صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | پاكستان د ترورېزم مركز او د ترهګرو ډلو ملاتړى هېواد دى

پاكستان د ترورېزم مركز او د ترهګرو ډلو ملاتړى هېواد دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دا يو څرگند واقعيت دى چې افغان پتمن ولس په افغانستان كې دپرديو په لمسون كابو درې نيمې لسيزې بدمرغه جګړه زغملې اوپه دې لړكې يې بې شمېره ستونزې ، كړاوونه ، ربړونې او مرګ ژوبلې زغملي دي، خو په روښانه توګه بايد وويل شي چې په افغانستان كې د روانو جګړو ترشا د سيمې داستخباراتي سازمانونو او په ځانګړې توګه دګاونډي هېواد پاكستان داستخباراتي شبكو پراخ لاس دى او دغه مغرضې استخباراتي شبكې دخپلو ناوړو موخو دتحقق لپاره دطالبانو په شمول دافغان حكومت ټول وسله وال مخالفين اوپه ټوليزه توګه ترورېستي اوترهګرې ډلې په خپله غېږه كې ساتي ،

 روزنه اوپالنه يې كوي،تجهيز كوي يې ، مفكورې وركوي اوبيا يې وروسته دخپلو شومو ګټو اوناړه اغراضو په موخه دافغانستان په شمول دسيمې اونړۍ يو شمېر هېوادونو ته دتخريبي او ترورېستي اعمالو ترسره كولو ته ورلېږي .داپه داسې حال كې ده چې افغان حكومت هم ډېر ځله په هېواد كې د ناامنيو پړه پرپاكستان اچولې او هغه هېواد يې ملامت كړى دى ځكه چې دغه هېواد تل دترورېزم ضد مبارزه كې دوه مخى شوم سياست لوبوي او شومه پاليسۍ پرمخ بيايي ،البته اوس نړيوالو ته هم داحقيقت روښانه شوى چې دترهګرو او نورو ورانكارو ډلو ټپلو، پټنځايونه له افغانستان څخه بهر په ګاونډي هېواد پاكستان كې شتون لري، دا ډلې په دغه هېواد كې په هراړخيزه توګه تغذيه او روزل كېږي اوپاكستان هم دخپلو شومو اهدافو لپاره ترې ګټه اخلي، پاكستان هغه هېواد دى چې دترورېزم پر وړاندې دنړيوالې مبارزې په لړ كې هېڅكله صادق او رښتينى نه دى اوتل يې په دغه بهير كې له دوه مخي شوم سياست څخه په ډېرې مكارۍ كار اخيستى اولاهم همدا ناولې پاليسۍ پرمخ وړي، خو حقيقت دادى چې دترورېزم او ترهګرۍ پرضد دنړيوالې مبارزې په لړ كې دپاكستان شوم اودوه مخى سياست اوس ټولو نړيوالو ته په اثبات رسېدلى او پروړاندې يې نړيوال غبرګونونه هم راپارېدلي دي. ځكه په هېواد كې د ډله ييزوخپرندويو سرچينو په حواله په دې وروستيو كې دامريكا دبهرنيو چارو وزارت دترهګرۍ په تړاو دخپل كلني رپوټ په ځينو برخو كې داسې ويلي دي: (( د طالبانو اوحقاني شبكې پټنځايونه په پاكستان كې دي اوله هغه ځايه په افغانستان كې امريكايي اوافغان ځواكونه ګواښوي اوپاكستان ددې ډلو پرضد داړينو ګامونو په پورته كولو كې پاتې راغلى دى. امريكا داهم ويلي چې د پاكستان پوځ په خپله خاوره كې دپاكستاني طالبانو پرضدعمليات كړي ، خو دافغان وسله والو طالبانو اوحقاني شبكې پرضد يې چې په دې هېواد كې پتڼحايونه لري كوم اغېزناك ګام نه دى پورته كړى، پاكستان ته داګوته هم نيول شوې چې دلشكر طيبه اوجيش محمد په څېرډلو پرضد يې هم ګام نه دى پورته كړى، جيش محمد اولشكر طيبه اونورې ډلې لاهم په پاكستان كې فعالې دي، روزنځايونه لري، بسپنه ټولوي او بيا په بهر كې بريدونه كوي، دغه داسې ډلې دي چې هند يې په خپله خاوره كې پرترهګريزو بريدونو تورنوي...)) په واقعيت سره چې دپاكستان پروړاندې نړيوال غبرګونونه پرځاى دي ،ځكه چې په دغه هېواد كې دطالبانو،حقاني شبكې، لشكرطيبه ، لشكر جنګوي، داعش او جندالله په ګډون دترهګريزو ترورېستي ډلو ځالې، پټنځايونه او روزنځايونه شتون لري او ددغه هېواد داستخباراتي سازمانونو له خوا همدغه ډلې ټپلې تغذيه او روزل كېږي ، اوبيا وروسته دافغانستان په شمول دسيمې اونړۍ په يو شمېر هېوادونوكې په مختلفو بڼو اوپلمو دبشري ضد ناوړو فعاليتونو ترسره كولو ته لېږل كېږي، ترڅو د ډول ډول بشري ضد اعمالو دترسره كولو سبب شي، نوځكه يې پروړاندې نړيوال غبرګونونه هم راپارېدلي دي، البته له دې واقعيت څخه خو هم سترګې نه شي پټېداى چې له اوږدې مودې   راپه دې خوا په افغانستان كې روانه جګړه دپرديو له خوا اوپه ځانګړي توګه دګاونډي هېواد پاكستان داستخباراتي سازمان له لوري ددغه هېواد په ګټه روانه ده او دغه جګړه پرافغان مظلوم ولس له كابو څلورو لسيزو را پدې خوا تپل شوې ، چې نه يوازې قرباني يې بې گناه افغانان وركوي، بلكې دغې جګړې دسيمې اونړيوالې ټولنې هڅې هم ټكنۍ كړي دي، پردې اساس اړينه ده چې دامريكا متحد ايالتونه او د ناټو سازمان نور غړي هېوادونه او ترڅنګ يې نړيواله ټولنه سره له دې چې پرپاكستان بايد ځانګرى فشارواچوي چې دترهګرو ډلو له روزلو، پاللو، تغذيه كولو او ملاتړ څخه لاس په سرشي خو ددې ترڅنګ بايد په افغانستان كې په ټوليزه توګه دسولې ددښمنانو دهراړخيزو تخريبي اوترورېستي بريدونو دشنډولو اودهغوى د سازمان وركوونكو هېوادونو دتېري كوونكو ناوړو پلانونو دكشفولو اوله منځه وړلو له پاره هم بايد دافغان امنيتي پليو او هوايي ځواكونو پوره پياوړتيا او هراړخيز تجهيز ته ډېره پاملرنه وكړي، چې دغه ځواكونه دښو امكاناتو په درلودلو سره به بشپړې هوښيارۍ اوبيدارۍ له خپل ټول ځواك او وړتيا څخه كارواخلي اودغه مغرضې كړۍ چې دهېواد په هرځاى كې شتون لري،  ښې وځپي اوله منځه يې يوسي او د دوى شوم اهداف له خاورو سره خاورې كړي اوپه دې توګه افغان جګړه ځپلي ولس ته دهوسا ژوند دپرمخ بېولو لپاره بشپړه سوله ييزه زمينه او ډاډمنه فضا مساعده كړي ځكه چې دجګړې په دوام كې دهرې ټولنې تباهي اوبربادي نغښتې وي او وګړو ته يې هم له مرګ ژوبلې ، وير ،ماتم اوپه ټوليزه توګه له ورانۍ او ويجاړۍ پرته بل څه په ميراث نه پرېږدي، بلكې يوازې سوله ده چې خلكو ته تلپاتې خوښي ،خوشحالي ، اخوت ، ورورولي او نېكمرغه ژوند په برخه كوي.

ش، شاهين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha