صفحه اصلی | hiwad | لیکنی | ښځې د سولې په راوستلو كې پوره برخه اخيستلى شي

ښځې د سولې په راوستلو كې پوره برخه اخيستلى شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په افغانستان كې دترورېزم پرخلاف دجګړې ددوام له امله په تېرو اوولسو كلونو كې افغان ښځو او ماشومانو ته هم دسر زيان رسېدلى دى او هم ښځې دخپلو كورنيو اوخپلوانو دشهادت او ټپېي كېدو له امله دردېدلي اوپه كورنيو اونړيوالو غونډو كې يې په افغانستان كې د روانې جګړې دبندېدو او دتلپاتې سولې دراوستلو لپاره خپل غږ ونه پورته كړي دي.

افغاني ښځو وكولاى شول چې په تېرو كلونو كې دناروې هېواد  داوسلو په غونډه كې له خپلو نارينه وو ، سياست پوهانو سره يوځاى دطالبانو له چارواكو سره خبرې وكړې او طالبانو هم په ډېر درنښت له خپلو افغاني خويندو سره په افغانستان كې دسولې د راوستلو لپاره څو وارې په اوسلو كې خبرې وكړې، له بلې خوا په افغانستان كې دسولې دعالي شورا په تركيب كې ښځو ته هم پوره لومړيتوب وركړل  شوى دى او دولسمشر محمداشرف غني دفرمان له مخې حبيبه سرابي دسولې  شورا، دمرستيالې په توګه او يو شمېر نورې ښځې دغړو په توګه ټاكل شوي دي، چې دسولې دعالي شورا ، دنوي مشرتابه په شتون كې ښځو ته دپام وړ برخه وركړل شوي او دښځو غوښتنه په كې ترسره شوې ده. ددې ترڅنګ په ملي شورا كې دخلكو استازې ښځې او په مدني، سياسي اوفرهنگي ټولنو كې فعالې ښځې هڅه كوي ، چې دسولې په راوستلو كې پوره برخه واخلي او له ګاونډيو هېوادونو ، نړيوالې ټولنې او دښځو له نړيوالو سازمانونو سره په افغانستان كې دسولې د راوستلو لپاره خپلې غوښتنې اوپوښتنې شريكې كړي.همدارنګه دګاونډيو هېوادونو اونړيوالو سازمانونو ښځې هم له افغاني ښځو سره دسولې دراوستلو په هڅو كې خپل ځان شريك گڼي . ددغه ډول هڅو  په بهير كې دروان كال دچنګاښ په اوه ويشتمه دسې شنبې په ورځ  دعوامي نشنل پارټۍ مرستيالې بشرا ګوهر، په كابل كې په يوه غونډه كې په افغانستان كې دروانې جګړې بندېدل وغوښتل اودافغانستان په وړاندې يې دپاكستان دحكومت دسياست دبدلون غوښتنه وكړه، نوموړې په خبرو كې وويل: اسلام آباد له كابل سره دسولې دټينګښت او له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخو كې پرخپلو ژمنو عمل نه كوي... كه پاكستان په افغانستان كې له خپلو منفي سياستونو څخه لاس وانه خلي ، په خپله به هم د ترهګرۍ په اور كې ايره شي.

له دغه ډول څرګندونو څخه داپه ډاگه كېږي چې دپاكستان ښځې هم په افغانستان كې دسولې دراوستلو لپاره هڅې كوي ، چې ښكاره بېلګه يې دچنګاښ مياشتې په وروستۍ لسيزه كې په اسلام آباد كې د افغاني اوپاكستاني ښځو دڅو ور ځو لپاره ګډه غونډه جوړه كړه او دافغانستان ښځو په كې دپاكستان له ښځو سره په افغانستان كې دسولې د راوستلو پر لارو چارو پوره خبرې وكړې.  په دغو خبرو كې چې دچنګاښ په شپږويشتمه ددوشنبې په ورځ په اسلام آبادكې دښځو دحقوقو دمبارزينو په غونډو كې وشوې ،دافغاني ښځو له خوا ، سميرا حميدي چې په افغانستان كې دمدني حقوقو فعاله ده اوپه دغې غونډه كې يې ګډون كړى و، په خپلو خبرو كې وويل: ددواړو ملكونو خلك ضرورت لري چې دسولې اوترهګرۍ دمخنيوي لپاره كوښښونه وكړي. دې زياته كړه: دسولې دپروګرام هدف دادى چې په دې خبرې وكړو چې ښځې څنګه كولاى شي ، دسولې لپاره كارو كړي ، ښځې كولاى شي چې سړى موافق كړي ، چې دسولې لپاره كار وكړي.

 شاهدې شاه چې دقبايلي مېرمنو د ټولنې
 ( خور) مشره ده په خپلو خبرو كې وويل: دپاكستان اوافغانستان دمېرمنو دغه پروګرام ډېر مهم ځكه دى چې دواړه ملكونه له ډېر بدوخت نه تېرېږي. نوموړې وويل: قبايل ددواړو ملكونو ترمنځ دپل حيثيت لري، جنگ قبايلي ښځو ته له ټولو زيات تاوان رسولى دى، نوځكه دسولې په خبرو كې دهغوى  رول ډېر مهم دى...

 په دغې  غونډه كې يو شمېر نورو ښځو هم په افغانستان كې دسولې په اړه خبرې وكړې. ددواړو خواوو ښځو په دې ټينګار وكړ، چې ددواړو ملكونو ترمنځ بايد اوسني اختلافات دسولې په راوستلو سره حل شي اوپه دغې برخه كې بايد عملي ګامونه واخيستل شي.

 په افغانستان كې دننه هم دغونډو په جوړولو سره افغاني  ښځې هڅه كوي چې خپل سياستوال دې ته وهڅوي چې دسولې په راوستلو كې له خپل دولت سره خپلې سوله ييزې هڅې شريكې كړي.له بلې خوا په كار ده چې دسولې په راوستلو كې دښځو لپاره لاښه شرايط برابرشي اوپه هر ولايت كې دمدني فعالانو اونورو مخورو او ښـوونكو ښځو په ګډون دښځو جرګه ګۍ جوړې شي اوددې وخت وركړل شي چې په ولايتونو كې له طالب چارواكو او قوماندانانو سره په اسلامي اوافغاني حجاب كې خبرې وكړ ي ، افغاني طالبان په ډېر درنښـت له هغوى سره خبرې وكړي اودې ته وهڅول شي چې له خپل دولت سره مخامخ خبروته كېني. له بلې خوا  دولت ته په كارده چې افغاني ښځو ته ددې موقع وركړي چې داسلام آباد په څېر تهران، واشنگټن،مسكو ،ډيلي او يو شمېر نورو  ته هم دسولې دعالي شورا ، دسوله ييزو هلو ځلو په څنګ  كې سفرونه وكړي او دنوموړو هېوادونو له ښځو سره دسولې غوښتنه شريكه كړي اوهم دې موقع ورته برابره شي چې په نوموړو هېوادونو كې دطالب چارواكو اوآن دهغوى له ښځو سره خپلې خبرې شريكې كړي، چې دافغاني  ښځو دا ډول سفرونه ، بې له شكه ډېر ګټور تمامېږي او د افغاني سولې په راوستلو كې پوره برخه اخيستلى شي.

سمېع الله سمېع

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha