صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | د پليو ځواكونو د ملاتړ لپاره د هوايي ځواكونو سمبالول ډېر مهم دي

د پليو ځواكونو د ملاتړ لپاره د هوايي ځواكونو سمبالول ډېر مهم دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په ټوليزه توګه او په سيمه ييزه كچه دترورېستانو او ترهګرو دناوړو فعاليتونو له امله را پيدا شوې ستونزې ،كړكېچونه اوګواښونه او هم دهېواد روان امنيتي حالت ته په پاملرنې سره له شك پرته دا واقعيت په اثبات رسېږي چې دافغانستان دملي واكمنۍ د دفاع او ساتنې له پاره دافغان امنيتي اودفاعي ځواكونو هوډ بې له شكه چې ډېر اوچت اوپياوړى دى اوپه دې لاره كې يې تل بې سارې اتلولۍ له ځانه ښودلي او لاهم د سرلوړي افغانستان او دپتمنو هېوادوالو ددفاع په لاره كې دهرډول سرښندونكې مبارزې او قربانۍ له پاره په پوره رښتينولۍ تل چمتو دي ،

 خو دكورنيو ځواكونو دپياوړي مورال اوهېواد پالنې دلوړ احساس ترڅنګ په ټوليزه توګه پلي ځواكونه دنوي عصر دپرمختللو سپكواودرنو وسلو تجهيز ته ډېره اړتيا لري اوددې ترڅنګ په هرډول پوځي عملياتو كې بيا دهوايي ځواكونو بشپړ ملاتړ او روزنه هم يو ستر لومړيتوب دى، ترڅو په هرراز شرايطو كې دهېواد ددفاع ترڅنګ په ټول افغانستان كې نېكمرغه سوله،امن اوډاډمن ثبات تامين كړي، البته دې ټكې ته موبايد پام وي تراوسه پورې چې دهوايي ځواك دسمبالولو له پاره كوم كارونه شوي دي ، بسنه نه كوي او دقناعت وړ هم نه دي او دې ته اړتيا ده چې دناټو سازمان غړي هېوادونه اوپه سركې دامريكا متحد ايالتونه دافغان پليو ځواكونو دروزلو، تجهيز او مشورو وركولو ترڅنګ هوايي ځواك هم بايد په هراړخيز ډول سمبال كړي او ډول ډول پرمختللې جنګي اوترانسپورتي الوتكې په واك كې وركړي ترڅو دسيمې په كچه جګړه ځپلى افغانستان ديومجهز وسله واك ځواك لرونكى هېواد شي چې په هرراز شرايطو كې د هېواد ګوټ ګوټ ترخپل امنيتي پوښښ لاندې ونيسي اوهېڅ راز ترهګرې او مخرب عناصر ددې مجال پيدا نه كړي چې دهېواد امنيتي وضعيت خراب اود خلكو هوساينه وګواښوي اوياهم دنړيوالې ټولنې هڅې ټكنۍ كړي.

 په افغانستان كې دناټو دغوڅ ملاتړ ماموريت ويانداعلام كړى دى چې  بلك هاوك هليكوپترونه د روان زېږديزكال داكتوبر مياشتې په لومړيو كې افغانستان ته رارسېږي او دافغان پيلوټانو د روزنې ماموريت به پيل شي . البته مخكې له دې هم دامريكا ددفاع وزارت يوه مقام ويلي وو، په پام كې لري چې (( ۱۵۰)) بلك هاوك هليكوپترونه دافغانستان هوايي ځواكونو ته چمتو كړي او دغه طرحه دامريكا دكانگرس د پوځي مرستو په كلني تاييد پورې اړه لري، امريكا په پام كې لري چې په راتلونكي يونيم كال كې دافغانستان هوايي ځواكونوته درې پنځوس بلك هاوك ډوله الوتكې برابرې كړي او دېرش كابوس واربرډوله الوتكې ،شپږ سوپرتوكانوالوتكې او پنځه نورې اى سي ۲۸۰ ډوله ثابتې الوتكې هم دافغان ځواكونو په واك كې وركړي ،دغه الوتكې دهغو اته اويا روسي هليكوپترونو ځاى نيسي چې امريكا وايي اوس له كاره وتلي دي ،دناټو دغوڅ ملاتړ دماموريت وياند داهم ويلي چې دغه الوتكې دافغان امنيتي ځواكونو دپياوړتيا اوځواكمنۍ اوپه افغانستان كې له پوځي ډب څخه دوتلو له پاره يو فرصت دى اوپيلوټان بايد ددغو الوتكو دكارولو له پاره دوولس اوونۍ زده كړې وكړي. دغه راز دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال دامريكا دمرستو دهركلي ترڅنګ هم ويلي چې همدا اوس دوه سوه تنه افغان پيلوټان په عربي هېوادونو ، چك جمهوريت اوامريكا كې زده كړې كوي اودهغوى فراغت له دغې تكنالوژۍ سره يوځاى دى، دغه الوتكې زيات قدرت اوځواكمني لري اوپه دغو الوتكو سره دپليو ځواكونو ملاتړ كېږي ، د مځكنيو عملياتو دپرسونل لېږدونه هم ددغو الوتكو په واسطه ترسره كېږي دغه الوتكې دافغانستان دامنيتي ځواكونو له پاره ډېرې اغېرمنې دي.

 په دې هيله چې له مهال وېش سره سم دناټو دغوڅ ملاتړ دماموريت له لوري اوهم دامريكا دمتحدو ايالاتو دژمنو پراساس ډول ډول الوتكې دافغان هوايي ځواك دسمبالښت په موخه دامنيتي ځواكونو په واك كې وركړل شي ترڅو په هرډول پوځي عملياتو كې دپليو ځواكونو هراړخيز ملاتړ وكړي اودافغان حكومت وسله وال مخالفين چې دهېواد په هرګوټ كې سر راپوورته كړي اوپه تخريبي اوترورېستي فعاليتونو لاس پورې كړي هلته يې ښه وځپي اوله منځه يې يوسي، دغه راز دې ټكي ته موهم بايد پام وي دهېواد دوسله والو امنيتي اودفاعي مځكنيو اوهوايي ځواكونو تجهيز، سمبالول او پياوړي كول په حقيقت كې دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت له لومړيتوبونو څخه شمېرل كېږي ،نوبايد افغان دولت په خپلې هراړخيزې پاملرنې سره دنړيوالو همكارانو بې دريغه همكاري لاهم راجلب كړي اوددې ترڅنګ خپل امكانات هم سل په سلوكې په كار واچوي ترڅو ژر ترژره دهېواد دمځكنيو ځواكونو ترڅنګ هوايي ځواكونه هم په هراړخيزه توګه پرنويو او پرمختللو وسلو ،تجهيز اوپه ډول ډول جنگي، كشفي اوترانسپورتي الوتكو سمبال كړي ،ځكه اوس مهال د يومسلكي اومجهز وسله وال مځكني اوهوايي ځواك شتون د جګړه ځپلي افغانستان يو ستر لومړيتوب  او اړتيا ده  دا ځكه چې له هره پلوه ديو سمبال مځكني اوهوايي ځواك په درلودلو سره ددې امكان شته چې په هېواد كې ډاډمن امنيت ،سوله اوثبات تامين اودافغان مظلوم ولس او ځورېدلو خلكو بشپړ امنيتي مصئونيت هم په تلپاتې ډول خوندي او نېكمرغه ژوند او هوساينه دټولو قدرمنو اوجګړه ځپلو هېواد والو په برخه شي اوهېڅكله هم ددوى هوساينه دچا له خوا ونه ګواښول شي. د يادولو وړ ده چې روانه بدمرغه جكړه پرافغان مظلوم ولس له كابو څلورو لسيزو راپه دې خوا د پرديو له خوا او په ځانګړې توګه دهغوى داستخباراتي شبكو له لوري تپل شوې ، چې نه يوازې قرباني يې بې ګناه افغانان وركوي ، بلكې دغې جګړې په هېواد كې دنړيوالې ټولنې هڅې هم ټكنۍ كړي دي،پردې اساس اړينه ده چې  دامريكا متحد ايالتونه دناټو سازمان غړي هېوادونه اوترڅنګ يې نړيواله ټولنه په افغانستان كې په ټوليزه توګه دسولې ددښمنانو د تخريبي اوترورېستي بريدونو دشنډولو او دهغوى دسازمان وركوونكو هېوادونو دتېري كوونكو ناوړو پلانونو دكشفولو اوله منځه وړلو له پاره د افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو په تېره بيا دكشفي او څارګرو ادارو پوره پياوړتيا او تجهيز ته هم ډېره پاملرنه وكړي، چې دغه ځواكونه دښو امكاناتو په درلودلو سره په بشپړې هوښيارۍ اوبيدارۍ له خپل ټول ځواك او وړتيا څخه كار واخلي او دغه مغرضې كړۍ چې دهېواد په هرځاى كې چې شتون ولري هلته يې ښې وځپي اوله منځه يې يوسي اودوى شوم اهداف له خاورو سره خاورې كړي اوپه دې توګه افغان جګړه ځپلي ولس ته دنېكمرغه او هوسا ژوند دپرمخ بېولو لپاره بشپړه سوله ييزه او ډاډمنه فضا مساعده كړي.

ش،شاهين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha