صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د ادبي خپرونو سرليکنې

د ادبي خپرونو سرليکنې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په پښتو کې د سرليکنې په اړه څه نا څه ليکل شوي دي، خو د ادبي خپرونو د سرليکنو په اړه هېڅ نه دي ليکل شوي. ما له دې ليکنې مخکې د ادبي خپرونو د سرليکنو په اړه ډېره پلټنه وکړه. د افغانستان په علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او بل هېڅ ځای کې مې د ادبي خپرونو د سرليکنو په اړه آن يوه کرښه هم پيدا نه کړه.

د سرليکنې په اړه په پښتو کې ليکل شته، ژباړې هم شته، آن کتابونه ژباړل شوي، خو د ادبي خپرونې د سرليکنې په برخه کې هېڅ نشته. له دې امله چې د ادبي خپرونو د سرليکنو په اړه په پښتو کې معلومات نشته، نو زموږ د ډېرو ادبي خپرونو سرليکنې، سرليکنې نه دي، بلکې ليکنې دي. سرليکنه څه ته وايي؟

د ادبي خپرونو سرليکنه څه ته وايي؟
د ادبي خپرونو سرليکنې څنګه ليکل ک
ېږي؟ د ادبي سرليکنې او د ادبي خپرونې د سرليکنې ترمنځ توپير څه دى؟ په دې ليکنه کې همدغو پوښتنو ته د ځواب او ددغې تشې د ډکولو هڅه کوم.

سرليکنه څه ده؟

موږ دلته پر سرليکنه تفصيلي بحث نه کوو، خو له دې امله چې زموږ موضوع د ادبي خپرونو پر سرليکنو را څرخي، نو لومړی پر سرليکنه بحث کوو. سرليکنې ته ډېر تعريفونه شوي، خو که په لنډ ډول ووايم، سرليکنه د يوې پېښې يا بدلون په اړه د خپرونې د ادارې رسمي او عمومي نظر او دريځ دى. سرليکنه تل يو ژورنالېستيک ژانر ګڼل شوى، خو کله چې خبره د ادبي خپرونو سرليکنو او د ادبي ليکنو سرليکنو ته راځي، نو بيا يې ښايي د ادبياتو او ژورنالېزم ګډ ژانر وګڼو.

سرليکنې ته په انګليسي کې (Editorial) او په فارسي کې ( سرمقاله) وايي. په پښتو کې هم پخوا ورته ((سرمقاله)) ويل کېده، خو په وروستيو څو لسيزو کې يې ځای
(( سرليکنې)) کلمې نيولى دى او اوس عامه شوې ده
.

ځيني کسان فکر کوي چې سرليکنه د ورځپانې د مسوول مدير يا د هغه د مرستيال نظر دى. دا يوه تېروتنه ده، ځکه چې سرليکنه يوازې د مدير نه، بلکې د ادارې نظر دى چې له مديره نيولې، د هغه تر مرستيال، کتنپلاوي او اېډېټرانو پورې ټول په کې راځي. په افغانستان کې ډېرې سرليکنې د خپرونې د مسوول مدير له خوا ليکل کېږي، له همدې امله ځينې کسان فکر کوي چې سرليکنه د خپرونې د مسوول مدير نظر دى. دلته ښايي د مدير نظر وي، خو په اصولو کې سرليکنه د ادارې نظر دى. په نړۍ کې چې چاپي خپرونې ډېر کاروکوونکي لري، نو د اېډېټرانو بورډ را ټولېږي، يوه موضوع ټاکي او بيا پرې هر څوک خپل نظر ورکوي. دلته يو کس د منشي په توګه د ټولو نظريات ليکي، لنډوي يې، توحيدوي يې او په يوه ليکنه کې يې را ټولوي چې سرليکنه ورته ويل کېږي.

استاد غضنفر هم دا خبره کوي چې سرليکنه د ليکوال نظر نه دى، بلکې د ادارې نظر بيانوي: (( په سرمقاله کې د يوې پېښې يا موضوع د ردولو يا تاييدولو لپاره استدلال کېږي او له يوې رايې خبريږو. دا رايې او نظر له ليکوال سره نه، بلکې له خپرندويې ادارې سره تعلق لري)). ( ۴- ۱۸۹)

سرليکنې ته د ډېرو ټولنيزو مسايلو په څېر ګڼ تعريفونه وړاندې شوي دي چې زه يې دلته يو څو را اخلم:

(( سرليكنه د رسنيو د چلوونكو هغه ارزښتمن پيغام دى چې دكليمو او جملو په قالب كې يې وړاندې كوي. په دې توګه سرليكنه د رسنۍ د ثقل مركز او يا هم په يوه رسنۍ باندې هغه حاكم فكري خط دى چې نورې ټولې ليكنې دهغې تر اغېزې لاندې چاپېږي.)) (۱-۲)

(( سرليكنه هغه مضمون دى چې په كومه ځانګړې موضوع باندې ليكل شوې وي او په هغه كې د لوستونكي فكر هغه لور ته اړول كېږي چې د ليكوال په نظر غوره وي.)) (۲-۱۵)

(( سرليكنه هغه ليكنه ده چې ديوې ډلې، ګروپ يا هم كوم سازمان له خوا د ټولنې د وګړو د لارښوونې، منعه كولو يا هم د تشويق او ترغيب په موخه ليكل كېږي او د مطبوعاتو له لارې خپرېږي.)) (۳-۱۷)

په يو بل ځای کې د سرليکنې په اړه وايي: ((سرمقاله ليکونکي لکه مدافع وکيلان؛ کوښښ کوي چې په خپله ليکنه کې د منطقي دلايلو په راوړلو سره د لوستونکو ملاتړ خپل کړي.)) (۵-۲۳)

ګڼ نور تعريفونه هم شته، خو موږ يې دلته نه راوړو. پورتني تعريفونه ټول خپلې ستونزې لري او پوره نه دي. په لنډ ډول ويلي شو چې سرليکنه د يوې پېښې، موضوع او بدلون په اړه د يوې خپرونې د ادارې رسمي نظر او دريځ دى. په دې نظر کې ښايي غندنې شوې وي، ښايي ستاينې وي او ښايي هم ځانګړي وړانديزونه او حل لارې وړاندې شوي وي.د سرليکنې په اړه دا خبره ډېره تکرار شوې چې د خپرونې يا ورځپاڼې په لومړي مخ کې راځي. اوس دا خبره زړه شوې. ډېرې ورځپانې سرليکنه په دويم مخ کې خپروي او دا چاره له دې سره تړلې چې خپرونې او رسنۍ غواړي ځان ډېر د بيان آزادۍ ته ژمن وښيي او خپل نظر مهم نه ښکاره کوي. اوس سرليکنې له دې امله هم اداره په دويم مخ کې ډېره خپروي چې دا خو د خپرونې د مسوولينو نظر وي او دوی ټينګار  کوي چې له  خپل نظره ورته د خلکو نظر مهم دى، نو ځکه يې دويم مخ ته وړي. سرليکنه کيداى شي په لومړي او يا دويم مخ کې راشي، خو ځای يې بايد تل مشخص وي، داسې نه چې يوه ورځ په يوه مخ کې او بله ورځ په بل مخ کې راشي. ځينې کسان آن د خپرونې هغه مخ چې سرليکنه په کې راځي د سرليکنې د مخ په نامه يادوي، خو دا بحثونه اوس ډېر زاړه ښکارېږي. په مجلو کې په طبيعي ډول سرليکنه له فهرست وروسته او له نورو ليکنو مخکې راځي، نو په ورځپاڼه کې ډېر وخت په لومړي يا دويم مخ کې راځي.سرليکنې ددې لپاره ليکو چې يوې مهمې ستونزې يا بدلون ته د خلکو پام را وګرځوو: ((سرليکنه ځکه ليکو چې عامه ذهنيتونه اغېزمن کړو؛ فکري وده پياوړې کړو او عام خلک وهڅوو ، تر څو د ځينو خاصو مسايلو په وړاندې راپورته او لاس په کار شي. په دې مانا، چې د سرمقالې اصلي موخه د ځينو ځانګړو مسايلو په وړاندې د عامه ذهنيتونو د بدلون، خلکو ته د فکر کولو د ځواک وربښل  او د خلکو هڅول دي، تر څو غبرګون وښيي)) (۶-۴)

سرليکنه درې عمده برخې لري. لومړی خبري او معلوماتي برخه؛ په دې برخه کې د يوې پېښې، موضوع يا بدلون معلوماتي اړخ وړاندې کېږي. دويم تحليلي برخه؛ په دې برخه کې د سرليکنې ليکوال د موضوع په اړه تحليل او شننه وړاندې کوي. درېيم پايله؛ په دې برخه کې ليکوال خپل دريځ بيانوي، نيوکه کوي، وړانديز کوي، حل وړاندې کوي او يا بديل وړاندې کوي. عنوان او تر سرليکنې لاندې د ادارې ليکل، هم د سرليکنې برخې ګڼل کېږي. که سرليکنه عنوان ونه لري دا عيب دى او که ترې لاندې د ادارې نوم ونه ليکل شي، دا له لوستونکو هېروي چې دا د چا نظر دى.سرليکنې ډېر ډولونه لري. سياسي سرليکنې، اقتصادي سرليکنې، ټولنيزې سرليکنې او داسې نورې. دغه راز د دريځ له اړخه هم ډولونه لري چې غندونکې سرليکنې، ستايونکې سرليکنې، حل لارې وړاندې کوونکې سرليکنې، بديل وړاندې کوونکې سرليکنې او نورې په کې راځي. له دې امله چې موږ دلته تر ډېره د ادبي خپرونو په سرليکنه تمرکز کوو، نو دلته د سرليکنو پر ډولونو بحث نه کوو.

د ادبي خپرونو سرليکنې:

د ادبي خپرونو سرليکنې هم د نورو سرليکنو په څېر د ادارې نظر دى، خو په دومره توپير چې د يوې ادبي موضوع، پېښې او بدلون په اړه بايد دغه سرليکنه وليکل شي. د ادبي خپرونو د سرليکنو په اړه دويم نظر دا دى  چې ژبه يې بايد ادبي وي. دا سرليکنې هم كټ مټ بايد درې برخې ولري، لومړی برخه يې بايد معلوماتي وي، دويمه برخه يې بايد تحليلي وي او په درېيمه برخه کې بايد حل لارې، وړانديزونه او يا هم د ادارې له خوا کوم بديل وړاندې شي.د ادبي خپرونو سرليکنه که پر کوم ادبي بدلون، پېښې او يا دې  ته ورته څه را ونه څرخي، هغه سرليکنه نه ده. له بده مرغه زموږ د ډېرو ادبي خپرونو سرليکنې، سرليکنې نه، بلکې ليکنې دي. دوی د يوې سړې، يا فکري ادبي موضوع په اړه ليکل وکړي. دغه ليکل د کوم ادبي او فرهنګي بدلون په اړه نه وي او آن ډېر کله روښانه معلوميږي چې د شخص نظر وي. دغه ډول ليکنو ته سرليکنې نه، بلکې ليکنې ويلي شو. ايراني ليکوال پرويز هادي وايي: (( په سرمقاله کې هېڅکله د لومړي شخص مفرد (زه) ضمير مه کاروئ، بلکې تل (موږ) وکاروئ، ځکه چې تاسې خپل شخصي نه، بلکې د ادارې نظر وړاندې کوي)) (۷-۳۵)

د ادبي خپرونې د سرليکنې او د ادبي سرليکنې ترمنځ هم توپير شته. کېدای شي د ډېرو سرليکنو ژبه ادبي وي. کېداي شي د يوې ټولنيزې، سياسي او يا بلې خپرونې سرليکنه په ادبي ژبه ليکل شوې وي. موږ ورته ادبي سرليکنه وايو. د ادبي خپرونو سرليکنې بايد نه يوازې د ژبې له اړخه ادبي وي، بلکې د موضوع له اړخه هم بايد ادبي وي. که يې موضوع ادبي نه وي، نو بيا د ادبي خپرونې سرليکنه نه ده. که يې موضوع کومه ادبي پېښه او ادبي تحول نه وي، بيا هم سرليکنه نه، بلکې ليکنه ده.  د ادبي خپرونو په سرليکنو کې هم کېدای شي نيوکې وشي، ستاينه وشي، کېدای شي وړانديزونه او حل لارې وړاندې شي.

د بېلګي په ډول موږ دلته څه ډولونه لرو:

ستايونکي: په ۱۳۹۵ کال کې پښتو ته ګڼ کتابونه وژباړل شول. د کال په پای کې کېدای شي د يوې ادبي خپرونې اداره پر دغې موضوع سرليکنه وکړي. لومړی په دې اړه معلومات وړاندې کړي. په دويمه برخه کې پر دې بحث وکړي چې دا کار څه ګټه لري او څه ګټه يې کړې ده. په درېيمه برخه کې دا کار وستايي، هغوى چې دا کار يې کړى وستايل شي او د هڅونې لپاره يې جملې وليکل شي.

غندونکې يا د اندېښنې سرليکنې: په دغه راز سرليکنه کې کېدای شي د ادبي پرمختګ پر وړاندې د کومې ډلې، يا حکومت له خوا ستونزې وغندل شي. کېدای شي ادبياتو او ژبې ته پر ور پېښ خطر نيوکې وشي او هغه كسان وغندل شي چې ژبه او ادب يې له خطر سره مخ کړى. د بېلګي په ډول؛ په رسنيو کې ناسمه پښتو ويل کېږي. د يوې ادبي خپرونې سرليکنه په دې اړه ليکل کېدای شي. په لومړۍ برخه کې ښايي په دې اړه معلومات وړاندې شي. په دويمه برخه کې ددې ستونزې پر لاملونو او خطرونو بحث وشي. په وروستۍ برخه کې ښايي دا کار وغندل شي او له حکومت او اديبانو يې د مخنيوي غوښتنه وشي.

: Post on Facebook Facebook Add to your del.icio.us del.icio.us Digg this story Digg StumbleUpon StumbleUpon Twitter Twitter

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha