صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | له ترهګرو څخه د پاكستان ملاتړ د امريكا د صبر او زغم كاسه نوره ډكه كړې ده

له ترهګرو څخه د پاكستان ملاتړ د امريكا د صبر او زغم كاسه نوره ډكه كړې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دامريكا د متحدو ايالتونو د جمهوررييس ډونالډ ټرمپ د امنيت سلا كار مك ماسټر په زغرده داويلي ، چې د طالبانو ، د حقاني شبكې ، لشكرطيبه او جيش محمد په گډون له تروريستې ډلو څخه د پاكستان دخپلسري او دوه مخي هېواد ملاتړ د امريكا د صبر او زغم كاسه نوره ډكه كړې ده او دې ته يې اړه كړې ده چې دافغانستان اوامريكا په ګډون دسيمې اونړۍ د هېوادونو د خلكو د وژلو او نورو ورانكارو فعاليتونو دسرته رسولو لپاره ديوې سترې وسيلې په توګه له ترهګرو څخه ددغه پنجابي هېواد پاكستان د ګټې اخيستنې ددغه ډول ناوړو او شومو موخو د بيخي شنډولو په موخه پرخپل سياست بيا كتنه وكړي،

پوره بدلون په كې راولي اوله مخې يې په سيمه كې د زياتو شخړو ،كړكېچونو او ستونزو ديو ستر عامل په توګه ددغه خپلسري، دوه مخي اودرواغجن هېواد پاكستان بې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنو،تېري كوونكو،پاروونكو اولمسوونكو عملونو ته د پاى ټكى كېږدي اوله امله يې دسيمې اونړۍ خلك ددغه هېواد پاكستان او دهغه د روزل شويو ترورېستي ډلو له شره خوندي كړي چې د افغانستان دولت او نورو سوله غوښتونكو سيمه ييزو او نړيوالو بنسټونو او ژغورنده غورځنګونو يې هم تود هركلى كړى دى او ويلي يې دي چې امريكا دې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په نښه كولو او ځپلو ته د خپلې پوځي ستراتېژۍ په سركې ځاى وركړي. داچې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريكا ادارې د اوكراين د هېواد په كورنيو چاروكې دلاسوهنو اودغه راز پرخپل هېواد پورې د كريميا د تړلو په تور دروسيې د هېواد او همدارنګه د بالستيك توغنديو د ازمايلو په تور دشمالي كوريا او دايران د هېوادونو پرضد بنديزونه ولګول ،نو دغه راز ترڅنګ يې دې د پاكستان دخپلسري،تېري كوونكي ، درواغجن او دوه مخي هېواد پرضد ځكه د زياتو بنديزونو دلګولو په برخه كې له  خپل ټول ځواك څخه كار واخلي چې دغه هېواد پاكستان له يوې خوا د القاعده، داعش،حقاني شبكې، طالبانو ،لشكرطيبه او جيش محمد په ګډون دخپلو روزل شويو ترورېستي ډلو او پيرودل شويو اجيرانو د ځپلو په موخه پرخپلو درواغجنو ژمنو سره په تېرو شپاړسوكلونو كې كابو پنځلس مېليارده امريكايي ډالره مرسته له امريكا څخه ترلاسه كړې اود خپلو ژمنو پرخلاف يې داسامه بن لادن په مشرۍ دالقاعده ،طالبانو او دحقاني شبكې ترورېستي ډلې پرې روزلي ،تغذيه كړي او وسله والې كړي دي او د ۲۰۰۱ زېږديزكال دسپټمبر دمياشتې د يوولسمې نېټې په څېريې زړه درد ونكې پېښې او داسې نورې بشري فجايع يې پرې ترسره كړي دي او آن تردې پورې چې دپنجابيانو ددغه خپلسري هېواد مغرضو، استخباراتي اوپوځي كړيو مزدورانو او اجيرانو په افغانستان كې له ترهګرو سره دجګړو په بهير كې تردوه نيم زرو پورې امريكايي سرتېري او افسران ووژل او له يونيم زرو مېلياردو امريكايي ډالرو څخه يې زيات پوځي اومالي زيانونه ورواړول ،نو پردې بنسټ دمك ماسټرد څرګندونو په تاييد امريكابايد دبشرد ډېر ستراوگډ دښمن په توګه د ترهګرو ددغه ستر ملاتړي هېواد پاكستان له شره دا، افغانستان ،هند او بنګله دېش په ګډون دسيمې او نړۍ د هېوادونو د ژر او سملاسي ژغورلو لپاره له پوره جديت ،قاطعيت او صداقت څخه كار واخلي اومشران يې بايد دعراق اوليبيا د وخت داستبدادي رژيمونو دجمهور رييسانو صدام حسين او معمرالقذافي اودغه راز دالقاعده دنړيوال ترورېستي سازمان دمشر اسامه بن لادن او دطالبانو د مشرملا اختر محمد منصور له برخليك سره مخ اوله خاورو سره يې خاورې كړي، نو هله به د افغانستان او امريكا په ګډون  دسيمې او نړۍ دهېوادونو خلك په ارامه خپله سا وكاږي اوله دې پرته به امريكا تل دپاكستان دروزل شويو ترورېستي ډلو د ځانمرګو او غلچكي بريدونو او بمي چاودنو ښكاركېږي اوله امله به يې تل زيات ويرونه او ماتمونه ګالي. درسنيو له لارې د خپرو شويو رپوټونو پربنسټ د امريكا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ دخپلې واكمنۍ په اتو مياشتو كې دخپلو امنيتي او پوځي سلا كارانو سره د زياتو سلا مشورو د  سرته رسولو له مخې دې پايلې ته رسېدلى چې دافغانستان،پاكستان ،ايران ،روسيې اود چين په ګډون دسيمې دهېوادونو په اړه خپله يوه داسې اغېزمنه او جامع پوځي ستراتيژي اعلام كړي چې پلي كول يې مثبتې پايلې راونغاړي اود افغانستان په اوږدو جګړوكې دامريكا ښكېلتيا ته دپاى ټكى كېږدي اود امريكا د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ له قوله په افغانستان كې دغه اوولس كلنه اوږده جګړه وگټي اود ترهګرو پرځالود افغانستان دبيا بدلېدو په اړه دامريكا اندېښنې له منځه يوسي. دنړۍ سياسي شنونكي اونور كارپوهان په دې اند دي چې كه چېرې امريكا دخپلې يادې پوځي ستراتېژۍ له مخې دترهګرو دستر ملاتړي هېواد په توګه دپاكستان دټكولو لپاره له خپل ټول ځواك څخه كار واخلي ،د پاكستان په خاوره كې د ټولو ترورېستي ډلو ځالې، روزنځايونه اوپټنځايونه په نښه كړي اوله منځه يې يوسي او مشران يې داسامه بن لادن له برخليك سره مخ كړي او هم ورسره جوخت افغان ځواكونه له هره پلوه پرخپلو پښو ودروي. بيا پردې پوره باور دى چې دسيمې له هېوادونو څخه به دترهګرو ټغر ډېر ژرټول شي اود افغانستان په ګډون به دسيمې دهېوادونو دخلكود سولې دسترو ارمانونو مړاوې غوټۍ ډېر ژر پرغوړېدو راشي، له هوسا ،بسيا او سوكاله ژوند څخه به برخمن شي او ډېر ژر به پرمختګ لوړو څوكو ته ورسېږي .

شاولي قرار

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha