاو. راغلم چې چاى وڅښم يو چا راباندې غږو کړ: د بي بي سي سايټ دې ليدلى؟ ما ويل نه. ژر راغلم چې ګواکې کوم جالب خبر به وي. د سايټ له خلاصولو سره سم مې په دې جملې سترګې ولګېدې. (( وتلي افغان ليکوال او شاعر سعدالدين شپون له دې نړۍ سترګې پټې کړې )) دا مې تر ټولو خواشينوونکى خبر و.  همداسې هکه پکه پاتې شوم. ډېره خواشينې شوم. دده هغه ليکنه مې سترګو ته ودرېده چې د کليزې د نمانځنې په اړه يې په تاند کې خپره کړې وه. استاد ليکلي وو :

((د کور ټولو شيطانانو پس له هفتو هفتو، پټو غونډو او پس پسيو زما د زېږېدنې د جشن تابيا ونيوله. يو زوى اشرق کې و، بل مشرق کې، ټول سره راټول شول، زامن، لوڼې لمسي، لنډه دا چې ټول بلا بتر، سپين ګورګوړي، تور ګورګوړي رانازل شول. اصلي پسات زما د کوروالا و، چې په تلېفون، مسېجونو، ټوېټونو او فېسبوکونو يې ټول کولولي وو. زه ساده ګى لګيا وم د حبيب نثار، د پټيالې يار، راجا محبوب الله خان، څپاند، د کانګرو خان، هادي هادي، کونګ سترګي حفيظ غښتلي او نورو بدماشانو سره مې چټ کاوه چې غر شو، ځوځ ماځوځ د قاف غره له کنډوه راشې

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha