صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د پاكستان دوه مخې پاليسۍ د خلكو زياتې كركې او غوسې را پارولي دي

د پاكستان دوه مخې پاليسۍ د خلكو زياتې كركې او غوسې را پارولي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه د پاكستان دوه مخې، درواغجنې ، تېري كوونكې او پاروونكې پاليسۍ چې له مخې يې په ظاهركې د امريكا د پوځي ستراتيژۍ له ډاره او د نړيوالو د زياتو فشارونو له امله د سولې ډنډورې،

نارې او سوري پيل كړي دي او په باطن كې يې په افغانستان كې د امريكا او ناټو د پوځيانو د شتون اهميت ته له كتو پرته د ننګرهار او كونړ ولايتونو په ګډون د هېواد پر سرحدي سيمو د توپونو پر ډزو او د توغنديو پر توغولو لاس پورې كړى دى ، نو پرخپل هېواد او د سولې د مينو افغانانو زياتي كركي او غوسي يې را پارولي دي، په كلكه يې غندي ، محكوموي يې زيات لعنتونه پري وايي او دخداى ((ج)) له درباره پرې د زياتو عذابو،نو د نازلېدو غوښتنه كوي او په زغر ده يې دا ويلي، چې مغرضو ، محركو او مخربو پاكستاني استخباراتو او پوځيانو له يوي خوا دافغانستان او جنوبي آسيا په اړه د امريكا د پوځي ستراتېژۍ له زياتې وېرې او ډاره او دنړيوالو د زياتو فشارونو له امله او له بلې خوا د افغانستان ، هند ،بنګله ديش او آن د امريكا په ګډون د سيمې او دنړۍ د هېوادونو د خلكو د وژلو او نورو  تباهيو د سرته رسولو له پاره د خپلو روزل شويو وحشي صفتو ترورېستي ډلو له وحشيانه او بې رحمانه بريدونو څخه د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې د پاملرني د داړولو په موخه يې د سولې پرتشو ډنډورو او پوچو نارو او سورو پيل كړي دي او دخپلې دغې دوه مخې او درواغجنې پاليسۍ په اړه يې پر واقعيتونو د پردې اچولو لپاره د سيمې او نړۍ هېوادونو ته پر سفرونو هم لاس پورې كړى دى او غواړي چې له دې لارې ددغو هېوادونو دمشرانو سترګو ته خاورې وروشيندي او دپاكستان د خپلسري او پاروونكي هېواد د ناوړه دوه مخې پاليسۍ په اړه يې له واقعيتونو څخه سترګې پټې كړي، خو دسياسي شنونكو او نورو كارپوهانو په اند اوس د نړۍ سوله غوښتونكي هېوادونه، ژغورنده  غورځنګونه او نور آزادي غوښتونكي ځواكونه د سولې په اړه د پاكستان د دغه ډول شويو ژمنو نارو سوروته د شك په سترګه ګوري او هېڅ باور پرې نه كوي ځكه چې د پاكستان دوخت پوځي او ملكي واكمنانو له دې مخكې د سولې په اړه آن يوه ژمنه هم نه ده پلي كړي او د بشر د ډېر ستر ګډ دښمن په توګه يې د ترهګرو د ځپلو له پاره له امريكا څخه كابو پنځلس ميليارده تر لاسه شوي ډالره له امريكا سره د شويو ژمنو پر خلاف دطالبانو،حقاني شبكې،القاعده،داعش ، جيش محمد ، لشكر طيبه ، جندالله او لشكر اسلام په ګډون د خپلو ترورېستي ډلو پر روزلو ، تغذيه كولو او وسله وال كولو لګولي دي او له دې لارې يې خپلو شومو موخو او ناوړو پلانونوته د عمل جامه ورواغوستې ده. د ترهګرو د ستر ملاتړي، توليدوونكي او صادروونكي هېواد په توګه پاكستان د امريكا د پوځي ستراتېژۍ له ډاره او دغه راز د نړيوالو د زياتو فشارونو له امله اوس دې ته اړ شوى دى چې دافغانستان پر ضد د خپلو لمسوونكو، تيري كوونكو او پاروونكو عملونو او تاوتريخوالي پر ځاى له افغانستان سره د اړيكو د ښه والي د پاللو لاره خپله كړي او دافغانستان او هند په ګډون په دغې سيمه كې د شخړو  د اوارولو لپاره طالبان، وسله وال مخالفين او خپلې نورې روزل شوې ترورېستي ډلې ، پيرودل شوي اجيران، مزدوران او ګوډ ګيان له افغان حكومت سره د سولې خبروته وهڅوي او هم له افغانستان سره د سولې د خبرو له پاره دافغانستان او پاكستان هېوادونو ته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پوځي او ملكي پلاويو د تګ او راتګ لړۍ ته  سازمان وركړي چې له افغانستان سره د سوله ييزو خبرو د سرته رسولو له پاره كابل ته د پاكستان د لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه وروستى سفر او همدارنګه د رواني اكتوبرمياشتې پر شپاړسمه نېټه د عمان په مسقط كې د امريكا ،چين ،افغانستان او پاكستان د استازو ترمنځ  سوله ييزو خبروته د زمينې برابرول او دغه راز پاكستان ته د تګ له پاره د جمهور رييس محمد اشرف غني له خوا د جنرال باجوه د بلنې منل يې د ثبوت څرګنده بېلګه كېدلاى شي. د دې تر څنګ د پاكستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف هم په دې اړه له رسنيو سره د خپلو څرګندونو د شريكولو پر مهال وويل چې د پاكستان استخباراتي او پوځي شبكو د ترهګرو د ځپلو او دهغوى د ځالو او روزنځايونو د ړنګولو له پاره د خپلو شويو ژمنو د پلي كولو په برخه كې له خپلو زياتو ناغېړيو څخه د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې د پاملرنو د اړولو په موخه له افغانستان سره د اړيكو دښه والي له پاره طالبان دې ته وهڅول چې په عمان كې له افغان حكومت سره د سولې د خبرو پر ټغر كښېني او هم دافغانستان او پاكستان ترمنځ د سولې د خبرو له پاره جمهور رييس محمد اشرف غني دې ته وهڅوي چې پاكستان ته رسمي اودوستانه سفر وكړي.

شاولي - قرار

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha