صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ده

په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په افغانستان کې کابو څلوېښت کلنو ناخوالو د ميليونونو بې ګناه ملکي وګړو، د ښځو ،ماشومانو او بوډاګانو ژوند اخيستی او ترڅنګ يې د هېواد د ترقۍ چارې هم ټکنۍ کړې. د څلورولسيزو ناخوالو په ميليونونه افغانان د خپل کور او کلي پرېښودلو ته اړکړي او د هېواد ملي شتمنۍ يې له خاورو سره خاورې شوې .

 له بده مرغه پر افغان ولس له بهره د تپل شوې جګړې اصلي قربانيان عام افغانان دي. زموږ د هېواد تاريخي دښمنان د افغانانو سوکالي نه شي زغملی او سوکاله، پرختللی او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د ځان په زيان بولي، نو ځکه يې زموږ په هېواد کې د جګړې تنور ګرم ساتلی دی، تاريخي دښمن د دې جګړې د دوام لپاره پټنځايونه او روزنځايونه جوړ کړي او په ځانګړي ډول پاکستان يې تر شا ولاړ دی او هلته د ترهګرو او اورپکو په ښکاره توګه روزنه کېږي ، تجهيز او سمبالېږي او بيا د ټولو نړيوالو قوانينو پر خلاف زموږ  په هېواد کې د اسلاميت او انسانيت ضد ناوړه عملونه ترسره کوي او زموږ بې ګناه ملکي وګړي شهيدانوي او کورنۍ يې د و ير پرټغر کېښنوي. د افغانستان تاريخي دښمنان اوس له افغان ځواکونو سره دمخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، نو دوی په جوماتونو، هديرو، د خلکو دخوښيو په مراسمو، ښارونو او  عامه لارو کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې کوي او د ترهګرو د بشريت ضد کړنو له  امله په هېواد کې درې ميليونه ماشومان ښوونځيو ته نه شي تللای او خلک يې له روغتيايي آسانتياو هم بې برخې کړي دي . په دې وروستۍ او تازه  پېښه کې ترورېستانو د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د ماشومانو، ښځو په ګډون ۴۰ په شاوخوا کې ملکي وګړي شهيدان کړي او د هغوی کورنۍ يې د وير پر ټغرکېښنولې. د نړيوالو ترهګرو دغه ډول انساني ضد او بشري ضد عمل دافغان حکومت له لوري په سختو ټکوغندل شوی او دغه وحشيانه عمل يې د بشري حقونو څخه څرګنده سرغړونه او جنګي جنايت ګڼلی او ويلي يې چې  دغه جنايتکاران د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې له ماتې سره مخ شوي دي، اوس يې د جنګ لارې بدلې کړې او ملکي وګړي، ښځې، ماشومان او سپېڅلي ځايونه په نښه کوي.د ترورېستانو دا ډول کړنې د دې لامل کېږي چې د ترورېستي ډلو اصلي ماهيت ښکاره او خلک ور څخه کرکه او نفرت وکړي. افغان حکومت د دغه ناوړه ترورېستي عمل د غندلو تر څنګ خلکو ته ډاډ ورکوي ، چې د دغه جنايت عاملان به د افغانستان په هېڅ څنډه کې په امن کې ونه اوسېږي او دا پېښه به وڅېړل شي او عاملان به يې د قانون پنجو ته وسپارل شي. داپه داسې حال کې ده ، چې د ترهګريزو او ځانمرګو بريدونه او په مخامخ جګړو کې د ښکېلو خواوو  د ناوړه پايلو په تړاو د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له بشري حقونو د سرغړونو په تړاو رپوټ خپور کړی او په کې يې کښلي ،چې  په تېر ۱۳۹۵ لمريز کال کې دوی د بشري حقونو د سرغړونو کابو ۱۷ زره پېښې ثبت کړې دي. په افغانستان کې بشري سرغړونو په دغو پېښو کې ملکي مرګ ژوبله، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی، ربړونه، روغتيايي خدمتونو او زده کړو ته نه لاسرسی، بېکاري او ورته نورې ستونزې شاملې دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ماشومانو وضعيت هم د تېر په څېر د اندېښنې وړ ښودلی او ويلي يې چې له ماشومانو په جګړو او ځانمرګو بريدونو کې کار اخيستل کېږي. دغه  کمېسيون د ۱۳۹۵ لمريز کال عمومي بشري وضعيت په اړه په راپور کې زياته شوې، چې په دغه کال کې يې د سرغړونې ټول ټال ۱۶۷۶۵ پېښې ثبت کړې چې د دغو سرغړونو ډېره برخه يعنې ۱۰۶۰۸ ملکي مرګ ژوبله ده.نوی خپور شوی راپور ښيي چې د ۱۳۹۴ کال پرتله په  ۱۳۹۵  ل کال کې ملکي مرګ ژوبله له ۱۲ سلنه څخه  زياته شوې ده. په افغانستان کې بشري سرغړونې تر ډېره د قانون د نه حاکميت او د روانو جنګ جګړو له امله دي. که څه هم بېلابېلو بشري بنسټونو د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې د عامو خلکو ژوند او اسانتياوو ته پام وکړي، خو لا هم د تاوتريخوالي ډېری قربانيان ملکي وګړي دي.

دغه حالت ته بايد د پای ټکی کېښوودل شي، ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه بايد د جګړو پر عواملو فکر وکړي او هغه ډلې او  هېوادونه تر فشار لاندې راولي ،چې د ملکي وګړو د ترور او وژنو لپاره ترهګر روزي. له دې پرته  د ملکي وګړو ،مرګ ژوبله نه کابو کېږي ،بلکې له دې به هم سختې پايلې ولري، خو په ټوله کې دا کړنې د اسلامي ،انساني او اخلاقي ارزښتونو پر خلاف دي او عاملانو ته يې بايد سزا ورکړل شي.

شهير

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha