صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | پر يو ځای د دوامداره كېناستو لس روغتيايي زيانونه

پر يو ځای د دوامداره كېناستو لس روغتيايي زيانونه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

اوس دا خبره تر ډېرو خلکو رسيدلې، چې د فزيکي فعاليت نه کول او د ورځې له خوا ډېر پر يوه ځای کېناستل د چاغوالي، شکر او ذهني ناروغيو لامل کېږي.

روغتياپالان وايي:  پره يوه ځای ډېر وخت او دومداره کېناستل د يادو شويو ناروغيو سربېره د انسان روغتيا ته نور ګڼ زيانونه هم رسوي، چې آن موږ  يې په اړه فکر هم نه کوو. دلته د لسو هغو ناروغيو يادونه كوو، چې پر يوه ځای له ډېرې ناستې پيدا کېږي.

۱- ينه يا ځګر خرابوي:  طبي څېړنې وايي، چې پر يوه ځای د ډېر وخت لپاره کېناستل د انسان ينې (جګر) ته ستونزې پيدا کوي. دوی باور لري،  چې فزيکي کارونه نه کول او يا هم د ورځې  پر اوږدو کې قدم نه وهل او پر يوه ځای دومداره ناسته د انسان د ځګر د بېلابېلو ناروغيو سبب کېږي.

څېړنه وايي: هغه خلک چې د ورځې لس او يا تر دې ډېر وخت پر يوه ځای په ناسته تېروي، په دوی کې د جګر ناروغيو ګواښ ۹ سلنه زيات وي او هغوی، چې په فزيکي يا جسماني ډول خوځنده يا متحرک وي، په هغوی کې د ينې ناروغۍ پيدا کېدو ګواښ۲۰ سلنه کم وي.ياده څېړنيزه ډله سپارښتنه کوي ، چې خلک بايد ټوله ورځ په ناسته تېره نه کړي او لږ تر لږه د کار په جريان کې دې له ځايه پورته او قدم ووهي.

۲- د بډوډو ناروغي پيدا کوي:  پر يوه ځای دومداره ناسته د بډوډو خطرناکې ناروغۍ پيدا کوي. په دې اړه روغتيايي څېړنې وايي: د انسان د ژوند طرز او بډوډو تر منځ ژوره اړيکه موجوده ده، خو څېړنې په لومړی ځل دا معلومه کړې ده ، چې په ورځيني ژوند کې فزيکي فعاليت نه کول او ډېره ناسته د بډوبډو سختې ناروغۍ پيدا کولاي شي.

د څېړنې پر وينا : هغه کسان چې تر نورو فزيکې کارونه کم کوي، تر هغوی، چې خوځنده وي د بډوډو په ناروغيو ډېر اخته کېږي. څېړنه زياتوي: ډېره ناسته بډوډي نه پرېږدي ، چې وينه په سمه توګه فلټر کړي چې له امله يې په وجود کې خېري راټولېږي او ورسره د بډوډو له کاره لوېدو چانس ډېريږي.

د څېړنې په وينا : که چېرې پر يوه ځای د کېناستو وخت تر اته ساغعتونو راکم شي، ورسره د بډوډو د نارويو ګواښ هم راکمېږي.

۳- د ملا درد : که چېرې تاسو پره يوه ځای د ډېر کېناستلو عادت لرئ، نو د ملا درد زغملو ته هم تيار اوسئ. په دې اړه يوه تازه ترسره شوې څېړنه وايي: هغه کسان چې نهه ساعته او يا تر دې هم زيات وخت په ناسته تېروي، په دوی کې د ملا د درد ګواښ هم ډېر وي.

د څېړنې پر وينا:  هغوی چې دفتري کارونه کوي او له امله يې پر يوه ځای ډېر وخت په ناسته تېروي د نورو ناروغيو سربېره ورته د ملا درد هم پيدا کېږي.دغه څېړنيزه ډله لارښونه کوي، هغه کسان چې دفتري کارونه کوي بايد ټوله ورځ پر څوکۍ په ناسته تېره نه کړي او هر دوه ساعته وروسته بايد له خپل ځايه پورته شي قدم ووهي او يا ځينې نور فزيکي کارونه وکړي.

۴- قبضيت : يوه روغتيايي څېړنه چې تازه خپره شوې ده وايي: هغه کسان چې پر يوه ځای د ډېر وخت لپاره ناست وي، د نورو ستونزو تر څنګ ورته قبضيت هم پيدا کېږي. دوی باور لري، چې د ورځې په يوه ځای ډېر کېناستل د هاضمې سيستم خرابوي چې له امله يې خواړه سم نه هضمېږي او انسان ته قبضيت پيدا کېږي. دغه څېړنه لارښوونه کوي، هغه کسان چې پر يوه ځای ډېر کينې بايد وخت پر وخت له خپله ځايه پورته شي او په خپل شاخوا کې لږ تر لږه ۴۰ قدمونه ووهي. پر وينا يې په دې کار سره د هاضمې نظام ښه کېږي او د قبضيت ستونزه له منځه ځي.

۵. شکر:که چېرې تاسو پره يوه ځای هره ورځ دومدار کېنئ ، نو پر شکر ناروغۍ د اخته کېدو له امله بايد حيران نه شئ. په دې اړه روغتيايي ترسره شوې څېړنې وايي: هغه کسان چې پر يوه ځای ډېره ناسته کوي پر شکر ناروغۍ د اخته کېدو چانس يې ۲۲ سلنه لوړيږي.په څېړنه کې د لس زرو کسانو د ژوند چال چلند ته پام شوى دى. دوی ته معلومه شوې ده، هغه کسان چې خپل ډېر وخت په ناسته تېروي، په هغوی کې د شکر ناروغۍ ګواښ هم ډېر وي.څېړنيزه ډله وايي: دوی ته معلومه شوه، چې فزيکې فعاليت نه کول هم پر شکر ناروغۍ د اخته کېدو يو لوى لامل دى

۶- د زړه ناروغۍ : د هاروډ پوهنتون د يوې څېړنې له مخې، د دفتر کار کول، تلوېزيون کتل، کمپيوټر ته کېناستل، سفر کول او د نورو وجو له امله پر يوه ځای ډېر وخت تېرول، د زړه د ناروغۍ ګواښ ډېروي.څېړنه وايي، دا لا هم سمه معلومه نه ده چې پر يوه ځای ډېر کېناستل ولې پر روغتيا او بيا زړه باندې دومره بدې اغېزې لري، خو دا معلومه ده چې پر يوه ځای د ډېر کېناستو له امله د انسان په وجود کې خواږه او غوړ نه جذبېږي او همدا لامل دي،  چې د زړه او ځينې نورو ناروغيو د پيدا کېدو لامل کېږي.

۷- ذهني او رواني ستونزې : روغتياپالان باور لري، هغه نارينه او ښځپنه چې ټوله ورځ تلوېزيون ته په ناسته تېروي، نه يوازې دا چې وزن يې ډېريږي ، بلکې په ذهني توګه هم ورته ستونزې پيدا کېږي.په دې اړه څېړنې وايي: هغوی چې په ځوانۍ کې په ډېره ناسته عادي وي، ځينې يې وروسته تر ۶۰ کلنۍ د ذهني ناروغيو سره مخ کېږي او ځينې آن په ځوانۍ کې له ذهني او روانۍ ستونزو کړېږي.

څېړنه وايي: ډېري کسان په ځوانۍ کې خپل دماغي يا عصابي نظام ته پام نه کوي چې د عمر په تېريدو سره بيا د همدې بې پروايۍ تاوان پرې کوي.

۸- د هډوکو کمزوري : په برېتانيه کې يوه تازه خپره شوې څېړنه وايي: خپل ډېر وخت د کمپيوټر مخ ته په ناسته تېرول د انسان د وجود هډوکۍ کمزوري کوي. د څېړنې په وينا، يوه ستونزه داده چې د پخوانيو انسانانو په پرتله د اوسنيو انسانانو هډونه ۲۰ سلنه کمزوري دي.دوی وايي: ورځ تر بلې ددې ستونزې د ډېرېدو لامل د خلکو د ورځني ژوند چال چلند او سلوک دي چې خپل ډېر وخت د کمپيوټر مخ او يا د نورو څېزونو لپاره په ناسته تېروي.د څېړنې ترسره کونکې ډله ټينګار کوي، چې خلک دې خپل ډېر وخت په ناسته نه تېروي، کنه د هډونو د کمزورۍ تر څنګ به ورته ګڼې نورې ناروغۍ پيدا کېږي، چې له امله به يې خوشحاله ژوند په خوابدۍ اوړي.

۹- چاغوالى : دا خبره خو بيخي عامه ده چې فزيکي فعاليت نه کول د انسان د وجود وزن ډېروي. په دې اړه يوه تازه امريکايي څېړنه وايي ، چې پر يوه ځای ډېره ناسته د انسان په وجود کې په ځنيو هارمونونو کې بدولون راځي چې د چاغوالي سبب کېږي.

دوی وايي: څومره چې ناسته ډېريږي او فزيکي فعاليتونه کميږي په همدې اندازه د چاغوالي ګواښ هم ډېريږي.

۱۰- ګوزڼ يا فلج : په لندن کې يو خپره شوې روغتيايي څېړنه وايي: هغه کسان چې خپل ډېر وخت په ناسته تېروي، يا تلوېزيون ګوري، يا ګيم کوي او يا هم کمپيوټر ته ناست وي، په دوی کې د ګوزڼ ګواښ هم تر هغوی چې خوځنده وي ډېر وي.د څېړنې په بارو، د کمپيوټر مخ ته هر ورځ تر څلورو ساعتونو ډېر وخت ناسته د انسان د وينې رګونو کې ستونزې پيدا کوي چې له امله يې فلج او آن مړينه رامنځ ته کېږي.روغتياپالان ټينګار کوي ، چې خلک بايد خپل ډېر وخت په ناسته
تېر نه کړي، سپورټ او ځينې فزيکي کارونه دې وکړي چې د يادو شويو
او ځينو نورو روغتيا ګواښونکو ناروغيو نه خوندي شي
              شميم اتل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha