صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په هېواد كې د هراړخيزو پراختيايي پروژو پلي كول ضروري دي

په هېواد كې د هراړخيزو پراختيايي پروژو پلي كول ضروري دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

زموږ هېواد دجنګ جګړو له امله ډېر وران او ويجاړ شوى چې په هره برخه كې دهېواد آبادي ضرورى ده، تر څو ورغول شي. دافغان حكومت په هڅه اوهاند سره په هراړخيزه توګه څه ناڅه عمراني او آباداني كارونه ترسره شوي ، سړكونه جوړ شوي اودهېواد ډېرو لرې سيموته غځول شوي دي.

داچې سړكونه دولسونو، كليو اوښارونو ترمنځ دارتباط يوه پياوړې وسيله ده چې دخلكو زياتره ستونزې حل كولاى شي. همدارنګه پلونه، پلچكونه او داوبو بندونه هم جوړ شوي،  ترڅو كرنيزو مځكو ته اوبه وركړي چې له نېكه مرغه افغانستان زيات بهانده سيندونه لري. كه پردې سيندونه بندونه اوبرېښنا كوټونه جوړ شي ،نو دمځكو دخړوبولو ، كورونو درڼا كولو اوهم دفابريكو اوكارخانو د فعاله ساتلو لپاره به ورځنې ګټه واخيستله شي. د هېواد صنعتي كېدل د ترقۍ اوپرمختګ سترعامل دى په دې وسيله به بېكاره اوبې روزګاره خلكو ته دكارموندلو اوكاركولو زمينه برابره شي چې په بېلابېلو پروژو اوفابريكو كې كار وكړي او دكارموندنې په هيله به نور بهر ته له خطره ډك سفرونه ونه كړي اوهم به دبېكارۍ له وجهې په نېشه يي موادو روږدي نه شي ځكه همدااوس په هېواد كې شاوخوا درې نيم مېليونه كسان په نېشه يي موادو روږدي دي چې دا يوه لويه ټولنيزه ستونزه هم ده، خو دكاري زمينو په رامنځته كولو سره به څه ناڅه داستونزه له منځه ولاړه شي.

په هېواد كې څه ناڅه پروژې پلي شوې اوهم دپلي كېدو په حال كې دي چې په ځينو سيمو كې  د دې ډول پروژو يادونه كوو.دافغانستان دكليو دبيارغونې اوپراختيا وزارت دڅه باندې (۴۰۰)ميليونو افغانيو په ارزښت د آته څلوېښتو پراختيايي پروژو قراردادونه ديو شمېر خصوصي شركتونو اودكليو دپراختيا د شوراګانو له مسئولينو سره لاسليك كړل، دكليو دبيارغونې اوپراختيا وزير وايي:  دهېواد په ۲۱ ولايتونو كې بېلابېلې آته څلوېښت پراختيايي پروژې پيلوو چې په كې د سړكونو، پلونو، فرهنگي مركزونو ،كانالونو اواستنادي ديوالونو جوړول شامل دي. ددغو پروژو لګښت دنړيوال پراختيايي بانك ،هندوستان او دافغانستان حكومت له بوديجې څخه وركول كېٰږي. دا پروژې د څه باندې څلورسوه ميليونو افغانيو په ازرښت په قرار دادي ډول وركول كېږي. ددغو پروژو له لارې  به شاوخوا سل زره كاري ورځې برابرې شي. دغه وزرات په ۱۳۹۵ ل كال كې له (۱۱) زرو ډېرې پروژې د (۲۳۰) ميليونه امريكايي ډالرو په ارزښت دهېواد په بېلابېلو ولايتونو او سيمو كې بشپړې كړي دي. په غزني ولايت كې هم  د (۲۱) ټولګټو پروژو كار د (۱۷) ميليونو او(۷۱۴) زرو افغانيو په لګښت بشپړ شو، دكليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزارت په غزني ولايت كې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې (۴۲۴) كلي دبيا جوړولو دپراختيا پروګرام ترپوښښ لاندې نيولي دي اوپه دې بريالي شوي چې په بېلابېلو برخوكې (۳۵۵۲) پروژو كار بشپړ او دخلكو داستفادې وړ وگرځي.

همدارنګه دسمنګانو ولايت د دره صوف په ولسوالۍ كې د (۱۴۲) پروژو كاربشپړ اودخلكو داستفادې وړ وگرځېد.ددغو پروژو كار د (۱۷۹) مېليونو (۹۰۵) زرو افغانيو په لګښت سرته رسېدلى دى چې د (۹۵) كليو خلكو ددغو پروژو له آسانتياوو څخه ګټه واخيستله. په سمنګانو ولايت كې (۴۱۸) كلي  د بيا جوړونې دپراختيايي پروګرام ترپوښښ لاندې نيول شوي دي او تراوسه پورې په دې ولايت كې په بېلابېلو برخو كې د (۱۶۶۲) پروژو كاربشپړ اودخلكو داستفادې وړ ګرځېدلى دى.
په ازرگان ولايت كې هم  (۱۵۰۰) كورنيو د پراختيا پروګرام له پروژو څخه گټه واخيستله. دغه پروگرام د (۹) ميليونو افغانيو په لګښت ددې ولايت په اړوندو ځايونوكې بشپړ شوى په ياد پروګرام كې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې د ( ۱۴۰۷) ټولګټو پروژو كار بشپړ او دګټې اخيستنې وړ وگرځېد.

 په پروان ولايت كې هم د اوبو د درېيو زېرمو كارپيل شوى، داوبو لګولو دغه پروژې د (۳۰) زرو امريكايي ډالرو په لګښت په كليو كې جوړېږي چې داوبو هره زېرمه به (۵۰) جريبه كرنيزه مځكه او دميوو بڼونه خړوب كړي په همدې ترتيب دلغمان په ولايت كې دپنځو كانالونو پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.  په دې ولايت كې (۲۷۴۵) هكتاره هغه مځكه چې مخكې په دوديزه توګه خړوبېدله په نوي او عصري سيستم  تراوبو لاندې تنظيم شوې ده چې (۳۱) مېليونه او ( ۴۰۰) زره افغانۍ لګښتپرې راغلى دى دكليو پراختيايي پروګرام د (۲۰۰۳) م كال دسپتمبر په مياشت كې دكليو دبيارغونې او پراختيا وزارت په چوكاټ كې جوړ شوى دى  دغه پروګرام په خپل ديارلس كلن عمر كې ( ۸۸۷۰۰) پروژې تطبيق اوعملي كړي دي. ددې پروګرام له لارې (۳۵) زره پراختيايي شوراګانې  خپل فعاليت دهېواد په (۸۵) سلنه برخو كې  پرمخ بيايي.

 له بلې خوا دامريكا نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) دكرنې اومالدارۍ او باغدارۍ دپراختيا لپاره دكرنې له وزارت سره د (۱۰۰) مېليونو ډالرو مرستې ژمنه كړې، ددې وزارت چارواكي وايي چې په دې مرستو كې د هېواد په يو شمېر ولايتونو كې دكرنې او مالدارۍ پنځه پراختيايي پروژې پلي او ترپنځو كلونو پورې به بشپړې شي.هيله ده چې افغان حكومت نورهم دهېواد په ترقۍ او آبادۍ كې ګوټلي
 ګامونه واخلي او دبهرنيو سوداګرو او سياسيونونو توجه لانوره  هم ځانته راجلب كړي تر څو افغانستان په يوه سوكاله، آباد اوآرام هېواد دتل لپاره پاتې شي.

قاطع شينوارى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha